ایا د نړۍ مشران باید طالبانو سره خبرې پیل کړي؟

کابل

د عکس سرچینه، NAVA JAMSHIDI/BBC

    • Author, لیز دوسیت
    • دنده, د بي‌بي‌سي د نړیوالو چارو مشره خبریاله

نن پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو دوه کاله پوره کېږي، خو حکومت یې تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ان له حکومت سره یې تعامل هم یوه جدي بحث پارونکې مسله ګرځېدلې ده.

ځینې وايي، له طالبانو سره خبرې اترې په افغانستان کې د وضعیت له بدلېدو سره مرسته کوي، خو نور بیا ټینګار کوي چې طالبان بدلېدونکي نه دي، نو خبرې هم ورسره ګټه نه لري.

په داسې حال کې چې نړۍ د طالبانو له حکومت سره د چلند او تعامل په اړه د پرېکړه کولو هڅه کوي، د ښځو حقونه – ان د هغوی د سینګارتونونه د سیاسي چنو وهلو لومړۍ کرښه ګرځېدلې دي.

سینګاروونکې سکینه په یوې لږ څه تیاره خونه کې چې پردې یې راځړېدلې، له خپلو رنګینو سینګارتوکو سره ناسته ده، دې ته فکر کوي چې ولې د دې په څېر مېرمنې د یوې سیاسي معاملې په الې بدلې شوې دي.

هغې کابل کې په خپل نوي خو پټ سینګارتون کې راته وویل "طالبان پر ښځو فشار اچوي، ځکه چې غواړي پر نړیوالې ټولنې د دوی د حاکمیت په رسمیت پېژندلو لپاره فشار راوړي."

هغه دوه اوونۍ مخکې تر هغې وروسته پټ فعالت ته اړوته، چې طالبانو د ټولو سینګارتونونو د تړل کېدو امر وکړ.

دا ظاهرآ د یو شمېر پای نه موندونکو احکامو تازه مورد دی، چې د افغان ښځو او نجونو ژوند او ازادي یې محدود کړي دي.

سکینه په ډاډمن ډول نشي ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې څه ډول دریځ کارنده زبادېدلی شي.

هغه دغې سترې او حساسي سیاسي موضوع ته چې په یوه ډول ناڅرګندتیا او پرېشانۍ کې رانغښتل شوې، په اشارې وايي‌ "که طالبان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژندل شي، ښايي ‌پر موږ محدودیتونه لېرې کړي، یا ان ښايي‌ لا نور یې زیات کړي."

طالبان ټینګار کوي‌ چې د افغان ښځو حقونو په څېر مسایل له نړۍ سره تړاو نه لري.

د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي "پر دې موضوع تمرکز یوازې یوه پلمه ده."

هغه له کندهاره چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده استوګنځی دی، بي‌بي‌سي‌ سره خبرو کې ټينګار وکړ چې "د اوسنی حکومت باید لا ډېر مخکې په رسمیت پېژندل شوی وای.‌ موږ په ځينو برخو کې پرمختګونو کړي او دا موضوع به حل کړو."

په هغو ډلو کې چې ښايي‌ د افغانستان په راتلونکې کې نقش ولري، په دې تړاو د نظر یووالی نشته چې ایا د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي که نه.

په دوی کې افغان ډیاسپورا هم شامل دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اکست پر ۱۵مه واک ته د طالبانو له راګرځېدو راوروسته له هېواده تښتېدلو ته اړ شول او تر اوسه هم هېښ او هک‌پک دي.

افغان

د عکس سرچینه، NAVA JAMSHIDI/BBC

فاطمه ګیلاني د افغانستان د مخکني حکومت د مرکچي پلاوي له څلورو ښځینه غړو ده او تر وروستۍ شېبې یې هڅه کوله له طالبانو سره خبرې وشي.

