کمالا هرېس څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د راروانې نومبر میاشتې له ولسمشریزو ټاکنو د جوبایډن له تېرېدو سره د دیموکرات ګوند د نوماند څوکۍ تر دې دمه تشه پاتې ده.
وروسته له هغې چې په ټاکنو کې د جو بایډن د تېرېدو په تړاو غوښتنې ډېرې شوې، یوه پوښتنه چې ښايي له ډېرو سره به وي دا ده چې د بایډن په نشتون کې به د ډیموکرات ګوند په استازیتوب څوک په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
ښاغلي بایډن چې پرون یکشنبه د جولای پر ۲۱مه یې له ټاکنو د وتلو اعلان کاوه د خپل ځای ناستي په اړه څه و نه ویل، خو وروسته یې د کاملا هرېس نوم یاد کړ او د هغې ستاينه يې وکړه.
ښاغلي هرېس له درې نیم کاله ډېر وخت ولسمشر بایډن سره د لومړۍ مرستیالې په توګه پاتې شوې او په سپینه ماڼۍ کې یې پاتې کېدل د ډېرې تجربې د ترلاسه کولو لپاره لوی فرصت و.
ښايي له همدې امله ښاغلي بایډن له ټاکنو د وتلو له اعلانه نیم ساعت وروسته پر اېکس پاڼه له کاملا هرېس خپل ملاتړ اعلان کړ او په ښکاره یې د نوموړې نوم واخیست.
خو دا چې آغلې هرېس به راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کټونکې وي که نه، لا یې هم په اړه شکونه شته.
کاملا هرېس څنګه د سیاست ډګر ته مخه کړه؟
کاملا هرېس د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړنۍ ښځې، لومړنۍ تور پوستې او لومړنۍ آسیایۍ په توګه چې د ولسمشر مرستیاله وټاکل شوه، تاریخ جوړ کړ.
د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې نوموړې ته داسې مهال د ۷۵ دقیقو لپاره د لنډ مهاله ولسمشرې په توګه واک وسپارل شو، چې بایډن تر طبي معاینې لاندې و.

د عکس سرچینه، KAMALA HARRIS
مېرمن هرېس د کلفورنیا په اوکلنډ کې زېږېدلې. پلار او مور یې کډوال وو. مور یې هندۍ او پلار یې د جمېکا و.
پنځه کلنه وه، چې مور او پلار یې بېل شول او له هغې وروسته به ډېر وخت خپلې مور سره پاتې کېدله.
مور یې شیامالا ګوپان هرېس د سرطاني ناروغیو څېړونکې او د مدني حقونو فعاله وه.
مېرمن هرېس وايي، مور یې دا او خور یې مایا په اوکلنډ کې د تور پوستو تر منځ رالویې کړي دي.
نوموړې د "هغه حقایق چې په ځان کې یې خوندي کوو" په نامه خپل ژوند لیک کې لیکلي، "مور مې ډېره ښه پوهېده چې دوې تور پوستې لورګانې لویوي. هغه پوهېده چې دویم هېواد به یې مونږ د تور پوستو نجونو په نامه یادوي او ډاډه وه، چې مونږ به پر زړورو او پر ځان باوري تور پوستو نجونو بدلېږي."
هغې په "هووارد" پوهنتون کې چې د تور پوستکو یو تر ټولو معتبر او مشهور پوهنتون و زدکړې کړي دي او له همغه ځایه یې "جنوبي افریقا کې اپارتاید " او "امریکا کې د نژادي اړیکو" په څېر نور سیاسي مسایل وپېژندل.
مېرمن هرېس کلفورنیا کې د اوکلند د الامډا ښارګوټي په څارنوالۍ کې خپله دنده پیل کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې د خپل وکالت اسناد د کلفورنیا له هستینګز پوهنتونه اخیستي او د دغه ایالت په بېلابېلو څارنوالیو کې یې دنده ترسره کړې ده. آغلې هرېس په ۲۰۱۰ کال کې د کلفورنیا د لویې څارنوالې په توګه وګومارل شوه او په ۲۰۱۶ کې یې د دې ایالت په استازیتوب د امریکا سنا ته لار ومونده.
په ۲۰۲۰ کال کې هغې ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند لومړنیو سیالیو کې برخه واخیسته، خو د سیالیو په لومړیو پړاوونو کې حذف شوه.
ولسمشریزو ټاکنو کې د جوبایډن له بریا وروسته نوموړې د هغه د مرستیالې په توګه اعلان شوه.
جو بایډن د هغې په اړه ویلي، "کاملا هوښیاره، زیارکښه، تجربه لرونکې او ازمویل شوې ده."
