د بریتانیا لومړی وزیر: اونیو کې به ځینې کډوال فرانسې ته ستانه کړو

د عکس سرچینه، PA News
د بریتانیا حکومت لوړ پوړي چارواکي په دې باور دي، چې دوی د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره د یوې داسې هوکړې د پرمختګ په درشل کې دي، چې پر بنسټ به یې فرانسه ځينې هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې د انګلیس تنګي له لارې بریتانیا ته راځي، بېرته فرانسې ته ستانه کړي.
هغه وویل، ناقانونه کډوالي "یو نړیوال کړکېچ، د اروپايي ټولنې بحران او زموږ د دواړو هېوادونو لپاره یو سرخوږی" دی.
له ۲۰۱۸ کال راهیسې، کله چې د کډوالو شمېر راټولول پیل شول، تر اوسه له ۱۷۰,۰۰۰ ډېر کسان په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته رسېدلي دي. سږ کال دا شمېرې بېسارې لوړې شوې دي او یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نژدې ۲۰,۰۰۰ کډوال بریتانیا ته رسېدلي دي.
مکرون وویل، دا پلان به له بېرته استولو پرته هم "د مخنیوي اغېز" ولري.
هغه دا هم زیاته کړه چې بریگزټ د بریتانیا لپاره د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې مبارزه ستونزمنه کړې ده او ویې ویل چې بریتانوی ولس ته "یوه دروغجنه ژمنه ورکړل شوې وه... دا چې ستونزه اروپا ده".
د کوچنیو کښتيو د تړون ځینې جزئیات، لکه دا چې بریتانیا به څنګه پرېکړه کوي څوک بېرته فرانسې ته واستوي، لا هم نه دي روښانه، خو داسې اټکل کېږي چې دا ازمایښتي پلان به له بالغو کسانو سره پیل شي.
هغه کسان چې په فرانسه کې ژوند کوي خو غواړي بریتانیا ته لاړ شي، کولای شي د انلاین پلاتفورم له لارې د پنا غوښتنې لپاره خپله لېوالتیا وښيي.
هغو کسانو ته به لومړیتوب ورکول کېږي چې د انساني قاچاقبرو له ډېر اغېزمنو هېوادونو وي، یا له بریتانیا سره اړیکې ولري.
د خبري ناستې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې، حکومت وویل چې دا موافقه به "د اروپايي کمیسیون او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له بشپړ قانوني څېړنې، روڼتیا او تفاهم وروسته لاسلیک شي".
ځینې نور اروپايي هېوادونه – لکه اسپانیا او ایټالیا – ممکن اندېښنه ولري چې بېرته استول شوي کډوال به وروسته دوی ته واستول شي. د اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې، هغه کسان چې بېرته فرانسې ته استول کېږي باید په هغه لومړي اروپايي هېواد کې د پنا غوښتنه وکړي چې دوی ورته رسېدلي وي، چې دا ډېری وخت د مدیترانې له ساحلي هېوادونو سره تړاو لري.
سر کېیر وویل: "دلته کومه یوه معجزه حللاره نشته، خو که یو موټی هڅه وکړو، نوې تګلارې غوره کړو او پیاوړی هوډ ولرو، نو بالاخره کولای شو وضعیت بدل کړو."
تر بېرته استولو د ازمایښتي پلان سربېره، هغه دا هم ژمنه وکړه چې د ناقانونه کار پر وړاندې به "کلک ګامونه" پورته شي، څو هغه دندې چې قاچاقبران له کډوالو سره ژمنه کوي "نورې موجودې نه وي".
حکومت ویلي، پلان لري چې په هغو سیمو کې چې ناقانونه کار ډېر دی، لکه د سپارښتنو (ډیلیوري) موټرچلوونکي، جدي اقدامات وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
مکرون وویل، دواړه هېوادونه به د کډوالو د اصلي او ترانزیت هېوادونو په کچه "ګډ اقدامات لا پیاوړي" کړي.
خو د فرانسې د دغې کړنې په بدل کې به بریتانیا له یاد هېواده د هغو پناغوښتونکو منل ومني، چې غواړي دغه ته راشي او دلته د راتګ مستحق وي.
خو کله چې هوکړه اعلان شي، نو تر ټولو مهم تور به پکې د "مخنیوي" کلمه وه، چې د ټولو به ور ته پام وي.
د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر وویل، له فرانسوي ولسمشر سره په دې سلا شوی چې د جرمي کړیو د چال ـ چلند له منځه وړلو لپاره یوه نوي مخنیوونکي اقدام ته اړتیا ده.
اوس لویه پوښتنه دا ده، هغه څه چې پرې هوکړه شوې، د دې وړتیا به ولري، چې په لنډمهاله کې په کوچنیو کښتیو کې د راتلونکو د را تګ مخنیوی وکړي؟
تمه کېږي، چې د دغې ازماېښتي هوکړې په پایله کې به په اونۍ کې کابو ۵۰ کډوال بېرته فرانسې ته ستانه شي او په بدل کې به یې بریتانیا په فرانسه کې د پنا غوښتونکو ور ته شمېر هغه کډوال، چې بریتانیا ته د راتګ قانوني قضیه ولري، ومني.
د بریتانیا محافظه کار ګوند په ګډون پر دغې هوکړې ځینې نیوکه کوونکي وايي، دا به د هغو کسانو شاوخوا ۵٪ وي چې اوس بریتانیا ته د راتګ هڅه کوي. نو په وینا یې دا چاره به د مخنیوي یوه نیمګړې هڅه وي.
محافظه کارګوند هغه خنډ ته اشاره کوي چې دوی پلان درلود، روانډا ته کډوال ولېږي، خو یاد پلان هغه وخت لغوه شو، کله چې کارګر ګوند ټاکنې وګټلې.
دا هوکړه به د فرانکو بریتانوۍ ډیپلوماسۍ کې نوی پیل وي او تمه کېږي، فرانسه به د هغو کسانو بېرته ستنولو ته لېواله کړې، چې له کراس تنګي بریتانیا ته راځي.
د هوکړې پایلې به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې ولیدل شي او بریالیتوب به یې پر دې بنسټ وارزول شي، چې بریتانیا ته د راتلونکو کډوالو په شمېر کې څومره کمښت راوتلای شي. که د را تلوونکو شمېر کمی را نه ولي، نو لږ تر لږه د چینل په دې اړخ کې به د ناکامي هوکړې په سترګه ور ته وکتل شي.











