طالبانو د مرستو په وېش کې د لاسوهنې په تړاو د سیګار رپوټ رد کړ
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، .
د مرستو وېشلو په بهیر کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لاسوهنې په اړه د افغانستان پر بیا رغونې د څار امریکايۍ ادارې سیګار رپوټ د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت رد کړ.
دې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې حکومت هېڅکله د مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې تګلاره نه خپلوي.
د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکايۍ ادارې مشر جان سوپکو تېره سې شنبه د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یوې ناستې ته ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له افغانانو سره د امریکا لخوا له بشري مرستو نه ګټه اخلي.
دغه راز سیګار په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د طالبانو حکومت له هغو مرستو په نامستقیم ډول د خپلې ګټې لپاره کار اخلي چې امریکا د پوهنې برخه کې له افغانستان سره کوي.
د دې ادارې موندنې ښيي چې د طالبانو د کړنلارو له امله په ټوله کې د تعلیم کیفیت ټیټ شوی، د ښوونکو شمېر کم شوی او لږ تر لږه په اتو ولایتونو کې ښوونځیو کې د نویو شاملیدونکو زدکوونکو شمېر لس سلنه را کم شوی دی. رپوټ کې دغه راز ویل شوي چې طالبان نادولتي بنسټونه مجبوروي چې د دوی کسان وګوماري، او له هغو شرکتونو توکي را ونیسي چې د طالبانو اړوند دي.
درې میاشتې وړاندې هم سیګار په خپل درې میاشتنې رپوټ کې ویلي و چې د طالبانو حکومت د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د ورتلونکو پیسو په کنټرولولو کې مداخله کوي چې له امله یې بشري مرستې کمې شوې دي، خو هغه مهال هم د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعا رد کړه.
د مرستو د وېشولو په بهیر کې د لاسوهنې په اړه د سیګار د تازه ادعا د ردولو ترڅنګ د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت د سیګار رپوټ بې بنسټه او په افغانستان کې له عیني بدلونونو سره په ټکر کې بللی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دې وزارت په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي حکومت تل هڅه کړې چې مرستې تر اړمنو په روڼتیا سره ورسېږي او حکومت د مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې تګلاره نه خپلوي او پر نړیوالو موسسو فشار نه اچوي، بلکې هڅه کوي چې د مرستو رسولو بهیر کې موسسو او نړیوالو بنسټونو ته لا ډېرې اسانتیاوي برابرې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کمې شوي چې له امله یې د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو وخت په وخت اړو خلکو ته د مرستو د رسولو په برخه کې د ننګونو یادونه هم کړې ده، هغه مرستې چې اوسمهال د نړیوالې ټولنې لخوا له افغانانو سره کېږي د ملګرو ملتونو د ادارو او ناودلتي موسسو لخوا پر افغانانو وېشل کېږي.
د سیګار اداره د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرېس لخوا د پروژو او د بیارغاونې د کړنو د تفتیش او څېړنې د ترسره کولو لپاره په کال ۲۰۰۸ کې جوړه شوې چې د ظرفیتونو د لوړولو او اغېزمن کولو ترڅنګ د بیا رغاونې په پروګرامونو کې د درغلیو، تقلب او بې ځایه ګټې اخیستنې مخنیوي وکړي. دا اداره هرو دریو میاشتو کې د امریکا کانګرېس ته خپل رپوټونه وړاندې کوي.








