کمالا هرېس: ټرمپ به موږ شا تګ ته اړ کړي، ټرمپ کمالا هرېس "نا اهله" بللې

کمالا هرېس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کمالا هرېس د جو بایډن مرستیاله ده

د جو بایډن مرستیالې کمالا هرېس، چې د امریکا ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیده ده، د دوشنبې په ورځ د دالاور ایالت په ویلیمنګټن ښار کې د بایډن هاریس مرکزي دفتر ته لاړه او وویل: "د ګټلو لپاره میدان ته راغلې" او که د امریکا په تاریخ کې د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه سپینې ماڼۍ ته ورسي نو په خپل هېواد کې به د مېرمنو قانوني حق بېرته ترلاسه او د ماشوم د ضایع کولو حق به ورکړي.

کمالا هرېس دا هم ویلي، که ولسمشره شي، یو اصلي هدف به یې د امریکايي ‌ټولنې د منځنۍ کچې وګړو ځواکمنول وي.

"موږ پوهېږو هرکله چې منځنۍ طبقه ځواکمنه شي، امریکا پیاوړې کېږي او دا هغه سبا نه دی چې ډونلډ ټرمپ یې لپاره جګړه کوي."

مېرمن هرېس وویل، د هغې په اند د ۲۰۲۵ پروژه چې مېرمن هرېس یې "افراط" بولي، به امریکا شا ته بوځي.

هغې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې لپاره د ۲۰۲۵ کال په پروژه کې وړاندیز شویو اهدافو او هیلو ته په اشاره وویل: "امریکا مخکې هم دا ډول سیاستونه ازمویلي او موږ لیدلي چې دا ډول تګلارې په سوکالۍ پای ته نه دي رسېدلي. موږ ولیدل چې دوی د اقتصادي نابرابرۍ او بې‌عدالتۍ لامل شوي او له همدې امله به موږ بېرته هالته نه ستنېږو."

د کمالا هرېس کمپاین یوه ورځ کې د ۸۱ میلیون ډالرو په راټولولو ریکارډ جوړ کړ

د بایډن – هرېس ټاکنیز کمپاین چې د جو بایډن له استعفا وروسته "هرېس د ولسمشرۍ لپاره" په نوم واوښت، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۸۱ میلیون ډالر مالي مرستې پر راټولولو توانېدلی دی.‌

د مېرمن هرېس له دفتره په نننۍ خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې دا په ۲۴ ساعتونو کې د ۸۱ میلیونو ډالرو راټولولو تر ټولو لویه مرسته ده، چې د امریکا ټاکنو ته یوې نوماندې په یوه ورځ کې راټوله کړې ده.

د مېرمن هرېس ټاکنیز کمپاین ویلي چې تر ۸۸۸ زرو ډېرو کسانو دغه ۸۱ میلیونه ډالر د کمالا هرېس د ټاکنیز کمپاین لپاره ورکړي.

د "اکټ بلو" کمپاین، چې د ډیموکرات ګوند لپاره د بسپنې راټولولو اتحادیه ده، په ایکس کې هم لیکلي: "د ټولنې له منځه عادي ملاتړي د ډیموکراټ ګوند د نوماندې په توګه د هغې (کمالا هرېس) ملاتړ ته هڅول شوي او لېواله شوي دي."

د مېرمن هرېس ټاکنیز کمپاین ته په مرستو کې د پام وړ زیاتوالی په داسې حال کې دی چې تېره اونۍ یا دوه اونۍ وړاندې شمېرو ښودلې وه چې د دې کمپاین د مالي ملاتړو په لېوالتیا کې د پام وړ کموالی ښودل شوی چې له امله یې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د جو بایډن د سیالۍ د دوام او ګټلو په اړه اندېښنې پیدا شوې وې.

د جو بایډن روغتیايي ټیم وايي د هغه د کورونا نښې کمزورې شوې دي

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

یو له هغه دلیلونو چې ولې جو بایډن د تلویزیون پر پردې د څرګندېدو پرځای د یو لیک په خپرولو له انتخاباتي سیالۍ د ځان ایستلو اعلان وکړ، دا دی چې د متحده ایالاتو ولسمشر په کوویډ - ۱۹ د اخته کېدو راپور ور کړل شوی و.

له همدې امله، په ورته وخت کې ښاغلي بایډن خپله استعفا اعلان کړه او وویل چې دی به په راتلونکو څو ورځو کې د خپل هېواد له خلکو سره د خپلې استعفا د لاملونو په اړه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړي.

د دوشنبې په ماښام - د جولای ۲۲ - د ښاغلي بایډن ځانګړي ډاکټر د هغه د کورونا نښې کمزورې وبللې.

ښاغلی بایډن دا مهال د سوېلي ایالت دالاور د ریهوبت په څنډه کې په خپل دوبني کور کې دی او د کوویډ له کبله له قرنطین او درملنې وروسته به بېرته واشنګټن ته ستون شي.

نن يې هم د پوهنتون په يوه غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه او خپله مرستياله کمالا هرېس يې غونډې ته ولېږله.

ټرمپ کمالا هرېس "وحشتناکه" او "نا اهله" بللې

ټرمپ

د عکس سرچینه، REUTERS

مخکې له دې چې ډونلډ ټرمپ ځان ته غوره کړی مرستیال جي ډي وانس په اوهایو کې خپله وینا پیل کړي، ډونلډ ټرمپ په ټولنیزه شبکه "تروت سوشل" کې پر جو بایډن او کمالا هرېس نیوکې وکړې.

هغه لیکلي: "جو بایډن به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر ثبت شي. "

ټرمپ د کډوالو په باب د کمالا هرېس فعالیت ته په کنایه وویل: "کمالا، زموږ بدمرغه او بې‌کفایته سرحدي وضعیت نور هم خرابېږي!"

نانسي پلوسي هم د کمالا هرېس ملاتړ وکړ

نانسي پلوسي

د عکس سرچینه، PA MEDIA

د عکس تشریح، نانسي پلوسي مخکې له ښاغلي بایډن د استعفا غوښتنه کړې وه

د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې په توګه د کمالا هرېس ملاتړ وکړ.

هغه په یوه بیان کې وویل، "نن ورځ، دا زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره په ډېر ویاړ او بې‌حده خوشبینۍ زه د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ لپاره د مرستیالې ولسمشرې کمالا هرېس ملاتړ کوم."

مېرمن پلوسي چې د امریکا د ډیموکراټ ګوند له مخکښو څېرو څخه ده، اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ لپاره له کمالا هرېس د هغې ملاتړ "رسمي، شخصي او سیاسي دی."

هغې وویل، ډاډه ده چې مېرمن هرېس به د نومبر په میاشت کې "ډیموکراټان بریا ته ورسوي."