ایګبو ژبې ته ژباړل شوی قران کریم لومړی ځل چاپ شو

محمد مورتالا چوکویومیکا

په نایجریا کې لومړی ځل هغه قران کریم چاپ او خپور شوی، چې د یوې ځايي ژبې ایګبو ژباړه هم ورسره لیکل شوې ده.

په همدې مناسبت د نایجریا پلازمېنې ابوجا په انصار الدین جومات کې یو لړ مراسم ترسره شول.

ایګبو ژبې د قران کریم ژباړن محمد مورتالا چوکویومیکا بي بي سي ته وویل، له عربي یې ایګبو ته د ټول قران کریم ژباړه په پنځو کلونو کې بشپړه کړه.

ایګبو ژبه د نایجریا په سویل ختیځو سیمو کې ویله کېږي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسیحیان دي.

نایجریا د افریقیا تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، چې په شمال کې یې ډېری مسلمانان او په سویل کې یې اکثریت مسیحیان اوسي.

ایګبو ژبې ته د قران کریم ژباړه کوونکی محمد مورتالا چوکویومیکا په ۱۹۸۹ کال کې مسلمان شوی او له اسلامي زدکړو وروسته دیني عالم شو.

نوموړي وویل، ایګبو ژبې ته د ژباړل شوي قران کریم سلګونه ټوکه یې د دې لپاره چاپ کړي، چې د ایګبو ژبې ویونکو ''خویندو او وروڼو ته د الله تعالی پیغام ورسېږي. ''

د یادونې ده، چې دوو نورو ځايي ژبو هوسه او یوربا ته له مخکې قران کریم ژباړل شوی دی، چې په نایجریا کې ګڼ شمېر ویونکي لري.