د بالیووډ درې خانان سلمان، شاه رخ او عامر پر یوه سټېج: هغه څه چې د بالیووډ فلم جوړونکي په ۳۵ کلونو کې پرې نه وو توانېدلي

هند

د عکس سرچینه، PTI

په ۱۹۸۸ کال کې په بالیووډ کې یو فلم راغی چې نه یوازې نوې جوړه یې معرفي کړه بلکې یو نوی بهیر یې هم رامنځ ته کړ.

دا د انیل کپور او مادھوري ډېکشېټ 'تیزاب' فلم و او وروسته پکې یوه سندره ور اضافه شوه.

دا فلم د هندي عرب ټایکون مکیش امباني د دویم زوی اننت امباني له زېږېدو شاوخوا اوه کاله وړاندې او د هغه د راتلونکې مېرمن رادیکا مرچنټ له زېږېدو شاوخوا شپږ کاله وړاندې خپور شوی و، خو داسې ښکاري، نوموړی له سندرو سره دومره مینه لري چې د نړۍ له ګوټ ګوټه یې مشهورو څېرو ته پکې بلنه ورکړې ده.

د هغه د واده مراسمو ته د ګڼو مېلمنو تر څنګ د هند سینما مشهور ستوري عامر خان، شاه رخ خان او سلمان خان یوځای په یوه سټیج کې یو ځای سره ولاړ دي.

دا ننداره په داسې حال کې ده چې د سري دیوي لور جهانوي کپور او د نړۍ مشهوره سندرغاړې ریحانه پر سټېج سندرې ویلې او نڅا یې ورسره کوله.

په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه بحثونه روان دي، چې څوک د واده محفل ته ورغلي او چا ته بلنه نه ده رسیدلې، داسې هم ویل کېږي، هغه څه چې نورو ونه شو کړای، د مکېش امباني پیسو وکړل.

په ټولنیزو رسنیو کې دا خبرې هم ډېرې دي چې ریحانه ته د هغې د فعالیت لپاره څومره پیسې ورکړل شوې او نورو خلکو ته بیا څومره پیسې ورکړل شوې دي.

هند

د عکس سرچینه، PTI

د شتمنۍ زور

د پیسو له خبرې پرته، راځئ وګورو چې درې خانان یو ځای څنګه ښکاري، ځکه چې که هر څومره فیس ورکړل شي، نه یې اخیستونکي په اړه خبرې کوي او نه یې ورکوونکي خوله پرانیزي.

خو په هندي رسنیو کې ویل کېږي چې سندرغاړې ریحانه له ۵۰۰ میلیونه هندي کلدارو څخه ډېرې پیسې اخیستي، پداسې حال کې چې د فایننشل ایکسپریس په وینا، ریحانه د شخصي نندارې وړاندې کولو لپاره له یو نیم میلیون څخه تر اتو میلیونو ډالرو پورې پیسې اخلي.

هندي خبري اژانس پي ټي ای لیکلي، د هندي میلیاردر مکېش امباني د زوی اننت تر واده مخکې په درې ورځنۍ غونډې کې د مینه والو لپاره ښايي تر ټولو حیرانوونکی نظر دا و چې درې خانان عامر، شاه رخ او سلمان په ګډه ورغلي وو.

د دوی د ګډې نڅا ویډیو په ټولنیزو رسنیو او هندي رسنیو کې ډېره خپره شوې.

پي ټي ای لیکلي: "هغه مینه وال چې د شاه رخ، سلمان او عامر ته په تمه وو، چې په یوه فلم کې به یو ځای کار وکړي، دا دی دوی درې واړو یوې مشهور سندرې 'ناټو ناتو' ته نڅا وکړه."

د يادونې وړ ده، چې دغې سندرې ته تېر کال د اسکار جايزه هم ورکړل شوې وه.

راشد خان

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA

د دې مشهورو ستورو تر څنګ سیف علي خان له خپلې مېرمنې کرینه کپور سره راڅرګند شو او له هغه سټیج څخه تېر شول چې پنجابي سندرغاړي او اداکار دلجیت دوسانجه پکې سندرې ویلې.

خو دا لومړی ځل و چې درې خانان په یوه سټېج کې موجود وو او څلورم خان هم له خپلې مېرمنې سره هلته را څرګند شو.

تاسو ښايي د شاه رخ او سلمان خان د اوږدې لانجې په اړه اورېدلي وي، خو بیا د دوی ترمنځ د یو سیاسي مشر، بابا اعظمي لخوا جوړجاړی وشو او د روژه ماتي په یوه ناسته کې یې یو بل په غېږ کې سره ونیول.

فلم جوړونکې فرح خان یو ځل د درېو خانانو د یو ځای کولو په اړه ویلي وو چې 'خدای دې دوی سره یو ځای کړي.'

په ټولنیزو رسنیو کې، په داسې حال کې چې خلک په جام نګر کې د پېښو اړوند ویډیوګانې او خبرونه شریکوي، د خانانو مینه وال خوښ دي چې دوی درې واړه یو ځای سره لیدل کېږي. پداسې حال کې چې ډېری کسان د شتمنۍ او پیسو ځواک په اړه هم خبرې کوي.

راشد خان

د عکس سرچینه، RASHIDKHAN

د افغانستان د کرېکټ نامتو لوبغاړی راشد خان د نړۍ د نورو مشهورو او بډایه خلکو سره یو ځای د اسیا تر ټولو شتمن کس د کورنۍ لخوا له واده مخکې ترتیب شویو مراسمو ته ورغلی و.

په ګڼو هغو ویډيوګانو کې چې هندي رسنیو خپرې کړي راشد خان د هند د بل مشهور لوبغاړي سوریا کمار سره یو ځای د واده مراسمو ځای ته رسېږي. دغه راز د هغه له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د واده مراسمو پر مهال یې رنګارنګ هندي جامې اغوستې دي.

ډیری کاروونکي وايي چې کنګنا راناوت ته بلنه نه وه ورکړل شوې پداسې حال کې چې ځینې د اجی دیوګن په اړه هم ورته خبرې کوي، خو اجی دیوګن هلته و. د دوی تر څنګ د کرېکټر پخواني ستوري سچن ټنډولکر او مهندرا سینګ ډهوني له خپلو مېرمنو سره هلته د مشهورو مېلمنو په ډله کې لیدل شوي دي. خو خانانو تر نورو زیات د ډېرو پام ځان ته ور اړولی وو.