د لندن پوليسو د فلسطینیانو په ملاتړ لاريون کې نژدې ۵۰۰ تنه نيولي

د عکس سرچینه، Reuters
په بريتانیا کې پوليس وايي په مرکزي لندن کې یې د شنبې په ورځ (۴ اکټوبر) نژدې ۵۰۰ تنه د "فلسطين اېکشن" په نامه د یوې غيرقانوني ډلې په ملاتړ لاريون کې نيولي دي.
د دغه لاريون جوړوونکو ويلي، سلګونو کسانو د فلسطين اکشن په ملاتړ لاریون کې برخه اخیستې وه. د بريتانيا حکومت د جولای په مياشت کې پر دغه ډله بنديز ولګاوه او له دغې ډلې سره تړاو يا ملاتړ یې غيرقانوني وباله.
د بریتانيا وزيرانو او پوليسو د پنجشنبې په ورځ په مانچسټر کې د يهودانو پر يوه عبادت ځای له مرګوني برید وروسته د لاريون د ځنډولو غوښتنه کړې وه خو د دې سربېره د دغې ډلې په ملاتړ خلک راوتلي وو.
له لاریون وړاندې د لندن پوليسو ویلي وو چې دوی به له لاريون کوونکو سره د مقابلې لپاره ۱۵۰۰ تنه اضافي پوليس سيمې واستوي.
د لندن پوليسو ويلي، ډېری کسان په مرکزي لندن کې نيول شوي. شپږ تنه نور بيا د دغه منع شوې ډلې د لوحې پورته کولو له امله نيول شوي دي.
پولیس وايي، "د نيولو دا پروسه ډېر وخت نيسي ځکه ډېری کسان په خپله نه ځي باید ولېږدول شي. لږ تر لږه پنځو تنو ته اړتيا ده چې په خوندي توګه يو نيول شوی کس ولېږدوي."
د لندن تر څنګ په مانچسټر کې هم ورته لاريون ترسره شو. شاوخوا ۱۰۰ تنه لاريون کوونکي د مانچسټپر کليسا مخې ته راټول شوي وو.
د بريتانيا حکومت د جولای په مياشت د ترهګرۍ ضد قوانينو له مخې د فلسطين اکشن پر ډله وروسته له هغه بنديز ولګاوه چې د روان کال په پيل کې یې د شاهي ځواک پر يوه اډه بريد وکړ او دوه پوځي الوتکې يې زيانمنې کړې.
له هغه راهيسې سلګونه خلک په بېلابېلو لاريونونو کې د دې ډلې په ملاتړ نيول شوي دي.
په داسې حال کې چې په غزه کې د اوربند وړانديز شوی تړون يوه ډېر جدي پړاو ته رسېدلی، د نړۍ په څو ښارونو کې د فلسطينيانو په ملاتړ لاريونه شوي دي.
د تايلنډ په بنکاک کې لاريون کوونکو د اسرائیلو سفارت مخې ته مظاهره وکړه او د "فلسطين باید ازاد وي" شعارونه يې ورکول.
د اسپانيا په بارسلونا کې هم د فلسطين ملاتړي سړکونو ته راوتلي وو. دوی د وسلو بنديز، له اسرائیلو سره د اړيکو پرې کولو او د بشري دهليز پرانيستلو غوښتنه کوله.