هغه وايي "د دې ویل اسان دي چې خبرې دې نه کېږي... چې خبرې نه کوئ نو بیا څه کوئ؟"

هغه د تېر حکومت له پرځېدو راوروسته د پردې تر شا روانو سیاسي هلو ځلو کې هم ښکېله ده.‌

هغه د پخوانیو پوځي قوماندانانو او زړو جنګ سالارانو په ګډون غږونو ته په اشارې، چې لا هم د زور له لارې د اوسني حاکمیت د راپرځولو هیله لري، وايي "موږ بلې جګړې ته اړتیا نه لرو."

خو له افغانستان بهر یو شمېر افغانان بیا برعکس د طالبانو حکومت د لا ګوښه کولو لپاره د نورو بندیزونو او سفري محدودیتونو په څېر د لا ډېر فشار غوښتنه کوي.

زهرا نادر په جلاوطنۍ کې د ښځو په مدیریت د چلېدونکې 'زن ټایمز' رسنۍ بنسټګره او اډیټوره ده.‌

هغه وايي‌ "تعامل یعنی څه؟... هغوی ښودلې چې څوک دي او غواړي څه ډول ټولنه جوړه کړي."

طالبانو سره په خبرو کې ښکېل بهرني ډيپلوماتان ټینګار کوي چې له هغوی سره خبرې د رسمیت پېژندلو په معنی نه دي.

دوی دا هم مني چې په دغو خبرو کې تر اوسه کوم پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

خو د طالبانو د پاخه منګ مشر لخوا له تپل شویو خورا توندو محافظه کارو احکامو سره ان د دوی د ځينو مشرانو د نارضایتۍ نښو مړاوې هیلې ژوندۍ ساتلې دي.‌

یو لوېدیځ دیپلومات چې په دې وروستیو کې د طالبانو د منځنۍ کچې مشرانو سره لیدنو کې ښکېل و، وايي "که موږ له هغو افغانانو سره چې غواړي تعامل ولري، له ټولو په ډېره ځیرکه ممکنه بڼه ښکېل نه شوو، هغو کسانو ته به د واک چلولو عام و تام پرانیستی لاس ورکړو،‌ چې غواړي د خلکو یوه ستره برخه اساسآ په زندان کې وساتي."

ځینې سرچینې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره د طالبانو د منزوي مشر بې مخینې لیدنې ته اشاره کوي،‌ چې له یوه بهرني چارواکي سره د هغه لومړنۍ کتنه وه.

هغه ديپلوماتان چې د دغو خبرو په اړه جزییات ورکړ شوي، مني چې په خبرو کې په ځانګړې توګه د نجونو د زدکړو او حقونو په تړاو پراخ واټن موجود دی. خو هممهاله دا امکان هم شته چې د پرمختګ لپاره دې لار وموندل شي، که څه هم دغه پرمختګ به پڅ وي.

خبرې اترې سختې او ګډپوهاوي ته رسېدل ستونزمن دي.

د افغانستان د شنونکو له شکبې کېټ کلارک وايي "د دغو لوریو ترمنځ چې کلونه کلونه سره جنګېدلي پراخه بې باوري‌ او ان کرکه موجوده ده... طالبان داسې انګیري چې ګوندې لویدیځ اوس هم غواړي د دوی ولس فاسد کړي، او د لوېدیځ بیا د ښځو حقونو په تړاو د طالبانو پالیسي او د دوی استبدادی واکمني نه خوښېږي."

اغلې کلارک یو بنسټیز واټن په ګوته کوي او وايي "لوېدیځ ښايي د رسمیت پېژندنې په څېر مسالې ته د امتیاز به سترګه وګوري، خو طالبان ېې بیا خپل حق ګڼي، د امریکايي زبرځواک له ماتولو او دویم ځل واک ته تر راستنېدو وروسته واکمنۍ لپاره خدای ورکړی حق."

