اپل شرکت په چین کې د قران کریم اړوند خپل اپلیکشن غیر فعال کړی

قران مجید اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیمز کلیټون
    • دنده, شمالي امریکا کې د تکنالوژۍ برخې خبریال

اپل شرکت بي بي سي ته منلې چې د چینايي چارواکو په غوښتنه یې په چین کې د قران کریم تر ټولو مشهور اپلیکشن غیر فعال کړی دی.

د قران مجید په نامه دا اپلیکشن د نړۍ په لر او بر کې د اپل له اپليکشن زېرمې ترلاسه کېدای شي او نژدې ۱۵۰ زره کسانو پرې خپل نظر ورکړی دی.

اوس اپل مسوولین وايي، چینايي چارواکو ورته ویلي، دا اپلیکشن 'غیر قانوني مذهبي لیکنې ' لري او له همدې کبله غیر فعال شوی دی.

چینايي چارواکو په دې هکله د نظر څرګندونې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

د دې اپلیکشن لېرې کېدو ته لومړی ځل د اپل سانسور شپ په نامه وېبپاڼې مسوولینو پام اوښتی، چې د نړۍ لر او بر کې د اپل اپلیکشنونو زېرمې مواد څاري.

د دې پاڼې پروژې مدیر بنیامن اسماعیل وايي:

''اپل همدا اوس د بیجینګ سانسور په ادره بدل شوی دی. دوی باید سمه لاره ونیسي او بیا چې د چین حکومت هر څه کوي، باید ورسره مخامخ شي. ''

د قران مجید په نامه اپلیکشن اړوند پاڼې تصویر
د عکس تشریح، د قران مجید په نامه اپلیکشن اړوند پاڼې تصویر

که څه هم د چین واکمن کمونیست ګوند، اسلام په چین کې رسماً د یوه دین په توګه مني، خو چینايي چارواکي د دغه هېواد په شینجیانګ ایالت کې د مسلمان ایغور لږکۍ اړوند کسانو په ډله ییزه وژنه او دغه راز له بنسټیزو حقونو په سر غړوونه تورن دي.

د سږ کال لومړیو کې د بي بي سي یوه رپوټ کې وویل شول، چې چینايي چارواکو په شینجیانګ کې په ځانګړې توګه د ایغور توکمو امامان په نښه کړي دي.

اپل د قران مجید اپلکیشن لېرې کېدو په هکله څه نه دي ویلي، خو بي بي سي ته یې د خپلې تګلارې کتلو وویل، چې پکې راغلي دي:

''موږ له حکومتونو سره د نظر توافق نه درلودلو په صورت کې هم باید د هغو هېوادونو قانون عملي کړو، چې فعالیت پکې کوو. ''

خو دا څرګنده نه ده چې اپل په چین کې له کوم قانونه سرغړوونه کړې، ځکه قران مجید اپلیکشن مسوولینو لیکلي، ''د نړۍ لر او بر کې ۳۵ میلیونه مسلمانان باور پرې کوي. ''

بي بي سي د قران مجید اپلیکشن له چمتو کوونکو سره اړیکه ونیوه، خو په دې هکله یې غبرګون نه دی ترلاسه کړی.

د یادونې ده، چې روانه اونۍ اپل په چین کې د 'زیتونه ونه ' په نامه یوه بل مذهبي اپلیکشن هم غیر فعال کړی چې انجیل خپروي.

د دې اپلیکشن چمتو کوونکو هم تر اوسه په دې هکله څه نه ویلي.