ولې ایران اوس په ډله‌ییز ډول افغانان شړي؟

اسلام کلا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسلام کلا، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې ۲۸مه

د ایران او اسرائیلو ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته، په ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر ګړندی شوی دی. د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، ان د جګړې په شپو - ورځو کې هم د افغانانو د نیولو بهیر نه و درېدلی.

سره له دې چې د ایران حکومت په تېره مارچ میاشت کې د "د بې اسناده" افغانانو د بېرته ستنولو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړې وه، خو ظاهرا د اسرائیلو او ایران له جګړې وروسته دا بهیر په بې ساري ډول ګړندی شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، ۷۰ سلنه راستنېدونکي په زور ایستل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په وینا "پر پولو د بېرته ستنولو بهیر دومره ډېر شوی چې د مدیریت وړ نه دی. کله - کله له ایرانه په یوه وخت کې تر پنځو بسونه راځي چې پکې نارینه، ښځې او ماشومان ستړي ستومانه، وږي او هک پک وي."

په ایران کې مېشت افغانان وايي، د شړلو نوې څپه د رسنیو له تبلیغاتو او ان د خلکو له هڅونې سره مله ده. له خلکو غوښتل شوي چې د بې اسنادو افغانانو په اړه رپوټ ورکړي. ډېر افغانان وايي، په کوڅو او بازارونو کې ورته سپکاوی کېږي او د "اسرائیلو جاسوس" ته ورته تورونه پرې لګول کېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي، چې په وروستیو کې یې د اسلام کلا له پولې لیدنه وکړه، ټینګار وکړ: "له کډوالو سره باید ظلم ونه شي او د هیچا حقونه باید تر پښو لاندې نه شي. دا هم اسلامي او هم د ګاونډیتوب یو مسؤلیت دی."

هره ورځ زرګونه کسان د دوغارون-اسلام کلا له پولې تېرېږي، او ډیر یې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي. ځینې یې ادعا کوي چې دوی نیول شوي او ان "سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل" شړل شوي دي.

یوازې په جون میاشت کې، له ۲۳۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. وړاندې له دې، د ایران حکومت د جولای شپږمه د ټولو بې اسنادو کډوالو لپاره له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له ایرانه له شړل شویو خلکو سره د خبرو لپاره د اسلام کلا پولې ته سفر کړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو د ریس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي له ایرانه له شړل شویو خلکو سره د خبرو لپاره د اسلام کلا پولې ته ورغلی و.

د پلټنو پوستو کې افغانان نیول کېږي

د جګړې په ورځو کې، د هېواد له دننه د بې پیلوټه الوتکو او کوچنیو الوتکو بریدونه د اسرائیلو د هوایي او توغندیو بریدونو پرتله ډېر وژونکي وو او ډېره ګډوډي یې هم رامنځته کړه.

د کوچنیو الوتکو د لېږد کنټرول لپاره، په ښارونو، په ځانګړې توګه تهران کې، پوستې جوړې شوې.

هغه افغانان چې د استوګنې سندونه یې نه لرل، تر ډېره د تالاشۍ په پوستو کې، په لومو کې بند شوو. د افغانانو لخوا بي بي سي ته په لیږل شویو پیغامونو کې ویل شوي چې د تهران په ځینو پوستو کې د دوی ګرځنده ټیلیفونونه د نورو پلټنو لپاره ترې اخیستل کیږي او ځورول کیږي.

یو افغان کډوال وايي: "په ایران کې د افغانانو راتلونکی ډېر تیاره ښکاري. هغه زیاتوي: "پولیس له تاوتریخوالي او سپکاوي ډک چلند ورسره کوي او اوس یې ان بسیج ته د افغانانو د نیولو دنده سپارلې ده."

