د داعش اړوند فلم پر سر ناندرۍ؛ هند کې لسګونه کسان نیول شوي
- Author, میریل سباسټین
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، FILM POSTER
د هند په مهاراشټرا ایالت کې له توکمیز تاوتریخوالي وروسته نژدې سل کسان نیول شوي دي. په دې تاوتریخوالي کې یو کس وژل شوی او اته نور کسان ټپیان شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د اخ و ډب دا پېښې اکولا ښارګوټي کې د یوه ناندریز فلم 'د کیرالا سټوري' په هکله د خواله رسنیو له لارې د یوه پیغام له خپرېدو وروسته شوې.
چارواکو انټرنېټ بند کړی او د نظم پلي کولو لپاره یې پر ګرځېدو، راګرځېدو بندیز لګولی دی. یوه ښځینه پولیس افسره هم په ټپي شویو کسانو کې شامله ده.
پولیس وايي، د یوې ټولنې کسان پر شنبه د اکولا ښارګوټي پولیسو یوه مرکز مخې ته یو ځای شول، د یاد فلم په تړاو یې د خواله رسنیو یوه پیغام پر ضد احتجاج وکړ او له هماغه ځایه د اړودوړ لړۍ پیل شوه.
رپوټونو کې ویل شوي پیغام کې د دوو کسانو تر منځ خبرې دي، چې پر انسټاګرام خپور شوی او د یوه کس مذهبي احساسات پکې تحقیر شوي دي، خو دوی په دې هکله زیات جزیات نه دي څرګند کړي.
د مهاراشټرا اعلی وزیر ایکنات شیندې دفتر د سولې غوښتنه کړې او پولیسو ته یې امر کړی، د هغو کسانو پر ضد سخت اقدامات وکړي، چې په تاوتریخوالي کې برخه لري.
کیرالا سټوري نومی فلم چې تېره اونۍ نندارې ته وړاندې شو، له دې مخکې لا ناندرۍ راپورته کړې وې.
دا فلم د کیرالا ایالت دریو داسې ښځو پر خیالي کیسه چمتو شوی، چې له اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې سره یو ځای کېږي.
اپوزېسیون سیاسي ګوندونو دا فلم غندلی، پروپاګند یې بللی، خو د فلم چمتو کوونکي وايي، کلونه، کلونه یې د دې لپاره څېړنه کړې او رښتینې پېښې پکې انځور شوې دي.











