سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر بایډن په کوویډ-۱۹ اخته شوی

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

سپینه ماڼۍ وايي د ولسمشر جو بایډن د کورونا معاینه مثبته ختلې او دا چې نوموړی د کووېډ-۱۹ له کمزورو علایمو کړېږي.

د هغه ویاندې کارین ژان-پیېر ویلي، چې ولسمشر بایډن ته واکسین او تقویتي دوز دواړو شوي وو.

جو بایډن ۸۱ کلن دی.

د هغه د کورونا ټېسټ داسې مهال مثبت ختلی چې نوموړي تر دې مخکې چارشنبه په لاس‌ویګاس کې له خپلو پلویان سره لیدلي او یوې غونډې ته وینا هم کړې وه.

خو هغه د شپې له مخې یوې کمپایني غونډې ته پلان شوې وینا لغوه کړې ده.

د امریکا ولسمشر په داسې مهال په کورونا اخته شوی چې د زیات عمر له کبله پرې دویمه دوره ولسمشرۍ ته له نوماندۍ لاس اخیستلو لپاره فشارونه په ډېرېدو دي.

امریکا

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن د معاینې د نتیجې له راتګ مخکې لاس‌وېګاس کې له خپلو پلویانو سره

امریکایۍ رسنۍ وايي د دغه هېواد د کانګرس په دواړو - استازو او مشرانو جرګو کې د دیموکراتانو د اکثریت مشرانو حکیم جفریس او چاک شومر په جلا جلا او شخصي ډول له ښاغلي بایډن سره لیدلي او پر دې ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې د نوموړي نوماندي د سنا او استازو جرګې پر نورو سیالیو هم منفې اغېزه ښندلی شي.

اغلې ژان-پیېر ویلي ولسمشر بایډن پام کې لري چې ځان په دلووېر کې په خپل کور کې قرنطین کړي‌ او خپلې ټولې چارې به له هماغه ځایه ترسره کوي.

د ولسمشر بایډن ډاکتر 'کېوین ‌او‌کانور' ویلي، چې هغه د پزې بهېدو او ټوخې په څېر تنفسې علایم ښودلي او دا چې لومړی دوز پاکسلوویډ درمل ورکړ شوي دي.

ولسمشر بایډن پخپله هم د اېکس/خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې ناروغ دی.

هغه همدا راز له ټولو د "ښو پېرزوینو" له کبله مننه هم کړې ده.