جګړه ځپلی اوکرایین لومړنی ځمکلاندې ښوونځی جوړوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، خارکیېف کې سلګونه ماشومان د اورګاډو ځمکلاندې تمځایونو کې زدکړې کوي

د اوکرایین په شمال ختیځ‌ کې د خارکیف چارواکي وايي، دغه ښار کې په لومړي ځل ځمکلاندې ښوونځی جوړوي.

روسیه په دوامدار ډول پر خارکیف د توغندیو بریدونه کوي.

د جګړې له اوږدېدو سره ګڼ شمېر اوکراییني ماشومان ښوونځیو ته له تګ پاتې دي.

د خارکیف ښاروال اېهور تېرېخوف ویلي، د دغه ځمکلاندې ښوونځي له جوړېدو سره به زرګونو ماشومانو ته د توغندیو له ګواښ سره سره عملآ په ټولګیو کې د خوندي لیک لوست زمینه برابره شي.

دغه ښار کې ډېرې کورنۍ غواړي چې ماشومان یې ښوونځي ته ولاړ شي.

اوکراییني چارواکي وایي چې د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې د روسیې له یرغل راهیسې تر ۳۶۰ ډېر ښوونیز تاسیسات ویجاړ او تر ۳۰۰۰ ډېر زیانمن شوي دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي، د توغندیو او ډرون بریدونو له وېرې، له هرو دریو یوازې یو اوکرایینی ماشوم مخامخ زدکړې کوي.

د دوی لویه برخه د اورګاډو تر ځمکلاندې تمځایونو او تونلونو او لنډمهالو ځایونو کې ټولګي لري چې اکثراً د تودولو اسانتیا په کې نشته.

خارکیېف

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، جګړې اوکرایین کې د ماشومانو د زدکړو بهیر ټکنی کړی

تېره اوونۍ د اروپايي ټولنې د بنسټیزو حقونو اژانس وویل چې د دې ټولنې غړو هېوادونو کې ښوونځیو له جګړې د ورتښتېدلو اوکراییني ماشومانو په ادغام کې له ستونزو سره مخامخ دي.

اروپايي ټولنه وايي له ۱ اعشاریه ۳ میلیونو ډېر اوکراییني ماشومان دغه هېوادونو ته ورغلي دي.

اوس د خارکیف ښاروال یهور تېرېخوف وايي، د دوی ځمکلاندې ښوونځی به د دفاعي ودانۍ ټولې عصري اړتیاوې ولري.

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، له ښوونځیو تازه فارغ شوي زدکوونکي خارکیف کې د یوې نړېدلې ودانۍ مخې ته د فاراغت جشن لمانځي

تېره میاشت تر ۱۰۰۰ ډېرو خارکیفي زدکوونکو د ښوونځي نوی کال د اورګاډو تر ځمکلاندې تمځایونو کې پیل کړ چې میترو ښوونځي یې بولي.

خارکیف د اوکرایین دویم ستر ښار او د روسیې له پولې ۳۰ کیلومتره لېرې دی.‌

د روسیې د یرغل په پیل کې دغه ښار ته درانه زیانونه واوښتل.

اوس یې پاتې اوسېدونکي وايي د جګړې له دوام سره ژوند هم باید دوام وکړي او تر ټولو مهمې مسلې یانې زدکړو ته باید لارې چارې ولټول شي.