دوو ورځو کې د بایډن درېیمه وینا: اوس د سیاسي فضا ارامولو وخت دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د تېرې یکشنبې په شپه د درېیم ځل لپاره پر خپل ټاکنیز سیال او پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وژنې له هڅې وروسته تاوتریخوالی غندلی.
ښاغلي بایډن په خپله وینا کې چې څه کم لس دقیقې یې دوام وکړ، وویل: "په امریکا کې موږ خپل اختلافات د رایو د صندوق له لارې پای ته رسوو، نه په مرمیو."
په ورته وخت کې، ډونلډ ټرمپ چې له بریده ژوندی وتلی د جمهوريپالو ملي کنوانسیون کې د ګډون لپاره د ویسکانسن میلواکي ته سفر کړی. د امریکا فدرالي پولیس لا هم د برید د انګیزې په اړه پلټنې کوي.
هغه پر ډونلډ ټرمپ د ډزو او د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په شپږمه د امریکا پر کانګرس د برید په ګډون سیاسي تاوتریخوالی وغانده. وویل، امریکايي ټولنه "باید په هغه لاره ولاړه نه شي چې پخوا یې تجربه کړې ده."
هغه پر دې ټینګار وکړ چې سیاست باید "د سولهيیزو خبرو اترو ډګر" وي. ښاغلي بایډن وویل چې سیاسي فعالیتونه باید "هېڅکله د جګړې ډګر نه وي او خدای مه کړه د وژنې ډګر وي."
جو بایډن په راتلونکو ورځو کې د جمهوريپالو ګوند د ملي کنوانسیون جوړېدو ته په اشاره وویل چې د دې ګوند غړي به د هغه په کارنامانو نیوکه وکړي او هغه به په راتلونکو سفرونو کې د خپل فعالیت د دفاع لپاره وینا وکړي.
هغه وویل د ډیموکراسۍ میدان د انتخاباتو ډګر دی. ده وویل چې بدلون باید د خلکو په لاس کې وي نه د وژونکو په لاس کې.
ښاغلي بایډن همداراز ټینګار کړی چې د بریدګر د انګېزې او په دې برید کې د هغه د لاس لرلو په اړه څېړنې روانې دي.
جو بایډن همدا راز هغه کس چې د ښاغلي ټرمپ د وژنې د هڅې پر مهال وژل شوی دی یو "اتل" بللی.
ښاغلي بایډن وویل کوري کومپریټر "مېړه، پلار، داوطلب اور وژونکی او اتل و چې ځان یې د مرمیو پر وړاندې د خپلې کورنۍ لپاره ډال ګرځولی و."
ډونلډ ټرمپ په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته له امریکایانو غوښتي چې ''یو موټی'' پاتې شي
د امریکا متحدو ایالتونو مخکیني ولسمشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته له امریکایانو غوښتي چې ''یو موټی'' پاتې شي.
پر نوموړي دا وسلهوال برید پنسلوانیا کې د یوې ټاکنیزې غونډې پر مهال وشو.پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدا پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږ واورېدل شو.
په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د هغه امنیتي ساتونکي د ډزو د غږ له اورېدو سره سم دریځ ته وردانګي، پر نوموړي راټولېږي او لاندې یې پټوي.
له څو شېبو وروسته د امنیتي مامورانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو. له دې ډاډمنتیا وروسته د ټرمپ امنیتي ساتونکو نوموړی په چټکۍ له دریځه خپل ګاډي ته ولېږداوه.
ښاغلی ټرمپ چې له ښي غوږ یې وینې بهېدلې او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی و، ملاتړو ته یې د بري د نښې په توګه خپل موټی خوځاوه.
ډونلډ ټرمپ له پېښې وروسته پر خواله رسنۍ 'ټروت' یوه پیغام کې د خپلو پلویانو ''د دعاګانو او نیکو هیلو'' مننه کړې او د ټپي شویو کسانو ژر رغېدنې هیله یې څرګنده کړې.
ښاغلي ټرمپ لیکلي: ''موږ د هغوی لپاره دعا کوو، چې ټپیان شوي دي او هغه کس مو په زړونو کې دی، چې په ډېر بوږنونکي ډول ووژل شو.''
نوموړي زیاته کړې، چې ''د تل پرتله اوس ډېره مهمه ده، چې موږ یو موټی پاتې شو.''
ډونلډ ټرمپ په خپل دویم پیغام کې زیاته کړې: ''زه زموږ له هېواد سره ډېره مینه کوم او له تاسې ټولو سره مینه لرم او انتظار کوم چې په ویسکانسون کې به زموږ له ستر ملت سره وغږیږم.''

د عکس سرچینه، AFP
د ښاغلي ټرمپ ټاکنډلې ویلي چې هغه ښه دی او په یوه روغتیايي مرکز یې معاینات شوي دي.
یوه عیني شاهد بيبيسي ته وویل، یو وسلهوال تن یې ولید چې د غونډې په ځای کې د ډزو له پیلېدا لږ وړاندې یوه بام ته خوت.
یوه بل عیني شاهد بي بي سي ته وویل چې په پرلپسې توګه پنځه ډزې یې واورېدلې.
چارواکي وايي، بریدګر وژل شوی. خپرو شویو رپوټونو کې راغلي د غونډې یو ګډونوال هم په ډزو کې وژل شوی.
د امریکا د امنیتي چوپړونو ادارې ویلي ښاغلی ټرمپ خوندي دی او دوی د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

