د طالبانو حکومت وايي، نژدې څلورو کالو کې پنځه میلیونه کډوال هېواد ته ستانه شوي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تاجکستان د شېرخان بندر له لارې ۴۹ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تاجکستان یاد کډوال د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته اړولي چې په ډله کې یې ۳۶ کډوالو د تاجکستان اقامه یا د اوسېدو اسناد او ۱۲ نورو یې پر پاسپورټونو د تاجکستان ویزې لرلې.

تر اوسه افغانستان ته د یادو افغان کډوالو کډوالو د لېږلو سبب څرګند نه دی.

تاجکستان تر دې وړاندې هم له خپلې خاورې په څو پړاوونو کې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته اړولي دي.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میاشتې په لومړيو کې ۴۱ افغان کډوال افغانستان ته اړولي و.

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېسارۍ هغه مهال په دې تړاو اندېښنه ښودلې وه او له تاجکستانه یې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ د درولو غوښتنه کړې وه.

تاجکستان له لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه دی، چې یو شمېر یې په ځانګړي ډول په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" د ۲۰۲۳ کال شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې څه باندې ٰنهه نیم زره' افغان کډوال مېشت دي.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده

له تاجکستانه افغان کډوال داسې حال کې ایستل شوي چې د مسوولینو په خبره د افغانستان دوو نورو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران هم د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روان زېږدیز کال په تېرو دوو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه څه باندې دوه لکه او ۶۸ زره افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب قانع ویلي: "په اپریل او مې میاشتو کې له پاکستان څخه څه باندې یو لک ۵۴زره، له ایران څخه څه باندې یو لک او ۱۱ زره او له ترکیې څخه کابو ۳ زره افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي."

پینځه میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ګاونډیو هېوادونو تر ۵ میلیونو ډېر افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې تړاو وايي:" د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته افغانستان ته ۲۹۱زره او ۸۵۶ کورنۍ راستنې شوې چې د غړو شمېر یې دوه میلیونه او ۲۶۴ زره کسان کېږي او همدارنګه په دغه موده کې دوه میلیونه ۳۵۸ زره کسان په انفرادي توګه افغانستان ته ستانه شوي دي."

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، راستنو شویو کورنیو ته د کار او کور موندنې لپاره خپلې ټولې هڅې کوي،‌ خو د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (اې‌ایف‌ا‌رسي) په وینا، دا خلک پر سملاسي ستونزو سربېره خپل راتلونکي ژوند ته هم داسې کوم پلان نه ویني چې ډاډمن یې وساتي.

دغه فدراسیون روانه میاشت بي بي سي ته په یوه استولې وینا پاڼه کې افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو حالت خورا ناوړه بللی او وايي: "راستنېدونکي له سختو ننګونو سره مخامخ دي چې ډېرو یې دې بهیر کې خپل کورونه، معیشت او خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي. ښځې، ماشومان، زاړه او معلولیت لرونکي کسان په ځانګړي ډول زیان لیدونکي دي."