اوکرایین جګړه؛ زېلېنسکي خارکیف کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی

President Zelensky visiting defenders in Kharkiv region

د عکس سرچینه، President's office

د عکس تشریح، ولسمشر زېلېنسکي خارکیف کې اوکراییي پوځیانو ته وینا کړې

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي یکشنبه د خارکیف ښار کې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی او هلته یې له اوکراییني پوځیانو سره کتلي دي.

پر اوکرایین د روسیې یرغل راهیسې ولسمشر زېلېنسکي تر ډېره په پلازمېنه کیېف کې لیدل شوی د هېواد نورو سیمو ته یې سفر یو کمساری ګام دی.

نوموړي خاکیف کې اوکراییني پوځیانو ته وینا کړې او د هغوی مننه یې کړې چې د خپل هېواد او خلکو لپاره، د ده په وینا، د خپلو سرونو قرباني ورکوي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د روسیې له یرغل راهیسې خارکیف ښار کې سخته جګړه شوې او لویې برخې یې وېجاړې شوې دي.

هلته لا هم نښتې روانې دي او اوکراییني پوځیان هڅه کوي چې له روسي پوځه یاده سیمه بېرته ونیسي.

"پوتین دې زېلېنسکي سره خبرو ته کېني"

Russian President Vladimir Putin sits opposite a Russian flag

د عکس سرچینه، EPA

د فرانسې او جرمني‌ مشرانو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي‌ چې له خپل اوکراییني‌ سیال ولودومیر زېلېنسکي‌ سره "مستقیم او جدي مذاکرات" وکړي.

له ښاغلي پوتین د دې غوښتنې خبره د جرمني د لومړي وزیر دفتر کړې او ویلي یې دي چې د فرانسې ولسمشر ایمانیول مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولز له ښاغلي پوتین سره په تلېفون ۸۰ دقیقې خبرې کړې دي.

دا دفتر وایي دواړو مشرانو "په سملاسي اوربند او (له اوکرایین) د روسي ځواکونو په وتلو هم ټینګار وکړ."

په ورته وخت کې کرملېن ماڼۍ وایي‌ د روسیې ولسمشر ویلي چې مسکو له کیېف سره د مذاکراتو بېرته پیلېدو ته چمتو دی.

خو د روسیې حکومت دا نه دي ویلي چې دمګړۍ د ولسمشر پوتین او ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ مستقیمې خبرې څومره ممکنې دي.‌

بلخوا تر دې لږ وړاندې د اوکرایین ولسمشر ویلي و چې که څه هم پوتین سره خبرو ته "لیوال" نه دی،‌ خو ښایي‌ دا خبرې د جګړې پای ته رسېدو لپاره اړینې وي.

تېرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو مرکچیان څو پړاوه مستقیمو او غیر مستقیمو خبرو کې سره مخامخ شوي،‌ خو دا هڅې تر اوسه کومې پایله ته نه دي رسېدلې.

د فرانسې او جرمني مشرانو دغو تلېفوني‌ خبرو کې د روسیې له ولسمشر دا هم غوښتي چې د ماریوپول د پولادو له ازوفستال فابریکې ۲۵۰۰ تسلیم شوي اوکراییني‌ سرتېري خوشې کړي‌.

A drone image shows destroyed facilities at the Azovstal Iron and Steel Works in the southern port city of Mariupol, Ukraine

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ازوفستال پولادو فابریکې ته جګړه کې دروند زیان اوښتی

کیېف په وار وار روسیې سره د خپلو دغو سرتېرو د تبادلې خبره کړې‌، خو مسکو په دې تړاو لا تبصره نه ده کړې.‌

دغو ځواکونو د ماریوپول تر سقوط وروسته څه باندې ۲ میاشتې د پولادو دې کارخونه کې مقاومت وکړ.

روسیې ویلي له دغو تسلیم شویو سرتېرو ځیني ټپیان د ډونېڅک سیمې نووازوڅک ښار کې یوه روغتون ته او تر ۹۰۰ ډېر نور اولېنیوکا ښار کې زندان ته لېږدول شوي‌ دي.‌

د جرمني او فرانسې مشرانو ښاغلي پوتین سره خبرو کې دا غوښتنه هم کړې روسیه دې د اوکرایین د اوډیسا ښار بندر کې د جګړې له کبله د ایسارو غلو دانو صادرېدو ته اجازه ورکړي.

‌کرملېن ماڼۍ وايي‌ ولسمشر پوتین د دې غوښتنې ځواب کې ویلي چې د خوراکي توکو نړیوال کړکېچ د خطر مخنیوي کې د مرستې لپاره به پر غوراویو فکر وکړي،‌ خو په ورته وخت کې یې دا هم غوښتي چې لوېدیځ دې پر روسیې لګولي بندیزونه لغوه کړي.‌

د روسیې ولسمشر د فرانسې او جرمني مشرانو ته دا خبرداری هم ورکړی چې اوکرایین ته د وسلو د مرستو لېږد کې ډېروالی،‌ بې ثباتي لا پراخولی شي.‌