د ژباړې نړیواله ورځ؛ پښتو ته ژباړه کوم وضعیت کې ده؟
نن د سپټمبر میاشتې ۳۰ نېټه ده چې د ژباړې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. افغان ژباړن او خپرندویان وايي، د پخوا پرتله اوس له بهرنیو ژبو ژباړل ډېر شوي او د ژباړې کیفیت هم ورسره ښه شوی، خو په تخصصي برخو کې ژباړه لاهم کمه ده.