"زما ګران کابله"؛ د جمهوریت له پرځېدو وروسته د افغانو ښځو لیکل شوی کتاب چې لندن کې چاپ شو

- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي پښتو
"زما ګران کابله، لاسونه دې راکړه، سر دې زما پر اوږه کېږده او مه وېرېږه. ته یوازې نه یې، مونږ ټول درسره یوو."
دا له کابل سره د مریم (مستعار نوم) د خواخوږۍ او ډاډګېرنې خبرې دي، چې له د جمهوریت له پرځېدو وروسته یې ورته کوي. ښايي پر کابل یې هغه درد چې دا یې حس کوي، نه لورېږي او ډاډ ورکوي.
دا د هغو ۲۱ افغانو ښځو له ډلې ده، چې لندن کې یې پر کیسو په انګریزۍ ژبه کتاب چاپ شو.
د کتاب نوم هم د مریم له همدې پورتنۍ خبرې اخیستل شوی.
My dear Kabul (زما ګران کابله) په کتاب کې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د یوه کال په موده کې د دغو ۲۱ افغانو ښځو کیسې لیکل شوي.
دا کتاب لندن کې د انټولډ نرېټیفز بنسټ له خوا چاپ شو.
مریم ۲۵ کلنه ده او له موره معلوله زېږېدلې. نوموړې د کابل پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې زدکړې کړي او په ویلچیر کې ګرځي.
د مریم په څېر د دغه کتاب ټولو ښځینه لیکوالانو لوړې زدکړې کړي او کلونه یې په بېلاېبلو برخو کې فعاله ونډه لرلې.
دا ښځې چې عمرونه یې د ۲۳ او ۳۷ کلونو تر منځ او دوه یې ۵۸ او ۴۷ کلنې دي، ټولې لیکوالانې دي، خو یو شمېر یې بیا د لیکوالۍ سربېره خبریالانې او د ښځو د حقونو فعالانې هم دي.
"نجونو چېرې يئ؟"

کتاب د مریم پر دې پیغام، چې د ۲۰۲۱ کال اګست پر پنځلسمه یې تنکۍ غرمه په یوولس نیمې بجې په وټس اپ ګروپ کې کړی، پیلېږي. ورپسې هره یوه مېرمن د خپل کور سېمې او ګاونډ حال وايي، چې څه روان دي.
- مریم: نجونو چېرې یئ؟ هیله ده خپل حال راسره شریک کړئ، چې څنګه یئ؟ زه کور کې یم او انټرنټ هم ډېر خراب دی.
- نورا: هره خوا چې ګورو بد خبرونه اورو...
په دې ګروپ کې یادې ښځې د کابل له سقوط نیولې بیا د کابل هوايي ډګر کې تر ګډوډۍ او بهر ته د سلګونه زره کسانو د وتلو هڅې، د ښوونځیو تر بندېدو، له کاره د ښځو تر منع کولو او د طالبانو حکومت له خوا "د کور په کور تلاشۍ" سربېره د ژوند د هغه کړاو کیسې شریکې کړي، چې دوی د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ورسره مخ شوي او عیني شاهدانې یې تېرې شوي دي.

د دغه کتاب مخکتنه د لندن په لوی برېټش کتابتون کې وشوه، چې د بریتانیا له بېلابېلو برخو ورته په لسګونه کسان راغلي وو.
د دغه کتاب یوه لیکواله له سمنګانه بتول حیدري ده. بتول ارواپوهنې برخه کې تر دوکتورا زدکړې کړي او د کابل پوهنتون استاده پاتې شوې.
نوموړې چې اوس لندن ته راغلې وايي، د هغې شېبې کیسه یې په دې کتاب کې لیکلې، چې کله یې د طالبانو حکومت پر دولس کلنې لور د ښوونځي دروازې وتړلې او دې یې "چیغې او فریاد" اورېده.
هغه چې د درېیو اولادونو مور ده، وايي: "ډېره سخته شېبه وه. ما مې د خپلې دولس کلنې لور چیغې په خپلو غوږو اورېدې. غم، وېره او خپګان یې ټول زما په مخ کې تېر شو. ما دا هر څه ولیکل."
بتول وايي، خوشاله ده چې کیسې یې انګریزۍ ته ژباړل شوې او د نړۍ په کچه به یې خلک ولولي.

