د شمالي کوریا مشر ځانمرګو ډرونونو کې د مصنوعي ځيرکتیا کارولو غوښتنه کړې

کېم جونګ اون

د عکس سرچینه، Reuters

د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د نويو ځانمرګو یا چاودېدونکو ډرونونو د الوتنو او موخې ته د رسېدو په ازموینه کې حضور درلود.

ښاغلي کېم جونګ اون د ازموینې په ځای کې د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو ته امر کړی، چې دې وسلو په وده کې له مصنوعي ځيرکتیا کار واخلي.

سوېلي کوریا هم اعلان کړی، دا لومړی ځل دی، چې پیونګ یانګ د ځانمرګي بې پیلوټه الوتکو مخ کتنه کوي.

دغه هېواد زیاته کړې، چې یاده موضوع څاري.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي، د دې هېواد مشر د دفاعي علومو اکاډمۍ او اړونده صنعتي کارخونو په مرکز کې د چاودېدونکو ډرون الوتکو "بریالۍ ازموینه" وڅارله.

د دوي په ټکو یاد ډرون په بریالیتوب سره له مخکې ټاکل شوي واټن ته یې الوتنه وکړه او ځانګړی شوی هدف یې په نښه کړ.

دا چاره د شنبې په ورځ (اګست ۲۴) ترسره شوې ده، خو رپوټ یې تازه خپور شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ښاغلي کېم د نورو چاودېدونکو بې پیلوټه الوتکو، چې ځانګړو عملیاتو کې به وکارول شي د جوړولو غوښتنه کړې.

په دې کې به تر اوبو لاندې چاودېدونکي ډرون، ستراتیژیک پېژندونکي یا د جاسوسۍ ډرون او بریدکوونکي ډرون شامل وي.

رویټرز زیاته کړې، دا ډول وسلې په پراخه کچه د اوکرایین او منځني ختیځ په جګړه کې کارول شوې دي.

یاد مهمات معمولا کولی شي په هوا کې برید ته چمتو شي دا وسلې وروسته له هغه چې خپل هدف پیدا کړي یوې چاودېدونکې ګولۍ سره پرې لګېږي او چوي.

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو لخوا خپاره شوي عکسونه ښيي، چې لږترلږه څلور بېلابېل ډوله ډرونونه دې هېواد کې شته دي.

"د شمالي کوریا بې پیلوټه الوتکو د روسیې او اسرائیلي چاودېدونکو ډرونونو او د ایران له ډرونونو سره یې ورته والی"

کېم جونګ اون

د عکس سرچینه، Reuters

د فرانسې خبري اژانس د کارپوهانو له خولې لیکلي، چې د شمالي کوریا دولتي رسنیو لخوا ښودل شوې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو او روسیې له خوا جوړ شویو چاودېدنکو ډرونونو سره ورته والی لري.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، ښايي شمالي کوریا دغه ټېکنالوژي له روسیې ترلاسه کړې وي او روسیې هم کېدای شي له ایرانه دغه ټېکنالوژي ترلاسه کړې وي، په داسې حال کې، چې ګومان کېږي د ایران اسلامي جمهوریت دا ټکنالوژي له اسرائیلو د هک کولو یا غلا له لارې ترلاسه کړې وي.

د شمالي کوریا د بې پیلوټه الوتکو او د روسیې د بې پیلوټه الوتکو اوهمدارنګه د ایران د بې پیلوټه الوتکو، چې د رپوټونو له مخې روسیې د اوکرایین په جګړه کې کارولې دي د دوی ترمنځ ورته والي په تړاو د سولي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز اعلان کړی، چې لا زیاته ارزونه او تحلیل ته اړتیا ده.

د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو یوه ویاند خبري غونډې ته وویل:

"موږ پوهېږو، چې په تېرو وختونو کې د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ ځینې بې پیلوټه الوتکې د ډالۍ په توګه تبادله شوې خو موږ باید بېلا بېل اقدامات وڅارو."

شمالي کوریا، چې اټومي وسلې لري، له روسیې او ایران سره نږدې اړیکې لري او له دواړو هېوادونو سره د پوځي همکاریو مخینه لري.

پیونګ یانګ او مسکو له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شمالي کوریا له رامنځ ته کېدو راهیسې سره یو موټی دي او په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې له خوا پر اوکرایین له برید را وروسته اړیکې یې نورې هم نږدې شوې دي.

امریکا او سویلي کوریا په ګډه شمالي کوریا تورنه کړې، چې په اوکرایین کې د روسیې جګړې لپاره مهمات او توغندي ورکوي.