پر ښځو کاري محدودیتونه؛ ژباړې ځینو افغان ښځو ته کور کې کاري فرصتونه برابر کړي

د عکس سرچینه، Fatima
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي پښتو
نن د سپټمبر ۳مه د ژباړې نړیواله ورځ ده، په دې پلمه بيبيسي افغانستان کې ځینو هغو ښځو سره غږېدلې چې د طالبانو حکومت له خوا پر ښځو د کاري محدویتونو سربېره ژباړې کوي او له دې درکه پیسې ګټي.
"فریلانس ژباړنه یم. بېلابېلو کمپینو سره کار کوم. کله د ورقې او کله بیا د کلیمې پر سر پیسې راکوي. زما ژباړه تل له انګریزي پښتو او دري ژبو ته وي او یا برعکس."
فاطمه (مستعار نوم) ۳۱ کلنه ده او په ۲۶ کلنۍ کې یې ژباړه پیل کړه او له دې درکه به یې خپله کوچنۍ درې کسیزه کورنۍ پیسې برابرولې. هغه د خپلې مور او دوو کوچنیو وروڼو یوازینۍ نفقه ګټونکې ده.
هغه وايي، د ژباړې په مرسته نه یوازې خپلې مورنۍ ژبې (پښتو) ته خدمت کوي بلکې د عاید یوه ښه سرچینه یې ده.
"ژباړه کوم او له دې درکه پیسې ترلاسه کوم. داسې وخت راغلی چې ما په میاشت کې تر اویا زره روپیو هم پکې اخیستي. دا تر ټولو ښه حس دی کله چې زه د هغه چا اړتیاوې پوره کوم، چې پر ما تکیه دي. دا خورا لویه نېکمرغي ده."
فاطمه چې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې لري، وايي غیر رسمي ژباړې یې د پوهنتون له وخته کولې او "له نورو رفرېنسونو" به یې مالومات پښتو ته راژباړل، خو کمپینو سره یې په رسمي ډول ژباړه ۲۰۲۲ کال لومړیو کې هغه مهال پیل کړه چې د کورونا وبا له وېرې د نړۍ ټول انسانان په کور ناستي ته اړ شوي وو.
"ژباړې سره مې زړه تنګون او ذهني فشار کمېږي"
د ۲۰۲۱ کال اګست کې افغانستان کې د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو راهیسې له زدکړو سربېره پر نجونو او ښځو کار برخه کې هم ګڼ محدودیتونه لګېدلي دي.
ډېر شمېر دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو منع کړي او په نا دولتي ادارو کې هم د ښځینه کارمنانو شمېر د پخوا پرتله پام وړ کم شوی.
دا محدویتونه ښايي ځینو ته د هر څه د پای ته رسېدو په مانا وي، خو یو شمېر ښځې بیا د کور له څلورو دېوالونو هم د خپل ځان په ګټه کار اخلي او د خپل روښانه راتلونکي لپاره زیار کاږي.
هغه زیاتوي، ژباړې یې د پام په بدلولو کې هم خورا مرسته ورسره کړې او یوه شېبه یې له هغه کړاو او اندېښنو فکر په بله اوړي، چې اوس په سلګونه زره نجونې او ښځې ورسره مخ دي:
"ژباړه چې کوم زړه تنګون او ذهني فشار مې ورسره کمېږي. پوهېږم په ښځو د ژوند کړۍ ډېره راتنګه شوې، خو دوی دې هیلې نه بایلي که موږ هڅه وکړو هر څه ممکن دي."
سخت شرایط او د افغان ښځو هڅې
په افغانستان کې ډېرې نجونې د خپلې علاقې او شوق له مخې ژباړې کوي، ادبیاتو، ارواپوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې د خپلې خوښې کتاب غوره کوي او پښتو یا دري ژبو ته یې ژباړي.
اسما یوه بله هغه افغانه ژباړنه ده، چې یوې کمپنۍ سره په بیه ژباړه کوي او له همدې لارې د کورنۍ لګښتونو کې مرسته کوي:
"درې ماشومان لرم. دوه مې لورګانې دي. یوه یې درې کلنه او بله د دوو میاشتو ده. مېړه مې دوکانداري کوي زه وخت ناوخت ژباړه کوم او د کور مصرف پوره کوو."
اسما نهه ویشت کلنه ده او پښتو ادبیاتو کې یې تر لیسانس کچې زدکړې کړي.
وايي، له کوره وتل او کار کول ورته سخت وو. په دویم ماشوم میندواره وه او بله لور یې هم کوچنۍ وه. اقتصادي ستونزې یې لرلې او اړه وه چې کار وکړي:
"ځینو کسانو راسره مرسته وکړه چې د ژباړې یوې کمپنۍ سره کار پیل کړم، مواد یې ډېر د ښځو اړوند دي هم زما د عامه پوهاوي په لوړولو کې مرسته کوي هم زدکړه ترې کوم او هم پرې پیسې ګټم."