"خوشاله یم چې زمونږ کیسې یوې داسې ژبې ته وژباړل شوې او د کتاب په بڼه چاپ شوې، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې یې خلک لوستلی شي. د دې کتاب په لوستلو به ټوله نړۍ پوه شي پر افغانو ښځو څه تېرېږي."
د یاد کتاب یوه بله لیکواله چې د خوندیتا لپاره یې نوم نه یادوو، وايي، د کتاب په چاپ خوشاله ده، او زیاتوي چې "دا زما د هېواد د تاریخ یوه برخه ده چې ثبت شوه."
د کتاب په یوه بل ځای کې لیکوالې نجیلا (مستعار نوم) چې د لمسیانو څښتنه ده او د پخواني حکومت کارمنه وه، لیکي: "په دې ورځو کې کار ته نه شم تللی، ځکه مې پرېکړه وکړه چې خپل کلي ته چېرې مې چې مور زېږېدلې، په یوه لنډه سفر لاړه شم. زه د لمسیانو څښتنه شوم، خو د جګړې او نا امنۍ له امله تر اوسه هغه ځای ته نه یم تللې، ځکه چې ما په حکومت کې کار کوو او هغه ځای زما لپاره امن نه و."
"ما هرې کېسې ته ژړلي"

نګین کرګر چې یاد بنسټ سره د ژباړنې په توګه کار کوي، بي بي سي ته ویلي، د ژباړې پر مهال یې روان اغېزمن شوی او د طالبانو لومړۍ دورې سختې ورځې یې ور په زړه کړې دي.
"په دې کتاب کې مې د یوې افغانې ښځې درد وموند، هغه درد چې د محصلې پر مخ پوهنتون تړل کېږي. د یوې مور بچي له ښوونځي منع کېږي. ما هم پخوا دغسې حالات تېر کړي او داسې وه لکه هغه تروما چې بېرته په ما راغلې وي. ما هرې یوې کیسې ته ژړلي."
د کتاب پر پوښ ونه

د کتاب پر پوښتۍ، ونه د مریم د کور په انګړ کې د بوهي ولاړه ونه ده.
د مریم د سختو شپو او ورځو یوازینی مخاطب چې له سقوط وروسته ورته خپل زړه تشوي او لیکل ورته کوي، خپله همزولې همدا ونه ده. مریم خپلې ټولې ګیلې او کیسې همدې ونې ته کوي.
دا ونه په دغه کتاب کې د سمبول په بڼه یاده شوې.
د کتاب په یوه ځای کې مریم لیکي: "د بهي د ونې تر ټولو ټیټې څانګې ته لاس وروړم چې یو پوخ زېړ بوهي ترې راوشکوم، خو لاس مې بیا هم نه ور رسېږي، ځکه چې زه په ویلچیر کې ناسته یم. پوهېږم چې نور تللي، نورو هېوادونو ته تللي دي چې خوندي و اوسي، خو زه آن نه شم کولی دې ونې ته لاس ورسوم. زه به دې ونې ته په مني کې هم ګورم چې میوه یې خلاصه شوې وي. پاڼې یې زېړې شي او ولوېږي، د مني د سختو بادونو پر واندې به یوازې ولاړه وي او بیا به یې بېرته رازرغونېدل، غوټۍ کېدل او ګلان هم وینم..."

د بنسټ مشره لوسي انا وايي، دوی هغو ښځینه لیکوالانو سره کار کوي چې د ټولنې له خوا یا د جګړې له امله څنډې ته شوې وي.
د نوموړې په وینا، مونږ د نړیوالو ژباړونکو او ایډېټرانو په مرسته دغو لیکوالانو سره له نږدې کار کوو، چې په سیمه ییزو ژبو لیکل شویو کیسو ته یې وده ورکړو او د نړۍ په کچه یې خلکو ته ورسوو."
د دغه کتاب ځینې لیکوالانې اوس په بېلابېلو هېوادونو کې اوسېږي.
دغه بنسټ د دې کتاب له چاپ وړاندې د Rising after the fall (له لوېدو وروسته راپورته کېدل) او My pen is the wing of a bird (زما قلم د یوې مرغۍ وزر دی) په نامه دوه نور کتابونه هم چاپ کړي دي.
په دې کتابونو کې هم د افغانو ښځينه لیکوالانو کیسې په انګریزۍ راوړل شوې دي.
د زما ګران کابله کتاب چې په یوه ټوک کې چاپ شوی، ۳۴۰ مخه لري او په موسمونو(مني، ژمي، پسرلي او اوړي) ویشل شوی. هر موسم یې چې څو جلا سرلیکونه لري د بوهي د ونې په اړه د مریم په څو جملو پای ته رسېږي.
کتاب د مني په موسم پیل دی او په اوړي، چې د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ کالیزه ده د مریم او نیلوفر پر یو مکالمې پای ته رسېږي.











