د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندۍ د جو بایډن تېرېدو ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، REUTERS
د راتلونکې نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندېدو د جو بایډن د تېرېدو له اعلان وروسته نوموړي کاملا هرېس د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه اعلان کړه.
جو بایډن پر خپل اېکس لیکلي: "نن مې غوښتل د کمالا بشپړ ملاتړ وکړم چې سږ کال زموږ د ګوند نومانده شي. ای دیموکراتانو- همدا اوس د ټرمپ د ماتولو لپاره د یو موټی کېدو وخت دی، راځئ چې دا کار وکړو."
بله خوا، کامله هرېس ویلي: "د دیموکرات ګوند او زموږ د ولس د یووالي لپاره به تر خپله وسه هڅه وکړم – چې ټرمپ او د هغه د ۲۰۲۵ کال سختدریځې پروژې ته ماتې ورکړو".
ډونلډ ټرمپ سياېناېن خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، باوري دی چې د راتلونکې نومبر میاشتې ولسمشریزو ټاکنو کې به کمالا هرېس ته په اسانۍ ماته ورکړي.
بایډن د کمالا هرېس د نوماندېدو ملا وتړله

د عکس سرچینه، REUTERS
د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلېنټن او مېرمن یې هېلیري کلېنټن – چې د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د ټرمپ پرضد کاندیده وه، د کاملا هرېس ملاتړ اعلان کړی.
دواړو پر اېکس لیکلي چې د کمالا د ملاتړ لپاره به تر خپله وسه هڅه وکړي "اوس د دې مناسب وخت دی چې د کاملا هرېس ملا وتړل شي او د هغې د انتخابېدو لپاره جګړه وکړو".
ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهرویپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ویلي، بایډن ددې وړ نه و چې ولسمشر شي او د خدمت لپاره جوګه نه و او نه به هېڅکله جوګه شي.
"ولسمشرۍ ته یوازې په دروغو او دروغو خبرونو ورسېد، د هغه شاوخوا ټول کسان – ان د هغه د ډاکټر او رسنیو د کسانو په شمول کسانو کار کاوه چې هغه ولسمشر شي."
اوباما: جو بایډن لومړی درجه ملي و

د عکس سرچینه، REUTERS
د جو بایډن د لاس پر سرېدو له اعلان وروسته په لومړني غبرګون کې د مشرانو جرګه کې د دیموکراتانو مشر چاک شومر ویلي، ولسمشر جو بایډن نن وښوده چې ګنې دی "ریښتینی ملي او لوی امریکایی دی".
هغه پر اېکس لیکلي: "جو بایډن نه یوازې یو لوی ولسمشر و، بلکې یو په زړه پورې انسان هم و، طبعا چې پرېکړه یې اسانه نه وه، خو هغه یو ځل بیا خپل هېواد، خپل ګوند او زموږ راتلونکی لومړیتوب وګرځاوه".
پخواني ولسمشر او دیموکرات بارک اوباما پر اېکس لیکلي: "جو بایډن چې زما ملګری او دوست و، د امریکا یو له مهمو ولسمشرانو و".
اوباما زیاتوي: "نن یو ځل بیا را په یاد شوه چې هغه لومړی درجه ملي و".
بایډن تل امریکا ته لومړیتوب ورکړی

د عکس سرچینه، REUTERS
اوباما د خپلې ولسمشرۍ پرمهال بایډن خپل مرستیال ټاکلی و.
یوې بلې دیموکراتې نانسي پلوسي په واک کې د بایډن لاسته راوړنې ستایلې دي او پر اېکس یې د بایډن صفت کړی: "هغه یو ملي امریکایی و چې زموږ هېواد ته یې تل لومړیتوب ورکاوه".
د مشرانو جرګې جمهوریپال مایک جانسن بیا ویلي: "جو بایډن چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته وړ نوماند نه دی، نو ولسمشرۍ ته خو هېڅ مناسب نه دی".
د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر په یوه بیان کې ویلي چې دی د بایډن د پرېکړې درناوی کوي او د هغه د ولسمشرۍ وروستیو میاشتو کې له هغه سره په رابطه کې و.
سټارمر وايي د بایډن پرېکړې ته احترام لري

د عکس سرچینه، EPA
د بریتانیا مخکېني لومړي وزیر ریشي سوناک هم جو بایډن یو ښه سیاسي شریک بللی چې په وینا یې "زموږ شراکت د مهمو لاسته راوړنو لامل شو، چې له اسرائیلو سره د ثابت ملاتړ او پوځي مرستې او د حوثیانو د ګواښونو پر وړاندې زموږ له ولس نه د دفاع لپاره ګډې هڅې پکې شاملې دي."
د جرمني صدر اعظم اولاف شولټز ویلي بایډن "خپل هېواد، اروپا او نړۍ ته ډېرې لاسته راوړنې لرلې."
په پام کې ده چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د دیموکراتانو د نسبتا ګډوډې سیاسي فضا په درشل کې واشنګټن ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، ویاړي چې په تېرو ۲۲ کلونو کې یې له جو بایډن سره له نژدې کار کړی دی.