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، یو شمېر کورنۍ ایران ته ولاړې، چې لوڼې یې هلته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، چې د ځینو یې ویزې نه وې غځول (تمدید) شوې او په وروستیو ورځو کې له جبري شړلو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانوملاتړ ادارې، یونیسف، ویلي، د شړلو پر مهال "له پنځو زرو ډېر" افغان ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

یوه افغان له تهرانه په یوه پیغام کې وویل: "په تهران کې د افغانانو د نیولو وضعیت ډېر بد دی. پولیس ان پر هغو کوچنیو کار ځایونو هم چپاو ور وړي چې افغانان پکې کار کوي."

د اسرائیلو پر وړاندې د ناکامۍ پړه پر افغانانو وراچول

په ایران کې افغان کډوال، درېیم نسل ته رسیدلي دي او هغه کسان چې ان په ایران کې زېږېدلي حقونه نه ورکول کېږي او ایراني تابعیت نه شي ترلاسه کولی. خو هغه کسان چې په ایران کې له ایراني مور او پلاره زېږېدلي او په ایران کې قانوني استوګنه لري، له دې ډلې مستثنی دي، خو د دوی شمېر لږ دی.

هغه افغان کډوال چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران ته تللي، د بانکي حسابونو په پرانیستلو او د سیم کارتونو په اخیستلو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د ایران له ۲۱ په ډېرو ولایتونو کې، چې تر ډېره د دې هېواد په لویدیځ کې دي، په بشپړ ډول یا په ځینو سیمو کې یې"افغانان منع" اعلان کړي. په داسې حال کې چې د ایران په دغو سیمو، تهران او اصفهان کې بریدونه شوي دي.

افغانانو ته په ایران کې کاري فرصتونه ډېر محدود دي، او ډېری یې د ورځي مزدوري کوي.

د پخواني افغان حکومت امنیتي چارواکي وايي، هغو افغان کډوالو ته د اسرائیلو جاسوس ویل، چې پټو او مهمو معلوماتو ته هیڅ لاسرسی نه لري، بې اساسه دي.

د افغانستان د حکومت یوه بل پخواني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل: "د اسلامي جمهوریت په جوړښت کې د اسرائیلو نفوذ خورا ژور او پراخ دی. دوی د سپاه پاسداران د لوړ پوړو چارواکو د غونډې له وخت او ځای خبر وو، او هغه چا چې موساد ته یې دا ډول معلومات ورکړي، یو عادي وګړی نه شي کېدی، بلکې هغه څوک دی چې خپله په لوړ امنیتی مقام کې وي."

ملګري ملتونه وايي په روان کال کې له یو میلیون ډېر افغانان په زوره له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي، په دې اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي.

په ایران کې د افغانانو لپاره د استوګنې کارت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ایران کې د افغانانو لپاره د استوګنې کارت

د ایران د کورنیو چارو وزیر: موږ د وګړو ضد نه یو

د ایران د کورنیو چارو وزیر، اسکندر مومني، په وروستیو کې له ایراني رسنیو سره په یوه مرکه کې وویل، "ډېر دا خلک زیاریکښ دي، دوی سخت کار کوي، او دوی د هېواد په اقتصاد کې ونډه اخلي. موږ د وګړو ضد نه یو. موږ له خپلو ګاونډیانو سره دښمني نه لرو. موږ یو ګډ کلتور او ګډ تاریخ لرو، خو زموږ هېواد دومره ډېر وګړي نه شي زغملی."

له دې سره سره هغه زیاته کړه، ځینې افغانان "په ځانګړي ډول په تېرو دوو دریېو کلونو کې راغلي خلک، له یوې موخې سره راغلي دي."

هغه په پارلمان کې د کډوالۍ ملي سازمان قانون پر تصویبولو ټینګار وکړ او ویې ویل، دا قانون باید تصویب شي، چې "موږ له یوې دروازې د غیرقانوني کډوالو د ایستلو،او بیا بېرته د بلې دروازې له لارې د ننوتلو او بل ځای د کار کولو له لړۍ سره مخ نه شو."

