"د وزو د پوونده ژوند" فلم خلیجي هېوادونو کې د هندیانو کړاوونه انځور کړي

د عکس سرچینه، AADUJEEVITHAM
په 'مالایالام' ژبه جوړ فلم چې په منځني ختیځ کې د کار په لټه کې د بېوزله هندیانو حالت انځوري سینماګانو ته ډېر مینهوال ور مات کړي دي.
ادوجیویتام (Aadujeevitham) یا (د وزو پوونده ژوند) په معنا دی چې په ۲۰۰۸ کال کې د مالایالامي ژبې له ډېر پلورل شوي کتابه اخیستل شوی، سعودي عربستان ته د هندي کډوال (نجیب) په رول کې پرتھویراج سوکوماران د اتل رول لوبولی چې بیا وروسته تښتول کېږي او په بېدیا کې د وزو د پوونده (شپانه) په توګه مریی ترې جوړېږي.
کیسه د همدې نوم د یوه سړي له اصلي مسلک څخه په الهام جوړه شوې، چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې په هېواد کې تښتول شوی او دوه کاله وروسته په تېښته بریالی شوی.
دا په زړه پورې ناول په سوېلي هند کې د کیرالا په مالایالم کې د کلتوري بنسټ د ډبرې په توګه ګرځېدلی، هغه ځای چې سږ کال یې ۲۵۰مه نسخه خپره شوې او په خلیج کې یې د کډوالو د سخت ژوند په اړه تود بحث راپارولی دی.
دا درې ساعته فلم دومره بریالی و چې د خپرېدو په لومړۍ اونۍ کې یې په ټوله نړۍ کې له ۸۷۰ میلیون روپیو (۸٫۲۳ میلیون پونډو یا ۱۰٫۴ میلیون یورو) څخه ډېر عاید ترلاسه کړ.
ګوتنیوونکو دا د "ژوندي پاتېدو په زړه پورې ډرامه" او د اوږدې مودې انتظار "په وحشیانه کړنو منځ کې د مبارزې" په زړه پورې سینمايي انځورونه بللي دي.
په فلم کې نجیب له نړۍ څخه جلا ښکاري، له خپل ارباب (مالک) او څارویو سره یوازې په زښت ډېره توده دښته کې د ژوند سا اخلي، چې له تر ټولو نژدې سړک څخه څو مایله لیرې دی، نه ټیلیفون ته لاسرسی لري نه کومې پاڼې، قلم او لیکلو ته، نه له کوم مګري او انډیوال سره د زړه خواله کولی شي او نه هم د اوبو له هغه بند نه اوبه څښلی شي چې ده پوولې وزې یې ترې څښي.

د عکس سرچینه، AADUJEEVITHAM
"لطفاً پرې مې ږده چې ستون شم" نجیب په زړه راښکونکې صحنه کې په داسې حالت کې کیسه کوي، چې سترګو یې اوښکې بهېږي او وايي چې څنګه یې خپل هر څه وپلورل او له کورنۍ نه په دې هیله مسافر شو چې ورسره ژمنه شوې دنده مخته بوځي؛ خو له خپل مالک سره په مالایالامي ژبه یې خبرې هغه ته چندان د خوښېدو وړ نه برېښي.
د کتاب او فلم ریښتوني اتل نجیب پر یوټیوب یوه مرکه کې وویل، هېڅکله هغو ځایونو ته نه شي ستنېدلی چې په ناول کې بیان شوي دي.
په خلیجي هېوادونو کې د ظالمانه او ستم ډکو کاري شرایطو بیانولو لپاره ډېرې لیکنې شوې دي.
د یادولو ده چې شاوخوا ۲٫۱ میلیونه هندیان او له کیرالا ایالت څخه ۱۰۰٫۰۰۰ په بهر کې ژوند کوي چې نژدې ۹۰ سلنه یې خلیجي هېوادونو ته کډوال شوي، هلته د دوی د کار او کډوالۍ موده څه باندې پنځو لسیزو ته رسېږي چې دا ایالت په عربي ټاپووزمه کې له بحرین، کویت، عمان، قطر، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو سره نښلوي.
ډېری دا کارګران د بېوزلو کورنیو غړي دي، چې د کفالې په سیستم کې په دې هېوادونو کې اوسېږي، د کفالې سیستم کفیل ته د دوی د خوځښت او استوګنې د بشپړ کنټرول واک ورکوي، چې له همدې کبله دوی له استثمارېدو او زیانګالۍ سره مخامخېږي.
له شک پرته هغو تنخاوو د دولت د اقتصاد په ملاتړ کې مرسته کړې، چې کارګرانو په کیرالا کې خپلو کورنیو ته لېږلې دي. د یوې حکومتي څېړنیزې ادارې یوه شاخص په ګوته کړې چې دا ایالت په هند کې د فقر تر ټولو ټیټه کچه کې دی.
د انساني علومو منیپال مرکز محمد شفیق کارینکور چې د کارګرو کډوالو په اړه یې څېړنه کړې وايي: "له تاسې پاسپورټ اخیستل کېږي، تاسو بېرته نه شئ راستنېدلی، نو تاسو په دوامداره توګه د مرګ تر ګواښ لاندې یاست".

