د امریکا ټاکنې؛ د ماشوم زيانولو په تړاو د مېشل اوباما وینا او د مسلمانانو د رایو ګټلو لپاره د ټرمپ هڅې

مېشل اوباما او کملا هرېس

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې مېشل اوباما ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندې کملا هرېس سره په خپل لومړني کمپاين کې د امریکا خلک وهڅول چې د ډونلډ ټرمپ له "ګواښونو" څخه د هېواد د ژغورنې لپاره رايه ورکړي.

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مېرمنې مېشل اوباما په مېشېګن ايالت کې چې د سختې سيالۍ ډګر دی وويل، د دواړو سيالانو تر منځ واټن "له هغه څه نژدې دی" چې دا يې غواړي وګوري.

همدلته په مېشېګن کې په يوه بله غونډه کې ډونلډ ټرمپ ژمنه وکړه چې په دې ايالت کې د موټرو جوړولو صنعت به بيا راژوندی کړي او له امريکايي عربانو سره په کتنه کې وويل چې دوی "د ټاکنو پايلې بدلولی شي".

په داسې حال کې چې د نومبر مياشتې ۵ نېټې ولسمشريزو ټاکنو ته يوازې لس ورځې پاتې دي. نظر پوښتنې ښيي چې په مېشېګن ايالت کې د دواړو نوماندانو تر منځ سيالي خورا نژدې ده او اغلې هرېس په ډېر لږ توپير له ډونلډ ټرمپ مخکې ده.

د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې جو بايډن په دغه ايالت کې د ۲.۷۸ سلنه رايو په توپير بريالی شوی و چې ولسمشر کېدو کې يې ورسره مرسته کړې وه.

بل پلو د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې بيا دلته ډونلډ ټرمپ د ۰.۲۳ سلنه رايو په توپير د هېلري کلنټن پر وړاندې بريالی شوی و.

مېشل اوباما زرګونو خلکو ته د وينا پر مهال پر ډونلډ ټرمپ سختې نيوکې وکړې او په تکراري ډول يې د هغه "نااټکل شوي چلند" او "څرګند ذهني زوال" ته اشاره وکړه.

د نوموړې وينا تر ډېره په "ريښتينې وېرې" راټوله وه چې څنګه به د ټرمپ اداره د ماشوم زيانولو (جنين سقط) پر حقونو اغېز وکړي او په باور يې په ټاکنو کې د کملا هرېس ناکامي به ناوړه پايلې ولري.

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د ماشوم زيانولو د (جنين سقط) ډېری حقوقي مدافعينو اندېښنېه څرګنده کړې چې د ماشوم زيانولو بنديز د ښځو ژوند ګواښي.

مېشل اوباما وويل، "زه ژوره اندېښنه لرم چې ډېری خلک د هغو خلکو په دروغ باور کوي چې په زړه کې هغوی ته غوره ګټې نه لري" او زياته يې کړه چې "بدمرغي به زموږ ټولو ژوند اغېزمن کړي."

اغلې هرېس تر ډېره د مېشل اوباما څرګندونې غبرګې کړې او ځوانو رايه ورکوونکو ته يې وويل چې دا پوهېږي چې دوی ولې بدلون ته "لېواله" دي.

نوموړې ووېل، "زه غواړم تاسو ته ووايم چې زه تاسو او ستاسو ځواک درک کوم. "

بل پلو ډونلډ ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال د معمول په څېر د کډوالۍ، انرژۍ او اقتصاد په اړه ژمنو ته وخت ورکړ.

په دغه غونډه کې د ديربورن د ښاروال بېل بزي په ګډون د امریکايي عربو او مسلمانانو ټولنو يو شمېر مشرانو هم برخه لرله.

ښاغلي بېل بزي وويل، "موږ د ډونلډ ټرمپ ملاتړ کوو ځکه چې هغه په منځني ختیځ او اوکرایین کې د جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې ده. په ټوله نړۍ کې د وينو توېدل بايد پای ته ورسېږي، او زه فکر کوم چې دا کس کولی شي دا کار ترسره کړي."

ښاغلي ټرمپ وويل چې د امریکايي عربانو رايې کولی شي د ټاکنو پايلې د يوه يا بل نوماند په ګټه "بدلې" کړي.