جو بایډن او کاملا هرېس په ګډه وکولی شول، چې د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونلډ ټرمپ او مرستیال یې مایک پېنس ته ماتې ورکړي.
په ټاکنو کې د جوبایډن تر څنګ د آغلې هرېس درېدل د بایډن د بریا چانس ډېر کړی و او د تور پوستو ۹۰ سلنه رایه یې ګټلې وه.
کاملا هرېس د خپلې مرستیالۍ په دوره کې څه کړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د مرستیال ولسمشرې په توګه آغلې هرېس د امریکا د سنا سمبولیکه مشري هم لري، کله چې په سنا کې د دوو حزبونو رایې سره برابرې شي، د هغې رایه برخلیک ټاکونکې وي.
نوموړې په تېرو څلورو کالو کې له خپل دې واکه ۳۲ ځلې کار اخیستی، چې د امریکا په تاریخ کې له بل هر یو مرستیال ولسمشره ډېر دی.
ښاغلي بایډن د مرستیالې په توګه د هغې د دندې په اړه ویلي، "کامله وروستی غږ دی چې په خونه کې اورېدل کېږي، فرضیې ننګوي او سختې پوښتنې کوي."
هغې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د زېږون له حقونو د دفاع په برخه کې د خلکو پام ځانته را اړولی دی.
نوموړې هغه حکم هم لغوه کړ چې د جنین سقط یې امریکا کې د ملي حق په توګه پېژندلی و.
له دې هر څه سره په امریکا کې نوموړې لا هم ډېر ملاتړي نه لري.
د نظر پوښتنو پر اساس ۵۱ سلنه امریکایان د هغې کړنې نه خوښوي او یوازې ۳۷ سلنه کسان یې تائیدوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا کې د بي بي سي ځانګړی خبریال کتي کې د دې مسلې په اړه ویلي چې ښايي دلیل یې دا وي چې د ولسمشر مرستیالې په توګه له ټاکل کېدو وروسته بایډن نوموړې ته د امریکا پر جنوبي پوله د کډوالۍ کمولو مسولیت ورسپارلی و چې په حلولو کې یې پاتې راغلې ده.
کاملا هرېس د جوبایډن د ځای ناستې کېدو په اړه څه وايي؟
د امریکا د کانګرېس ځینو استازو په ښکاره له ۸۱ کلن جو بایډنه غوښتي وو چې د نومبر په ولسمشریزو ټاکنو کې له سیالۍ تېر شي. دا غوښتنې وروسته له هغې ډېرې شوې چې ډونلډ ټرمپ سره په مناظره کې یې خبرې ګډې وډې شوې.
د اوهایو د ایالت استازي رایان ډلې د هغې د ځای ناستې په توګه د آغلې هرېس د ټاکل کېدو وړاندیز کړی دی.
هغې په نیوزویک مجله کې لیکلي، "زه په کلکه باور لرم چې د مخکې تګ غوره لاره د کاملا هرېس ورپېژندل دي. څوک چې وايي د هرېس ټاکلو خطر د بایډن له ټاکل کېدو ډېر دی، په واقعیت کې ژوند نه کوي."
د کلفورنیا ایالت استازي اډم شیف ویلي، آغلې هرېس به یوه "په زړه پورې ولسمشره وي" او ټاکنو کې د اکثریت رایو په ګټلو سره به ډونلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي.
وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، سره له دې چې کاملا هرېس به له سختۍ سیالۍ سره مخ شي، خو د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د بایډن پرتله ښه وي.

د عکس سرچینه، REUTERS
د سي اېن اېن له خوا یوې نظر پوښتنې چې د جولای پر دویمه خپره شوې وه وموندله چې، ۴۳ سلنه رایه ورکوونکي غواړي ښاغلی بایډن ولسمشر شي او ۴۹ سلنه یې بیا د ډونلډ ټرمپ د بریا غوښتنونکي دي.
دا نظر پوښتنه ښيي چې که مېرمن هرېس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شي ۴۵ سلنه ملاتړي به ولري او د ښاغلي ټرمپ ملاتړي به ۴۷ سلنه وي.
نور هغه کسان چې د جو بایډن د ځای ناستي په توګه یې نومونه یاد شوي د کلفورنیا والي ګوین نیوسام، د میشیګان والي ګرتچن ویټمز او د امریکا د ترانسپورت وزیر پیت بودجج دي.
مېرمن هرېس له ولسمشر ملاتړ کوي او وايي: "وګورئ، جو بایډن نوماند دی. مونږ یو ځل ټرمپ مات کړی او بیا به یې هم ماتوو او خلاص."










