۱۳۰۰ فعالان، سینماګر او ټولنیز فعالان: له افغانانو سره غیرانساني چلند بند کړئ

د عکس سرچینه، EPA
تر ۱۳۰۰ ډېرو فعالانو، سینماګرانو، خبریالانو او د ایران او افغانستان وګړو په یوه پرانستي لیک کې له ایرانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره ناانساني چلن ودروي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ له ۱۲ ورځني جګړې وروسته، د افغان کډوالو نیونه او ایستل له ایرانه خورا ډېر شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، ان د دې جګړې په ورځو کې هم د افغانانو نیونه هېڅکله درول شوې نه وه.
د مسعود پزشکیان حکومت تېر کال اسد/زمري په میاشت کې هغو افغانانو ته چې "ناقانونه" ګڼل کېدل، له هېواده د وتلو ضربالاجل وټاکه، خو د ایران او اسرائیلو تر جګړې وروسته دا بهیر بې ساری سخت شوی دی.
په تېره چهارشنبه د فعالانو، سینماګرو، خبریالانو او د ایران او افغانستان وګړو په یوه ګډ لیک کې راغلي: "په ایران کې د افغان ځپنې څپه چې په تېرو میاشتو کې په ډېرېدونکې توګه پراخه شوې وه، اوس د اسلامي جمهوریت حکومت له لوري تر زښت لوړ کچې رسېدلې ده."
د دې لیک د لاسلیکوونکو په منځ کې مشهور نومونه لکه ترانه علیدوستي، باربد ګلشیري، حسام سلامت او ژیلا بنيیعقوب د سلګونو نورو امضاګانو تر څنګ لیدل کېږي.
هغوی ویلي دي: "هغه افغان کډوال چې تر پرون پورې د بېثباته دلیلونو لکه «د نفوس د ترکیب بدلون»، «د بېکارۍ د کچې لوړوالی او د ایران په ټولنه کې د اقتصادي ستونزو زیاتوالی"، "د جرمونو او جنايتونو زیاتوالی" او نورو جګړهمارو دلایلو په اساس شړل کېدل، اوس د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته په یوه نوې او بېاساسه تور سره مخ شوي دي.
په لیک کې راغلي اوس بې ګنا او هغه وګړي چې غږ یې څوک نه اوري له "اصلي جاسوسانو او نفوذي شبکې" سره په تړاو تورن شويدي، چې د اسرائیلو د جنايتکارانه برید غچ له تر ټولو بېغږه او مظلوم اقلیت کډوالو واخلي. دا تور نه یوازې پر څو کسانو یا څو ډلو پورې محدود دی، بلکې پر ټولو افغانانو پورې تړل کېږي."

د عکس سرچینه، EPA
په دې لیک کې د دولت او پولیسو لخوا کارول شویو طریقو او همدارنګه د ځینو جرمونو او مقرراتو د سرغړونو تور پر ټولو هغو افغانانو لګول شوی چې په ایران کې اوسېږي- که قانوني دي یا ناقانونه. دوی له "د اسلامي جمهوري حکومته" غوښتي چې "په ایران کې له افغانانو سره غیرانساني چلن ژر تر ژره ودروي."
د دې لیک امضا کوونکو فعالانو په پای کې د ایران له وګړو هم غوښتنه کړې چې "د دې ښکاره ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نشي" او له مدني لارو چارو خپله "چوپتیا او بېتفاوتي ماتې کړي."
په همدې حال کې، په ایران کې مېشت افغانان وایي د شړلو له نوې څپې د رسنیو تبلیغات او ان عامه هڅونې هم ملې دي او د افغانانو په اړه چې اسناد نه لري د راپور ورکولو غوښتنه کوي.
ډېر افغانان وايي په کوڅو او بازارونو کې ورسره د "اسرائیلو جاسوس" په څېر په شعارونو دوی ته سپکاوی کېږي.
په تېرو یوه کال کې پر ټولنیزو شبکو هم د "افغانځپنې" منځپانګو خپرول په څرګنده توګه زیات شوي دي، داسې چې ځینې مشهورې هنري او ټولنیزې څېرې د خپلو کډوال ځپونکو څرګندونو له امله د انسټاګرام او نورو ټولنیزو شبکو د کارنو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
د ایران وزیر: له مارچ ۲۰۲۵ راهیسې ۴۰۰,۰۰۰ ناقانونه کډوال ایستل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمنی اعلان کړی چې له ۲۰۲۵ زېږديز کال د مارچ میاشتې، یعنې د نوي هجري لمریز کال له پیل راهیسې، نژدې ۴۰۰,۰۰۰ ناقانونه کډوال خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.
نوموړي د ایران دولتي خبري چینل "ایرین" ته په خبرو کې وویل، حکومت د یوه ملي مهاجرتي سازمان د جوړېدو لپاره یوه مسوده قانون تصویب کړی، چې دا مهال د ولسي جرګې له خوا تر ارزونې لاندې ده.
مؤمني ټینګار وکړ چې د بهرنیو وګړو د شتون تنظیم لپاره مرکزي او همغږې پالیسي اړینه ده او دا یې هم زیاته کړه چې مؤثر تنظیم هغه مهال شونی دی چې د دولت ټولې ادارې پکې ښکېلې وي.
په دولتي رسنیو او رسمي خبرو اترو کې "ناقانونه کډوال" اکثره وخت د افغان کډوالو په معنا کارول کېږي.
که څه هم مخکې حکومتي دریځونو کې د شړلو دلیلونه اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګڼلې وې، خو په وروستیو اونیو کې د خبرو ژبه بدله شوې ده.
د ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې له اسرائیلو سره له اوربند وروسته، ایراني چارواکو د پراخو شړلو د توجیه لپاره د ملي امنیت دلیلونه وړاندې کړي.
اوس چارواکي ادعا کوي چې د ناقانونه کډوالو شتون امنیتي خطرونه رامنځته کولی شي او د سیمهییزې بېثباتۍ په اډانه کې د دوښمنو ځواکونو لپاره د ننوتلو یا نفوذ زمینه برابره کړي.
ایران له څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی، په تېره بیا د جګړو پر مهال. ډېری افغانان له کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي؛ ځینې یې په ټولنه کې مدغم شوي، خو ګڼ شمېر یې لا هم قانوني اسناد نه لري.
د کډوالو د ایستلو دا روان کمپاین د ایران له پخواني نسبتاً ازادفکره دریځ سره یو ستر توپیر لري.
په ایران کې د کډوالو پر ضد احساسات لا هم لوړ دي. افغان کډوال اکثره د هېواد د پراخو ستونزو له کبله ملامت ګڼل کېږي. له اسرائیلو سره د ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، ځینو ایراني ټولنیزو رسنیو ادعا وکړه چې لسګونه افغان کډوال د اسرائیلو د موساد ادارې لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوي، چې دې کار یې د افغان ضد احساساتو لا زیاتېدو ته زمینه برابره کړه.












