د شاه رخ خان نوي فلم 'جوان' د نندارې پر لومړۍ ورځ ریکارډ کچه عاید ترلاسه کړی

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDI
د هند فلمي نړۍ مشهور ستوري شاه رخ خان نوي فلم (جوان) نندارې ته له وړاندې کېدو پر لومړۍ ورځ تر یو میلیارد روپۍ زیاته ریکارډ ګټه کړې.
دغه فلم وړمه ورځ (سپتمبر ۷مه) د نړۍ په کچه نندارې ته وړاندې شوی.
په ډيلي کې د بي بي سي اردو څانګې خبریال مرزا اې، بي، بېګ په خپل رپوټ کې کاږي، د شاه رخ دې فلم پر دویمه ورځ هم همدومره عاید درلود، چې دا هم په خپل ځای یو ریکارډ بلل کېږي.
د ریډ چیلیز یا سره مرچ په نامه د شاه رخ خان فلمي شرکت له خپلو مینه والو مننه کړې او پر ایکس (مخکینی ټویټر) د ۱۲۹ له شمېرې سره لیکلي ''دا خو ایله پیلامه ده. '' د یادونې ده، چې دا د جوان فلم یو ډائیلاګ یا مکالمه او د ۱۲۹ عدد د پنجشنې پر ورځ د فلم عاید یو میلیارد ۲۹ کروړه روپیو (۱۲۹۰ میلیونه) څرګندونه کوي.

د عکس سرچینه، .
ریډ چیلیز د شاه رخ خان خپل شرکت دی او د یاد فلم پروډیوسره د شاه رخ مېرمن ګوري خان ده. د فلم لارښوونې یا هدایت کارۍ چارې د سویلي هند فلمي نړۍ مشهور هدایت کار ایټلي ته سپارل شوې وې.
په فلم کې د شاه رخ خان تر څنګ مشهورې ممثلې دیپیکا پاډوکون هم یو ځانګړی رول لوبولی دی. وجې سیتوپتي او نین تارا دوه نور مشهور هندي ستوري دي، چې په دې فلم کې مرکزي رول لري.
ریډ چیلیز په همدې پیغام کې وايي: ''د هندي سینما په تاریخ کې د یوه فلم لومړۍ ورځې له نندارې دومره ډېر عاید تر لاسه کېدل بې ساري دي. ''
جوان فلم د هندي تر څنګ په تامل او تیلګو ژبو هم نندارې ته وړاندې شوی دی. د شاه رخ یو بل فلم (پټهان) هم ریکارډ کچه عاید درلود، چې د سږ کال لومړیو کې نندارې ته وړاندې شو.