د عکس سرچینه، AADUJEEVITHAM
ریښتینی (نجیب) وايي:"په ۱۹۹۱ کې له کیرالا ولاړم او ډېرې هیلې مې راسره غوټه کړې؛ خو هغه تجربې چې هلته مې درلودې او زما وحشتناک ښاغلی (مالک) او د وزو منځ کې ژوند ددې لامل شو چې خپل احساس له لاسه ورکړم او عقل مې له منځه ولاړ شي".
په ۲۰۰۸ کې، ډایرکټر بلیسي د کتاب د تعدیل (منځپانګې بدلولو) حق ترلاسه کړ. د فلم اتل (سوکوماران) بيبيسي ته وویل: "فکر یې کاوه کله چې ډایرکټر راتلونکی کال هغه ته یوه کاپي ورکړه، دی کتاب په اړه په هر څه پوهېده".
"زه د کیسې پر ټولو پېښو پوهېدم. تر دې حده دا د خلکو خبرې وې، په تېره په سینمايي صنعت کې. خو زه یې هک پک کړم".
دی زیاتوي: "د دې کیسې تر ټولو غوره ځانګړنه د انسان او حیوان ترمنځ د هویت یوځای کېدل دي، دا سړی ورو-ورو د انسان په توګه خپل هویت له لاسه ورکوي او د حیوانانو په شان کېږي. ما هېڅکله داسې څه نه دي لوستلي".
په فلم کې (نجیب) په تدریجي ډول په مالایالم ژبه خبرې بندوي او وخت ناوخت له خپل ستوني د هغو حیواناتو غږونه وباسي چې دی یې پوونده دی.
او بیا په پای کې خپل سر د امونو د سرکې په هغه یوه ګړي کې غوټه کوي، چې له خپل هېواده یې ورسره وړی چې خوند یې یو څه وڅکي.
له ۱۶ کلونو انتظار وروسته، "ادوجیوارام" چې کله رڼا ته پر پردو راڅرګندېږي، د کورونا وبا په اوج کې د خپلو لوړو لګښتونو تر عندې وځي او خپله سپما کړې شتمني د فلم په تولید لګوي.
بلیسي چې دا فلم یوه عاطفي پروژه بللې ده، وویل چې هغه د کیسې "زړه یا ژورو ته د رسېدو" لپاره د ناول یوازې ۴۳ مخ غوره کړی.
له خپرېدو وروسته یې د اونۍ په پای کې، خلک د فلم کتلو او د ټیکټونو اخیستلو په اړه وغږېدل او د یوټیوب چینلونو وښودل شوه چې خلک له سینما نه د ژړا په حالت کې وځي او ډېرو خلکو دا یوه غیرعادي او عاطفي تجربه وبلله.
یوې مېرمنې وویل: "زه په کیسه ښه پوهېږم، خو داسې مې وانګېرله چې ګنې زه فلم نه ګورم، دا ډېر دردناک و".











