جو بایډن د ولسمشرۍ له سیالۍ ووت، ټرمپ وايي ولسمشرۍ ته وړ نه و

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو کې له نوماندۍ تېر شو.
نوموړي دغه اعلان د ټولنيزې رسنۍ اېکس په خپل شخصي اکونټ يوه پيغام کې کړی دی.
ښاغلي بايډن ويلي دغه پرېکړه يې د "خپل ګوند او هېواد په ګټه ده."
نوموړي زياته کړې چې د ولسمشر په توګه د اوسنۍ دورې تر پايه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
په دې وروستیو ورځو کې د ډیموکراټ ګوند د نورو غړو لخوا د نوموړي د استعفا لپاره غوښتنې زیاتې شوې وې.
د يو شمېر ديموکراتانو له خوا په ولسمشريزو ټاکنو کې د نوماند په توګه د جو بايډن د استعفا غوښتنه وروسته له هغه ډېره شوه چې نوموړي ته د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونلډ ټرمپ سره په مناظره کې د کمزوري فعاليت ګوته ونيول شوه.
ښاغلي بايډن په خپل پیغام کې ويلي، "په داسې حال کې چې دا زما اراده وه چې بيا وټاکل شم، زه باور لرم چې دا به زما د ګوند او هېواد په ګټه وي چې له نوماندۍ تېر شم او د ولسمشر په توګه د خپلې پاتې مودې په کارونو تمرکز وکړم."
ولسمشر بايډن زیاته کړې چې راتلونکې اوونۍ به په دې اړه امریکايي ولس ته وينا وکړي.
ښاغلي بایډن د خپلې مرستيالې کمېلا هارېس ستاینه کړې او هغه يې یوه "غوره همکاره" بللې ده.
نوموړي ويلي چې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کول يې د ژوند ترټولو لوی ویاړ و.
ده زیاته کړې، " اجازه راکړئ چې د امریکا د خلکو لخوا په ما باندې د ښودل شوي باور لپاره خپل صادقانه احساسات څرګند کړم. زه تل په دې باور یم چې که موږ متحد نه شو نو امریکا هېڅ نه شي کولی. موږ باید په یاد ولرو چې موږ د امریکا متحده ایالات یو. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د جو بایډن له دې اعلان وروسته به اوس دیموکرات ګوند د نومبر مياشتې ټولټاکنو لپاره د نوي کانديد په لټه کې وي. اوس مهال مرستياله ولسمشره کمېلا هارېس تر ټولو وړاندې ګڼل کېږي.
ښاغلی بايډن تېره اوونۍ د کورونا له تشخیص وروسته خپل کور ته ستون شوی و.
ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهرویپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ویلي، چې بایډن ددې وړ نه و چې ولسمشر شي او د خدمت لپاره جوګه نه و او نه به هېڅکله جوګه شي.
"ولسمشرۍ ته یوازې په دروغو او دروغو خبرونو ورسېد، د هغه شاوخوا ټول کسان – ان د هغه د ډاکټر او رسنیو د کسانو په شمول کسانو کار کاوه چې هغه ولسمشر شي."