په وروستیو کلونو کې، ایران له افغانستان سره پر خپلو ختیځو پولو د دېوال جوړولو کار پیل کړی. ښاغلي مومني وویل چې "دا یوه داسې موضوع ده چې په ساده توګه پر پوله د دېوال په جوړولو" نه شي ترسره کیدی.

په ایران کې څومره شمېر افغانان له کومو سندونو سره اوسېږي؟

په ایران کې د استوګنې سندونو نه لرونکو کسانو کره شمېره روښانه نه ده، خو د چارواکو په وینا په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د اټکلونو له مخې، په وروستیو کلونو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان په ایران کې له سندونو پرته ژوند کوي.

افغانان په ایران کې د استوګنې له څو ډوله سندونو سره ژوند کوي.

د پلان جوړونې او سرشمېرنې پاڼې ۱۷او ۱۸م پړاوونو ته رسېدلې دي.

ځینې افغانان په درې میاشتنۍ سیلاني ویزو ایران ته ځي، چې دوه ځله یې غځولی یا تمدیدولی شي. د یو شمېر کسانو د ویزو وخت پای ته رسېدلی او نوې شوې نه دي.

په وروستیو کلونو کې، یو شمیر افغان ماشومان په ایران کې د "ښوونیزو ملاتړ پاڼو" له لارې په ښوونځیو کې ثبت شوي دي، خو د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، "د تهران د ښوونې ریاست اعلان کړی، هغه افغان کډوال زده کونکي چې د سرشمېرنې کاغذونه او افغانستان ته د بېرته ستنېدو پاڼې ورسره وي، نه شي کولی د ۱۴۰۴ ښوونیز کال لپاره نوم لیکنه وکړي."

هغه کسان چې د ایران د کار له وزارته د کارګرۍ کارت لري، په افغانستان کې د ایران د سفارت یا قونسلګرۍ له لوري یو لیک ورکول کیږي، چې د ویزې ترلاسه کولو وروسته بېرته راستانه شي، خو دا خلک ډاډه نه دي چې دوی به وکولی شي له افغانستانه د ایران ویزه ترلاسه کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت له هغو دیني عالمانو، چې په ایران کې یې زده کړې کړي او اوس یې زده کړې بشپړې شوي، هم غوښتي چې له دې هېواده ووځي.

افغانان تر ډېره ایران په سیلاني ویزو سفر کوي چې د ځینو موده یې پای ته رسېدلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانان تر ډېره ایران په سیلاني ویزو سفر کوي چې د ځینو موده یې پای ته رسېدلې ده.

په افغانستان کې یو نوی بشري ناورین

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو همغږي کوونکي عرفات جمال په وینا، که څه هم اوس د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند شوی دی، خو "د دې جګړې پایلې لاهم دوام لري."

هغه بي بي سي ته وویل: "د جګړې له پیله مخکې هم د شړلو څپه روانه وه، خو جګړې هغه لا چټکه کړه. هغه څه چې موږ له راستنېدونکو اورو هغه د هغو لاملونو یو جوړښت دی، چې دوی یې بېرته راستنېدو ته اړ ایستلي وو، ځینې دغه لاملونه په بشپړ ډول جبري او نور یې لږ جبري وو."

اوس مهال، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه د پام وړ کمه شوې او په افغانستان کې یې فعالیتونه هم محدود شوي دي.

د ښاغلي عرفات په وینا، سږ کال تر اوسه یو میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي، او تمه کېږي، دا شمېره به د روان کال تر پایه درې میلیونو ته ورسېږي.

هغه زیاتوي، د اسرائیلو او ایران له جګړې مخکې، له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره د ۱۶۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه شوې وه، خو اوس، د شړلو بهیر چټکېدو ته په پام، دوی نورو مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي، پخوا هرې کورنۍ ته د بېرته ستنېدو په وخت کې ۲۰۰۰ ډالره مرسته ورکول کېدل، خو اوس دا مرسته له ۲۰۰ ډالرو هم کمه شوې ده.