د عکس سرچینه، Getty Images
اسما چې د ژباړې د کار تر څنګ د ماشومانو روزنه او پالنه او د کور نورې چارې هم ور له غاړې دي وايي، ډېر کله د شپې ناوخته ژباړه کوي. "د ورځې چې کله ماشومان ویده کړم او د کور بله کومه بوختیا نه وي ژباړې ته کېنم."
د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېدل او بې خوبي ښايي د دغې مور پر ورځني او کورني ژوند هم اغېز ولري، خو په وینا یې: "شکر چې زدکړې مې کړي. خوشاله یم چې کور هم پیسې ګټلې شم، لوستې ښځې که په هر ځای کې وي خو چې کوښښ وکړي او زحمت وباسي خامخا ځان له سختۍ خلاصولی شي."
اسما وايي مسلکي ژباړه یې پوهنتون کې زدکړې او نېکمرغه ده چې د خپل مسلک او زدکړو له درکه خپله کورنۍ چلوي.
"ستونزې او ننګونې"
فاطمه چې طبابت، ساینس، اقتصاد، ادبیاتو، ارواپوهنې او نورو علومو برخه کې کلونه ژباړه کړې او په دې برخه کې د اسما پرتله ډېره کاري تجربه لري وايي، ژباړه د فرصتونو تر څنګ ستونزې او ننګونې هم لري.
دا وايي، کمپینو سره د ژباړې برخه کې کار ډېر وي خو دغو کمپینو ته د ښځو لاسرسی سخت دی.
د هغې په وینا: "مارکېټ ته لاسرسی او کمپنیو سره د ښځو اړیکه سخته ده، ډېرې ښځې اوس هم د نارینه و په رېفرېنس ژباړې اخلي. ښځو ته په خپلواک ډول کار نه ورکول کېږي. زه خپله چې له هرې موسسې ژباړه اخلم د یوې کمپنۍ له خوا ورته معرفي کېږم."

د عکس سرچینه، Fatima
هغې په دې برخه کې بله ستونزه د ژباړل شویو اثارو فهرست ته نه لاسرسی یاد کړی چې ژباړونکي ورسره مخ دي.
افغانستان کې د ژباړې ځینې لوی انستیتیوتونه او مرکزونه شته، چې هم مسلکي کسان روزي او هم ځینو موسسو او بنسټونو سره اړیکه کې دي چې ژباړونکو ته دې برخه کې کاري فرصتونه برابروي او ژباړې ورکوي.
خو متخصص وايي، افغانستان کې ژباړې لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.
کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې استاد پوهاند اجمل ښکلی وايي، ژباړه د فرهنګي بډاینې ښه لار ده: "افغانستان کې د ژباړې لپاره امکانات، منابع او شرایط ډېر کم دي په هر لحاظ، که امکانات برابر شي ژباړې ترویج سره به ډېره مرسته وکړي."
ځینې ژباړونکي بیا وايي، د پخوا پرتله اوس له بهرنیو ژبو ژباړل ډېر شوي او د ژباړې کیفیت هم ورسره ښه شوی، خو په تخصصي برخو کې ژباړه لا هم کمه ده.
"پخوا مې ژباړه کوله خو اوس کار نشته"

د عکس سرچینه، Walwala Dehqan
۲۶ کلنه ولوله دهقان یوه بله ازاده ژباړونکې ده. هغه په بغلان کې اوسېږي او ژباړې برخه کې یې شپږ کاله کار کړی.
نوموړې دولتي دارالمعلمین کې پښتو ژبو او ادبیاتو کې دوه کلنې زدکړې کړي، خو وايي د اقتصادي ستونزو له امله یې خپلې لوړې زدکړې بشپړې نه شوې کړای.
نوموړې یوه ادارې ته چې د یونیسکو او نورو بهرنیو خیریه بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېده ژباړې کولې او د ماشومانو ادبیاتو برخه کې یې کار کاوه، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې کار بند شو.
"له دري ژبې به مې پښتو ته ژباړې کولې، پیسې به یې کله ډېرې وې کله کمې خو مهمه دا وه چې ذهني پلوه ارامه وم او خپله کورنۍ مې چلوله."
واک ته د طالبانو له رسېدو سره له شپږم پورته د مکتبۍ نجونې پر زدکړو د بندیز سربېره د ښځو پر کار هم محدودیتونه وضع شول او ګڼې ښځې په کور ناستې ته اړې کړل شوې.











