ولسمشر بایډن وايي ایران دې پر اسرائیلو برید "نه کوي"؛ د ترینګلتیا کمېدو لپاره هڅې چټکې شوي

ولسمشر بایډن ایران ته ګواښ کړی، چې پر اسرائیل دې برید نه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن ایران ته ګواښ کړی، چې پر اسرائیل دې برید نه کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، فکر کوي، ایران به ''ژر'' پر اسرائیل برید وکړي.

د ولسمشر بایډن دا څرګندونو د هغو اندېښنو له ډېرېدو وروسته مخې ته راځي، چې روانه میاشت په سوریه کې پر ایراني کونسلګرۍ له یوه هوايي ګوزار وروسته داسې ګومان کېږي چې ایران به یې د غچ اخیستنې هڅه وکړي.

اسرائیل پر ایراني کونسلګرۍ د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پراخه کچه داسې فکر کېږي، چې د دې برید تر شا د اسرائیل لاس و.

په امریکا کې د بي بي سي له همکارې رسنۍ سي بي اېس سره خبرو کې امریکايي چارواکو په دې هکله ویلي، کېدای شي ایران ډېر ژر پر اسرائیل لوی برید وکړي.

اسرائیل وايي، له ځانه دفاع ته چمتو دي او د امریکا ولسمشر وايي، له ځانه دفاع کې به د اسرائیل ملاتړ وکړي. ښاغلي بایډن په دې هکله وویل: ''موږ د اسرائیل دفاع ته ژمن یو. موږ به د اسرائیل دفاع کوو. موږ به له اسرائیل سره (له ځانه) دفاع کې مرسته کوو او ایران به بریالی نه شي.''

د یادونې ده، چې ایران د حماس ملاتړ کوي چې په غزه کې له اسرائیل سره په جګړه بوخت دي او دغه راز ایران په سیمه کې د لبنان د حزب الله په ګډون د یو شمېر نیابتي وسله والو ډلو ملاتړ هم کوي.

حزب الله د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې له لبنانه یې د اسرائیل پر لور د راکټونو ''لسګونه ګوزارونه کړي دي.''

د اسرائیل دفاعي ځواک (ای ډي ایف) یو ویاند وايي، نژدې ۴۰ راکټونه او دوه چاودېدونکي ډرون له منځه وړل شوي دي.

په دې بریدونو کې د زیان رسېدو رپوټ نه دی ورکړل شوی او نه هم پکې د نورو عناصرو ښکېلتیا په تړاو څه ویل شوي دي. یوه امریکايي چارواکي سي بي اېس ته ویلي، د راکټونو او ډرون دا بریدونه له ایراني برید سره تړاو نه لري.

د ترینګلتیا کمېدو لپاره دیپلوماتیکې هڅې

هممهاله د ترینګلتیا کچې کمېدو لپاره دیپلوماتېکې هلې ځلې هم چټکې شوې دي.‌ چین له امریکا غوښتي‌ چې په منځني ختیځ کې"رغېدونکی رول" ولوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن د چین بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره پر ټیلیفون خبرې کړې دي. ښاغلي بلېنکن له چین غوښتي چې له خپل اغېز نه په ګټې اخیستنې له ایرانه وغواړي‌ چې پر اسرائیل برید ونه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، واننګ یې په دغو ټیلیفونو خبرو کې د ایران پر کونسلګرۍ برید غندلی دی.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کمرون هم د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي او په منځني ختیځ کې یې د کړکېچ د کمولو غوښتنه کړې.‌

د ایران بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان پر اېکس لیکلي‌ چې بریتانیا باید په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید غندلی وای.‌

اسرائیل ایراني سفارت ته د دې څېرمه برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پراخه کچه فکر کېږي، چې د دې برید تر شا لاس لري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیل ایراني سفارت ته د دې څېرمه برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پراخه کچه فکر کېږي، چې د دې برید تر شا لاس لري.

پر اسرائیل د ایران احتمالي برید په اسرائیل کې هم اندېښنې او اضطراب راپورته کړي، خو اسرائیل حکومت پر اوسنیو لارښوونو چې د دریو ورځو لپاره د اوبو، خوړو او اړتیا وړ درملو زېرمې سربېره د خپل ولس لپاره د نویو لارښوونو په هکله څه نه دي ویلي.

اسرائیل راډیو بیا په یوه رپوټ کې ویلي، ځايي چارواکو ته ویل شوي چې یو احتمالي برید ته چمتو واوسي او په دې لړ کې یې د خلکو لپاره د سرپناه چمتو کولو یادونه هم کړې.

تېره اونۍ چې لومړی ځل د ایران احتمالي غبرګون نښې، نښانې څرګندې شوې، د اسرائیل جګړه ییز ځواک رخصتۍ لغو شوې، د دافع هوا ځواک تیارسئ حالت زیات شو او احتیاط پوځیان هم دندو ته وبلل شول.

د اپریل په لومړۍ نېټه د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ یوه توغندیز برید کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.