سیګار: طالبان د نادولتي ادارو په چارو کې مداخله کوي؛ طالبانو رد کړې

د عکس سرچینه، USG
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، د نادولتي ادارو په چارو کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر ټکنی کړی دی.
سیګار همدا راز د امریکا کانګرس ته په خپل رپوټ کې ویلي، د امریکا لخوا یوې تمویل شوې ارزونې موندلې چې د افغانستان مرکزي بانک د طالبانو له حکومته خپلواک نه دی او په وینا یې د ناقانونه پیسو د لېږد او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ مخنیوي لپاره اړینې لارې چارې نه لري.
دې ادارې په خپل رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږیو ادارې له قوله ويلي، په داسې حال کې چې افغانستان د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو لوی ناورین سره مخامخ دی، په دغه هېواد کې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې د هغو کسانو شمېر ته نیم میلیون لا نور خلک ورزیات شوي چې ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا لري.
د دوی په وینا د طالبانو د حکومت تګلارو د بشري مرستو بهیر تر هر بل وخت له ډېرو ننګونو سره مخامخ کړی دی.
خو د طالبانو حکومت بشري مرستو کې لاسوهنه په کلکه رد کړې ده.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، "د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي."
سیګار وايي، که طالبان خپلې تګلارې بدلې او دوامداره ودې ته لومړیتوب ورنه کړي، په افغانستان کې د نفوس له ډېرېدو سره به دغه هېواد په نږدې راتلونکې کې د بېوزلۍ په جال کې راګیر شي.
دې ادارې ویلي په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت نازک دی، خو طالبان د نادولتي مؤسسو په فعالیتونو کې لاسوهنې زیاتې کړې او د دوی د چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد "موږ دا ادعا په کلکه ردوو. د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) لخوا د اینجوګانو او موسساتو په کارونو کې هېڅ ډول مداخله نه کېږي. خصوصا د هغوی په مالي برخو کې، هغوی د دوی په خپل واک کې دي او له خپل پروسیجر سره سم یې لګوي."
نوموړی زیاتوي، "یوازې که کله څوک شکایت وکړي، د ویش د شفافیت په اړه یا د ځینو امنیتي احتیاطي تدابیرو په اړه. اسلامي امارت له موسساتو سره همکار دی، خو د هغو په چارو کې هېڅ ډول مداخله نه لري او په دې اړه چې کوم رپوټونه خپاره شوي موږ یې ردوو."

د سیګار په وینا د روان کال په لومړۍ ربعه کې د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو بهیر په ثابت ډول پڅ کړی چې ورسره د ۲۰۲۳ کال لومړیو پنځو میاشتو کې بشري مرستو ته د لاسرسي د محدودېدو پېښو کې د تېر کال د همدومره مودې پرتله ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د سیګار د رپوټ په حواله د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه د دې لامل شوي چې ملګري ملتونه د ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې خپله د بشري مرستو بودیجه ۳۰ سلنه کمه کړي.
په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) راپور ته اشاره شوې چې پکې ویل شوي د بشري مرستو بودیجه کې ۳۰ سلنه کموالی به د افغانستان اقتصادي وده هم پڅه کړي.
سیګار د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د بشري مرستو د برخې له قوله ویلي، په روان کال کې بشري مرستو ته د لاسرسي پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د طالبانو لاسوهنه ده.
دوی ویلي، په دایکندي، غور، او ارزګان کې د ملګرو ملتونو د مرستو لړۍ د لارو په اوږدو ځنډول شوې، مسیر یې بدل کړای شوی او نور خنډونه ورته جوړ کړای شوي دي.
دوی وايي، سیګار د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د بشري مرستو ادارې وروستي معلومات ښيي چې یوازې د روان کال په اپریل میاشت کې مرستو ته د لاسرسي بهیر کې د طالبانو د مداخلې ۱۱۰ پېښې ثبت شوې دي.
د بېلګې په ډول یوناما راپور ورکړی چې د روان کال د مې په لومړۍ نیټه د طالبانو امنیتي کسانو د دوی دوه ښځینه کارکوونکې په دې پلمه نیولې او بندیانې کړې وې چې نارینه محرم ورسره نه و.
سیګار ویلي، د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو څلورو همکارو ادارو د طالبانو لخوا په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په غبرګون کې خپل فعالیتونه په جزئي ډول درولي و.
د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د دغه هېواد د سولې انستیتیوت له قوله ویلي، طالبان د ملګرو ملتونو مرستو ته د عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.
د سیګار په وینا طالبان د ملګرو ملتونو د مرستو بهیر کې د کنټرول او نفوذ زیاتولو لپاره په جدي ډول هڅې کوي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل وايي، د دوی حکومت له افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
دی زیاتوي د طالبانو حکومت "پخپله هم له ټولو یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو سره سره له خپلو کورونیو عوایدو هر کال د خپلو سلګونو زره اړمنو هېوادوالو لاسنیوی کړی."

د عکس سرچینه، UNAMA
د سیګار رپوټ کې ویل شوي چې امریکا لا هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد پاتې شوی چې د پخواني حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې له افغانستان سره شاوخوا ۲ اعشاریه ۳۵ میلیارده ډالره مرسته کړې.
ملګرو ملتونو د روان کال په مارچ میاشت کې په افغانستان کې د ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه کسانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د ۳ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو د راټولو غږ وکړ.
خو د طالبانو لخوا په نادولتي ادارو کې د ښځو پرکار له بندیز وروسته دغې ادارې د جون په لومړیو کې خپل پلان ۳ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو ته راکښته کړ چې له کبله یې د بشري مرستو لپاره بسپنه کې ۳۰ سلنه یا ۱ اعشاریه ۳ میلیارده ډالره کموالی راغی.
د سیګار په حواله له جون راهیسې مرستندویه هېوادونو ملګرو ملتونو دغه پلان لپاره یوازې ۱۴ سلنه بودیجه ورکړې ده چې په دې ډله کې امریکا تر ټولو لوی مرستندویه هېواد دی او تراوسه یې ۷۴ اعشاریه ۴ میلیونه ډالره مرسته کړې.