د عکس سرچینه، AFP
پر ټرمپ د مشکوک بریدګر نوم اعلان شو
د امریکا فدرالي پولیس 'اېفبيای' چې د پنسلوانیا په بټلر کې د ښاغلي ټرمپ د کمپاین په غونډه کې د شنبې د ورځې د ډزو په اړه د تحقیقاتو مشري کوي وايي چې دا پېښه د پخواني ولسمشر پر وړاندې د "وژنې د هڅې" په توګه طبقه بندي کوي او هغه سیمه چې پېښه پکې رامنځ ته شوې، د جرم د صحنې په توګه د تګ - راتګ لپاره تړل شوې ده.
د شنبې په ورځ له ډزو او له غونډې د ګډونوالو له وتلو وروسته، د وینا ځای وتړل شو او امنیتي ځواکونو خبریالانو او د ټرمپ د کمپاین کارکوونکو ته اجازه ورنه کړه چې سیمې ته ورشي. اېفبيای دا هم وايي چې تر اوسه د ډزو انګیزه نه ده معلومه.
د پنسلوانیا ایالت د پولیسو مشر جورج بیوینز وویل، "عسکرو په زړورتیا عمل وکړ او په سیمه کې هېچا ته نور خطر نه شته."
پولیسو په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان وکړ، هغه سړی چې د ډونلډ ټرمپ د وژلو هڅه یې کوله، شل کلن توماس متیو کروکس دی.
د اېفبيای ځانګړي استازي کیون روجیک خبریالانو ته وویل چې د دې ګواښ په اړه یې مخکې معلومات نه درلودل او د پلټنو په ترڅ کې به معلومه شي چې ایا په امنیتي تدابیرو کې نیمګړتیا وه او که نه.
تازه، په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته د امنیتي ادارو چارواکو تائید کړې چې، د بریدګر په ګاډي کې ''مشکوک الات'' موندل شوي دي.
مسوولین وايي، د نوموړي په کور کې هم چاودېدونکي توکي موندل شوي دي.
بل لور د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، مشکوک بریدګر هېڅ ډول پوځي شالید نه لري.
غبرګونونه

د عکس سرچینه، AFP
پر ښاغلي ټرمپ د برید په تړاو د امریکا اوسنیو او پخوانیو چارواکو هم غبرګونونه ښودلي.
ولسمشر بایډن په یوه تلوېزیوني وینا کې دا برید یوه کرغېړنه کړنه وبلله او وویل منندوی دی چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.
"موږ داسې کړنو ته اجازه نه شو ورکولی، موږ داسې داسې نه شو کېدلی. موږ دا نه شو بښلی."
د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلي بایډن له ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې کړې دي او د نوموړي حال پوښتنه یې کړې.
د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او بارک اوباما له دې امله چې د ولسمشر ټرمپ ټپ سربېرن دی، د هوساینې څرګندونه کړې ده.
د امریکا د استازو د جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي چې مېړه یې دوه کاله وړاندې د ښاغلي ټرمپ د یوه پلوي له لوري په خپل کور کې سخت ټپي شوی و، ویلي دې سیاسي تاوتریخوالی په خپله تجربه کړی، نو خوشحاله ده چې ښاغلی ټرمپ خوندي دي.
پر ښاغلي ټرمپ د بريد پېښې په اړه نړيوالو مشرانو غبرګونونه ښوولي، د بريتانيا لومړي وزير کېر سټارمر ويلي، ''د ولسمشر ټرمپ غونډې کې ټکان ورکوونکو نندارو بوږنولی يم، موږ یې ده او کورنۍ ته نېکې هيلې استوو. سياسي تاوتريخوالی یې په هېڅ بڼه زموږ ټولنو کې ځای نه لري او زه د دغه بريد قربانيانو سره خواخوږی يم.''
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون هم خبرې کړې، ويلي يې دي، ''زه یې د بيړنۍ رغېدنې هيلمن يم. يو ګډونوال مړ شوی، او يو شمېر ژوبل دي. دا زموږ ډيموکراسيو لپاره يوه غميزه ده. فرانسه د امريکا وګړو سره ټکان او غوسه کې شريکه ده.''
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو هم خپل غږ ورزيات کړی او ويلي يې دي. ''پر پخواني ولسمشر ډزو بوږنولی يم. دې کې مبالغه نه شي کېدی، سياسي تاوتريخوالی هېڅ د منلو نه دی. زه پخواني ولسمشر، د غونډې ګډونوالو او ټولو امريکايانو سره خواخوږي کوم.''
د جاپان او هند لومړيو وزیرانو او د اوکرايين ولسمشر هم غبرګونونو کې خپلې خواخوږۍ څرګندې کړې دي.

د عکس سرچینه، AFP
امریکا کې د بيبيسي خبریال وايي، تر اوسه ډېرې پوښتنې بېځوابه پاتې دي، خو بېله شکه نن ورځ د امریکایانو لپاره ټکانورکوونکې وه.
امریکا کې د دواړو (دیموکرات او جمهویپال) ګوندونو سیاستوالو دا "برید" غندلی دی.
د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو – چې دیموکرات دی، ویلي "د هر سیاسي ګوند او سیاسي مشر پر وړاندې هدفي تاوتریخوالی هېڅ د منلو وړ نه دی".
پخواني مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې دی او مېرمن یې "د ټرمپ لپاره دعا کوي" او زیاتوي چې "هر امریکایی وګړی هڅوو چې له موږ سره یوځای شي".
د بریتانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر دفتر هم په ټاکنیزه غونډه کې پر ټرمپ د ډزو په تړاو غبرګون ښودلی.
د ښاغلي سټارمر ویاند ویلي: "موږ پنسلوانیا کې د ولسمشر ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې پېښې وبوږنولو."
"موږ د سیاسي تاوتریخوالي ټول ډولونه په کلکو ټکو غندو او په دې وخت کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه کورنۍ ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوو."












