شمالي کوریا: د امریکا او سویلي کوریا اټومي تړون به خطر لا جدي‌ کړي

کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

د شمال‍ي کوریا د مشر کېم جونګ اون ځواکمنې خور 'کېم یو جونګ' خبرداری ورکړی چې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ وروستی تړون به د لا زیات جدي خطر لامل شي.

دولتي رسنۍ د هغې له خولې ویلي چې د شمالي کوریا د اټومي دفاع وړتیا باید اکمال ته ورسېږي.‌

امریکا هوکړه کړې چې خپل اټومي اوبتلونه سویلي کوریا کې ځای پر ځای او دغه هېواد د شمالي کوریا له اټومي ګواښ سره مقابلې لپاره خپلو پلانونو کې ورښکېل کړي.

په ځواب کې سویلي کوریا دې ته غاړه ایښې چې پخپله به اټومي وسلې نه جوړوي.

دا هوکړه روانه تېره اوونۍ واشنګټن ډي سي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د لیدنې پر مهال اعلان شوه.‌

اوس کېم یو جونګ دې هوکړې ته په اشارې ویلي چې "دښمنان چې هر څومره ډېر د اټومي جګړې په تمرینونو پورې نښتې وي او هر څومره ډېرې اټومي وسلې د کوریا ټاپو وزمې شاوخوا ځای پر ځای کوي، نیغ په نیغه هماغه اندازه د ځان دفاع لپاره زموږ حق پیاوړی کېږي."

هغې زیاته کړې چې د دغه ګام پایله کې به یوازې د شمال ختیځې اسیا سوله او ثبات له لار ډېر خطر سره مخامخ شي.‌

د اغلې کېم په اړه ویل کېږي چې د شمالي کوریا د واکمن کارګر ګوند مرکزي کمېټه کې ځواکمن ځای او د رپوټونو له مخې پر خپل ورور کېم جونګ اون پام وړ نفوذ لري.‌

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

چین هم پر خپل وار "په لوی لاس د کړکېچ ډېرولو، د تقابل راپارولو او خطر سره د لوبو" د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.‌

جو بایډن بیا سویلي کوریا سره دا تړون ستایلی او ویلي یې دي‌ چې دا به د شمالي کوریا د برید مخنیوي کې د دوی ترمنځ همکاري پیاوړې کړي.

د سویلي کوریا ولسمشر 'یون سوک یول' هم ویلي چې دا تړون د اټومي وسلو د کارولو له لارې د خپلو متحدانو د ساتنې او پر هغوی د برید مخنیوي لپاره د امریکا بې سارې ژمنتیا ښيي.

امریکا به د دې هوکړې او ژمنتیا له مخې تېرو ۴۰ کلونو کې په لومړي‌ ځل سویلي کوریا ته پر اټومي ځواک یو سمبال اوبتل، اټومي بم غورځونکې الوتکې او نور اړوند وسایل واستوي.‌

سویل کې سیاستوالو له اوږدې مودې راهیسې له امریکا غوښتل چې دوی په دې اړوند پلانونو کې لا ډېر ورښکېل کړي، چې د شمالي کوریا پر خلاف اټومي وسلې څنګه او څه وخت کارېدلی شي.