د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ مناظره؛ له افغانستانه پر وتلو يې يو پر بل نيوکې وکړې

د ډونلډ ټرمپ او کمله هرېس مناظره

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس په خپله لومړنۍ ټلويزيوني مناظره کې پر بېلابېلو مسايلو خپل نظرونه څرګند او يو پر بل يې يو ځل بيا سختې نيوکې وکړې.

دغه مناظره چې د اې بي سي تلويزيون له خوا تنظیم شوې وه د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د افغانستان تر څنګ د اقتصاد، کډوالۍ، روسيې-اوکرايين جګړې، د غزې جګړې او نور مهمو مسايلو په اړه خپل دريځونه څرګند کړل.

د ديموکرات ګوند نوماندې کمالا هرېس له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبايډن له پرېکړې يو ځل بيا ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې په دې اړه د نوموړي له پرېکړې سره دا هم "همغږې" وه.

اغلې هرېس وويل، "څلورو ولسمشرانو ويل چې له افغانستانه وځو خو جوبايډن دغه کار ترسره کړ. د دې په پايله کې اوس امريکايي ماليه ورکوونکي د ورځې ۳۰۰ ميليونه ډالر د نه ختمېدونکې جګړې لپاره نه ورکوي".

اغلې هرېس د خپلو خبرو په دوران کې پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې په تړاو نيوکه وکړه او ويې ويل چې نوموړي "له طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان حکومت له پامه وغورځاوه او مخامخ یې د طالبانو په نامه له ترهګرې ډلې سره خبرې اترې وکړې. د مذاکراتو پايله کې طالبان وتوانېدل چې پنځه زره ترهګر له زندانه ازاد کړي."

کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

د اغلې هرېس په ځواب کې د جمهوريپالو نوماند ډونلډ ټرمپ وويل، "که چېرې هغې مودې ته وګورو طالبانو به زموږ ډېر پوځيان په نښه کول، زه له طالبانو سره ښکېل شوم... له هوکړې وروسته ۱۸ مياشتې هېڅوک ونه وژل شول، موږ له طالبانو سره تړون درلود چې مايک پمپيو کړی و."

ښاغلي ټرمپ په دې بڼه له افغانستانه وتل "تر ټولو ناوړه وتل" وبلل او زياته يې کړه چې "په تړون کې هر څه راغلي وو خو دوی [بايډن ادارې] عملي نشوی کړی، دوی هغه څه ونه کړل چې بايد ترسره کړي يې وی. "

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پای کې له ۲۰ کلن اشغال وروسته په بشپړه توګه امريکايي پوځيان له افغانستانه ووتل او له دې وړاندې د همدې مياشتې پر ۱۵ نېټې جمهوريت سقوط وکړ او واک د طالبانو لاس ته پرېوت.

د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ تر منځ د مناظرې اړتیا له هغې وروسته پیدا شوه چې د دیموکرات ګوند پخوانی کاندید او د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن راتلونکو ټاکنو کې له نوماندۍ تېر شو او پر ځای یې دیموکراتان د کمله هرېس په کاندیدېدو سره سلا شول.