ځواکمن هېوادونه خپلې نیوکې د فساد د کمښت چې عواید یې ډېر کړي او د اسلامي دولت ډلې (داعش) لخوا له پېښو امنیتي ګواښونو سره مقابلې لپاره هڅو کې د پرمختګ له ستاینو سره برابروي.

د لوېدیځ ځواکمن هېوادونه همدا راز اسلامي هېوادونو او عالمانو ته سترګې په لار دي، چې له اسلام څخه د طالبانو د توندلارو تفسیرونو په تړاو د ګډو اندېښنو په اړه مخکښ واوسي.

خو دغو هدافو ته د رسېدو لارې چارې هم ستونزمنېږي.‌

ان اوس ملګري ملتونه هم د "جنسیتي اپارتاید" خبرې کوي، ځکه طالبانو له پارکونو، سپورتي سالونونو او سینګارتونو د ښځو په راګرځولو سره پر ښځو محدویتونه ډېر کړي دي.

اوس د "بشریت ضد جرمونو" لپاره د یوې قانوني قضیې رامخ ته کولو لپاره هم خوځښتونه پیل شوي.

د سیمه ییزو او لوېدیزو هېوادونو ترمنځ له متناقضو پیغامونو او وخت ناوخت ناندریو سره سره، د روسیې او چین په ګډون د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د رسمیت پېژندنې په څېر د ځينو سرو کرښو په تړاو نادر فکري یووالی موجود دی.‌

خو دغه په ټپه ولاړ وضعیت د افغانستان عامو خلکو ته ویجاړوونکې پایلې لري.‌

د ملګرو ملتونو وروستی راپور په غټو ټکو لیکي چې د جولای تر پایه د دوی د بشري مرستو د غوښتنې یوازې یو څلورمه برخه تامین شوې او دا ځکه چې مرستندویانو ترې مخ اړولی دی.‌

په دې توګه هر ورځ د هغو افغانانو شمېر لوړېږي،‌ چې په نهاره شپې رڼوي.‌

ملګري ملتونه وايي‌ دمګړۍ په افغانستان کې شاوخوا ۸۴ سلنه کورنۍ یوازې د خوړو لپاره پور اخلي.‌

همدا راز دا اندېښنې هم شته چې د داعش په څېر توندلارې اسلامپاله ډلې د ودې په حال کې دي.‌

طالبان هر څه ګل او ګلزار ښيي. او ان له رسمیت پېژندلو پرته د دوی استازي‌ په خپلو دودیزو پګړیو او جامو کې د نړۍ له بوختو مساپرو دي، چې په غونډو کې د ګډون لپاره بېلابېلو پلازمېنو ته روان وي.‌

ایران

د عکس سرچینه، NAVA JAMSHIDI/BBC

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تقریبآ هره ورځ په پرتمینو خونو کې د خپل بیرغ او رسمي عکسونو په ګډون له ټولو معمول پروتوکلونو سره کابل کې د پلاوو هرکلی کوي.

د اروپايي‌ ټولنې له یوه کوچني پلاوي او جاپاني استازو پرته په کابل کې ټول لوېدیځ سفارتونه تړلي دي.‌

په دې اړه هم بحثونه روان دي چې ایا دمګړۍ په قطر کې مېشت دیپلوماتان د دې لپاره چې نفوذ ولرلی شي، باید کابل ته ولېږدېږي که څنګه.

د نړۍ یوه پلازمېنه کې هم د دې ۴۰ کلنې جګړې د یوه بل څپرکي د پرانیستل کېدو لېوالتیا نه ښکاري.‌

او د طالب مشرانو ترمنځ له هر راز اختلافاتو سره سره، د دوی یووالی یو هدف دی چې دوی ته تر ټولو مهم دی.

هېڅ اسانه او چټکه حل‌لاره نشته.

سینګاروونکې سکینه وايي‌ "یوازنی شی چې د زړه له تله یې ویلی شم دا دی چې واقعآ ځورېږو. ښايي څوک چې دلته نشته موږ درک نه کړي، خو دا واقعآ دردناکه ده."