د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ د ټرمپ او کمالا هرېس تر منځ د لومړۍ تلویزیوني مناظرې په هکله اختلاف رامنځته شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس تر منځ پر لومړی تلویزیوني مناظره د نظر اختلاف دی او هر یو یې په بېلو نېټو له بېلو تلویزیونو سره پر مناظرې ټینګار کوي.
کمالا هرېس ټینګار کوي چې دا مناظره دې د سپتمبر پر لسمه نېټه له اې بي سي تلویزیونې شبکې سره وشي.
نوموړې دغه راز ټینګار کوي چې مناظره دې په هغه ځای کې جوړه شي چې مخکې د جوبایډن او ډونلډ ټرمپ ترمنځ پکې مناظره شوې وه.
ښاغلی ټرمپ بیا وايې چې په اې بي سي تلویزیون کې مناظره له هغه مهاله چې جوبایډن نور له ټاکنیزو سیالیو ووت، د کولو نه ده، نوموړی ټینګار کوي چې له کمالا هرېس سره دې مناظره په فاکس نیوز نومي تلویزیون کې وي.
ډونلډ ټرمپ د دې مناظرې لپاره د سپتمبر پر څلورمه نېټه ټينګار کوي.
دوی دواړه د روان کال د نومبر پر پنځمه نېټه د یوه بل پر وړاندې ټاکنو ته ولاړ دي.
سږ کال د ډونلډ ټرمپ لومړۍ مناظره له جوبایډن سره وه

د عکس سرچینه، Reuters
د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ تر منځ د مناظرې اړتیا له هغې وروسته پیدا شوې چې د دیموکرات ګوند پخوانی کاندید او د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن راتلونکو ټاکنو کې له نوماندۍ تېر شو او پر ځای یې دیموکراتان د کمالا هرېس په کاندید کېدو سره سلا شول.
له دغه بدلون وروسته ټرمپ نده منلې چې اې بي سي خبري شبکې لخوا په وار له مخه پلان شوې مناظره کې ګډون وکړي.
د امریکا تلویزیوني شبکې دا مهال له دواړو لورو سره د مناظرې لپاره د یوه نوې نېټې په ټاکلو بوختې دي.
د دې سره هممهاله ښاغلي ټرمپ پخپله ټولنیزه شبکه (ټروټ سوشل) لیکلي چې ده د سپتمبر پر څلورمه د فاکس نیوز لخوا د مناظرې د کولو وړاندیز منلی دی، ټاکل شوې چې دا مناظره په پنسلوانیا ایالت کې وشي.
هغه همدا راز د دغې مناظرې شرایط هم بیان کړي او په وینا یې دا مناظره به د فاکس نیوز د دوه مخکښو څیرو برت بایر او مارتا مککولم لخوا ترسره کېږي او په وینا یې له جوبایډن سره د لومړۍ مناظرې په ډول به مخکې ځي.
ښاغلي ټرمپ ویلي "که کمالا هرېس نشي کولی یا نه غواړي په دې ورځ په دې ځای کې مناظره وکړي، زه فاکس نیوز سره دې هوکړې ته رسیدلی یم چې دا مناظره کېږي د سپتمبر پر څلورمه نېټه مازدیګر مهال کوم بل ځای ترتیب کړي."
نوموړي همدا راز ټینګار کړی دا چې جوبایډن له ټاکنو تېر شوی نو د اې بي سي تلویزیون سره د مناظرو پخوانۍ هوکړه هم فسخ شوې.
د ډونلډ ټرمپ د دغو خبرو په غبرګون کې د کمالا هرېس ټاکنیز دفتر ویلي چې "پخوانی ولسمشر ټرمپ له مناظرې ډاریږي او د شوې هوکړې خلاف له مناظرې تښتي."
د کمالا هرېس ټاکنیز دفتر دا هم ویلي چې فاکس نیوز ته د ټرمپ مراجعه له دې کبله ده چې ځان وژغوري، دوی دا "محافظه کاره" رسنۍ بللې .
د هرېس د ټاکنیزو منډو تر تړو یوه تنظیمونکي مایکل تایلر ویلي "ټرمپ باید له دې لوبې لاس واخلی او د سپتمبر پر لسمه وار له مخه ټاکل شوې مناظرې ته حاضر شي."
خپله کمالا هرېس پر ټولنیزو پاڼو لیکلي " جالبه ده چې څنګه هر ځای او هر وخت حاضرېدو خبره اوس په یوه خانګړې وخت او ځانګړې ځای بدله شوې."
اغلې هرېس ویلي "زه به د سپتمبر پر لسمه همالته وم هغه ځای کې چې وار له مخه پرې هوکړه شوې ده."
اغلې هرېس د تېرې جمعې په ورځ د دیموکراتانو اکثریت ملاتړ تر لاسه کړ او د ټرمپ سره ټاکنیزو سیالیو ته ووته.
که د دوی دواړو تر منځ دا مناظره وشي د ډېرو پام به ځانته واړوي او خلک ډېر لېوال دي چې دوی په یوه ازاد بحث کې د دوی وړتیا و ارزوي.











