د 'قران درس' تابلو په نژدې ۶ میلیون ډالره پلورل شوې

ترکي تابلو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تابلو "د قران زدکړه" په لندن کې شاوخوا په ۶۴۰ ،۴ میلیونه پونډه (۹۲،۵ میلیونه ډالره) په یوه لیلام کې پلورل شوې ده.

د ترکي نقاش عثمان حمدي بک تابلو "د قران زدکړه" په لندن کې شاوخوا په ۶۴۰ ،۴ میلیونه پونډه (۹۲،۵ میلیونه ډالره) په یوه لیلام کې پلورل شوې ده.

په دې لیلام کې ګڼې نورې د اروپايانو او ختیځوالو نقاشانو لوحې هم د پلور لپاره وړاندې شوې وې، خو د دغه ترکي رسام نقاشي تر ټولو په لوړه بیه پلور شوې.

ور سره حمدي بک د خپل فرانسوي استاد جان لیون جیروم پر نقاشيو هم برلاسی شوی.

ښاغلي جیروم هم په دې لیلام کې د خپلو نقاشیو ټولګه پلور ته وړاندې کړې وه، خو یوه تابلو یې "اسونه له صحرا تیریږي" په څه باندې درې میلیون پونډه پلورل شوې ده.

تابلو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، "اسونه له صحرا تیریږي" په څه باندې درې میلیون پونډه پلورل شوې ده

بله تابلو "د یافا بازار" چې د جرمن نقاش یا انځورګر ګوسټاف باورنفیند ده هم په لوړه بیه (3.7 پونډه) پلور شوې ده.

د "قران درسونه" تابلو د ترکي رسام عثمان حمدي بک ده، نوموړي د (۱۸۴۲-۱۹۱۰) کلونو ترمنځ ژوند کاوه او یو نامتو نقاش و.

د دې تابلوګانو پېر او پلور دا ښيي چې د ختیځوالو هنر ته پام ور اوښتی.

تابلو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بله تابلو "د یافا بازار" چې د جرمن نقاش یا انځورګر ګوسټاف باورنفیند ده هم په لوړه بیه (3.7 پونډه) پلور شوې ده.

نه یوازې په اروپايي یا نورو غربي هېوادونو کې دغه هنري اثرونه بازار لري، بلکې په خپله منځني ختیځ کې هم ځانګړي مینه وال لري او د دوی ترمنځ د هنري اثرونو سیالي روانه ده.

تر ډېره دغه اثرونه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي لوفر او د قطر موزیمونو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

د اروپا د ۱۹ پېړۍ د هنرونو د بنسټ سودبېز مشر کلوډ بېننګ وايي، ۷۵ سلنه هغه کسان یا بنسټونه چې هنري اثرونه یا تابلوګانې پېري د اسلامي هېوادونو اړوند دي.