د اسرائیلو پوځ وايي د غزې په سوېل کې يې د "ځواکونو شمېر کم کړی"

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو پوځ وايي د غزې سوېلي سیمو کې یې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړی او یوازې یوه لوا یې په سیمه کې پاتې ده.

د اسرائيلو پوځ ټینګار کړی چې "د پام وړ ځواکونه" به په غزه کې پاتې شي.

وروسته له هغه چې د اسرائیلو د دفاع وزارت د غزې له جنوبي ښار خان یونس څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. د دغې سیمې اوسېدونکي چې نورو سیمې ته بېځایه شوي وو، بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي ځواکونه یې د رفح سیمه کې او د حماس پر ضد د راتلونکو عملیاتو په موخه له خان یونس وتلي دي. دا ښار د اسرائیلي ځواکونو پوځي عملیاتو کې سخت ویجاړ شوی دی.

د مصر پولې ته څېرمه په رفح کې اوسمهال یو میلیون فلسطیانیان مېشت شوي چې د جګړې له پیل راهیسې د دې تراړې له بېلابېلو سیمو یې هلته له جګړې پناه اخیستې ده.

د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز جنرال هرزي حلوي ویلي، د غزې په جنوبي سیمو کې د خپلو پوځیانو د شمېر په کمولو سره لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

په نیویارک کې د خبرو پر مهال، د منځني ختیځ د سولې د پروسې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک وویل، وېره لري چې په رفح د اسرائیلو عمليات به څه باندې ۸۰۰ زره کسان اغېزمن کړي.

نوموړی وايي، "موږ نه غواړو د وګړو د بېځایه کولو د بهیر برخه اوسو. خو باید له رفح د خلکو د وتلو لپاره احتمالي چمتووالی ولرو. ځکه هغوی لپاره یوازې څو ځایونه شته چې ورشي. او زموږ لپاره له وړاندې د توکو، پناه ځایونو، خوړو او څښاک برابرولو کې له جدي ستونزو سره مخامخ یوو."

اسرائيل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پر اسرائيلو د حماس له بريد شپږ مياشتې تېرې شوې

بل لور ته په اسرائیلو کې د حکومت ضد مظاهرو زور اخیستی. پرون هم په پراخه کچه لاریونوالو له خپل حکومته د حماس له لوري د برمته شویو اسرائیلیانو د خوشي کولو لپاره د لا نورو هڅو غوښتنه کوله.

دغه لاریون داسې مهال شوی چې د اسرائیلو او حماس مرکچیان په مصر کې د اوربند پرسر خبرو لپاره چمتووالی نیسي. عربي رسنیو رپوټ ورکړی چې ښايي څو ورځو کې په دې اړه توافق وشي. خو اسرائیلي حکومت ټینګار کوي چې اوربند هغه مهال کېدای شي چې برمته شوي خوشي کړای شي. حماس هم اوربند لپاره شرایط وړاندې کړي چې پکې له غزې د اسرائیلي ځواکونو بشپړ وتل او له شمالي سیمو د بېځایه شویو فلسطیانیانو بېرته کورونو ته ستنېدل او د اسرائیلي زندانونو څخه د فلسطینیانو خوشي کول شامل دي.

په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سرائیلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.