بایډن وايي د دې وخت را رسېدلی چې مشعل نوي نسل ته وسپاري

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ تر شا ته کېدو وروسته لومړۍ تلویزیوني وینا کړې ده.
هغه سپېنه ماڼۍ کې له خپل کاري دفتره په دې کمسارې وینا کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، د دې وخت رارسېدل چې "څراخ نوي نسل" ته وسپاري.
ښاغلي بایډن تېره یکشنبه (د جولای ۲۱مه) اعلان وکړ چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ لاس اخلي او خپله مرستیاله کمالا هرېس رامخ ته کوي.
دی په دې توګه د امریکا د تاریخ لومړنی برحاله ولسمشر شوی چې ځان دویمې دورې ته نه نوموي.
هغه دلته له دې وضاحته په څنګ تېر شو چې ولې یې داسې مهال دا پرېکړه وکړه چې ټاکنو ته څو میاشتې پاتې دي.
خو وېي وویل "په وروستیو اوونیو کې راته دا روښانه شوه چې خپل ګوند باید سره رامتحد کړم".
د یادونې ده چې ښاغلی بایډن څه موده مخکې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ سره په تلویزیوني مناظره کې کمزوری راڅرګند شو او تر هغې وروسته پرې د خپلو ګوندي ملګرو لخوا د دې لپاره فشارونه مخ په ډېرېدو وو چې له نوماندۍ تېر شي.

هممهاله راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ تازه په یوه انتخاباتي غونډه کې پر ښاغلي بایډن او کمالا هرېس دواړو توندې نیوکې کړې دي.
ښاغلي ټرمپ چارشنبه د شمالي کارولینا په شارلوت کې د خپلو ملاتړو غونډې ته وویل، چې جو بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو زیان اړونکی ولسمشر دی.
هغه همدا راز اغلې هرېس یوه "لیونۍ رادیکاله کیڼ اړخې" وبلله او ویلي یې دي چې که نوموړې واک ته ورسېږي نو "هېواد به ویجاړ کړي."
نظر پوښتنې ښيي چې د ښاغلي ټرمپ او اغلې هرېس ترمنځ سیالي څه نا څه برابره ده.
کمالا هرېس وار له مخه راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاین هم پیل کړی دی.

هغې چارشنبه یوې غونډې ته وویل "زما په اند اوس موږ د دوو لیدلوریو ترمنځ د یوه له انتخاب سره مخامخ یو."
نوموړې زیاته کړې له دغو لیدلوریو "یو پر راتلونکې متمرکز دی او بل په تېر. زه ستاسې په ملاتړ د خپل هېواد راتلونکې لپاره جنګېږم."
د یادونې ده چې یو شمېر جمهوریپالو له ولسمشرۍ هم د ښاغلي بایډن د ګوښه کېدو غوښتنه کړې ده. دوی استدلال کوي چې که نوموړی په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی، د هېواد چارې هم نه شي سمبالولی.
خو سپینې ماڼۍ په بیا بیا دغه تورونه رد کړي دي.
ټاکلې ښاغلی بایډن پنجشنبه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او غزه کې د یرغملو امریکایانو د کورنیو له غړو سره وګوري.











