د امریکا د پټو خدمتونو د مشرې استعفا او د کمالا هرېس لومړۍ ټاکنیزه وینا کې پر ټرمپ برید

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله او د ډیموکراټ ګوند نومانده کمالا هرېس په خپل لومړني انتخاباتي سفر کې میلواکي ته ولاړه او د خپل ګوند د زرګونو پلویانو په حضور کې یې د خپل پروګرام د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.
میلواکي، چې تیره اونۍ یې د جمهوريپالو ملي کنوانسیون او د ګوند د نوماند په توګه د ډونلډ ټرمپ د رسمي معرفي کولو کوربه و، په سهشنبه د ډیموکراټانو د لویې غونډې شاهد و چې په دې حساس وخت کې د کمالا هرېس او ټرمپ ټاکنیزې ناندرې له همدې ځایه پیل شوې.
په ورته وخت کې د امریکا د پټو خدمتونو د ادارې مشرې کیمبرلي چیټل پر ډونلډ ټرمپ د ناکام وژونکي برید د هڅې له امله له خپلې دندې استعفا وکړه.
د کورني امنیت وزیر الیخاندرو مایورکاس د سېشنبې په ماښام رونلډ ایل رای جونیر د پټو خدمتونو سرپرست رییس په توګه وټاکه.
د ډونلډ ټرمپ د ناکامې وژنې په ترڅ کې، چې د جولای په دیارلسمه (۱۰ ورځې وړاندې) د پنسلوانیا په ایالت کې د هغه د ټاکنیزې غونډې په پیل کې وشوه، د پټو خدماتو ډله په کمزوري فعالیت تورنه شوه.
پر اغلې چیټل د دواړو دیموکرات او جمهوريپالو ګوندونو سیاستوالو د استعفا ورکولو لپاره فشار راوړی او پرون کانګرس کې د استماعیه غونډې پرمهال هغې ومنله چې د پټو خدماتو ټیم فعالیت په هغه ورځ په تېرو څو لسیزو کې د ادارې "ستره ماتې او ناکامي" وه.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
کمالا هرېس خپله لومړنۍ وینا کې څه وویل؟

کمالا هرېس چې پرون د ډیموکراټ ګوند د نوې کاندیدې په توګه د ډیلاویر په ویلیمنګټن ښار کې راڅرګنده شوه، د خپل انتخاباتي کمپاین له مرکزي دفتره چې د بایډن- هرېس د کمپاین مرکزي دفتر بلل کېده لیدنه وکړه، خپله لومړۍ مستقیمه وینا یې ګوند ته وکړه. هغه یو ساعت دمخه د ویسکانسن په میلواکي ښار کې د ډیموکراټانو ننګه وکړه او د نومبر په ټاکنو کې یې د هغه د ګوند د بریا په اړه لنډې خبرې وکړې.
په دې لنډه وینا کې هغې لومړی د جوبایډن او په تېرو درې نیمو کلونو کې د هغه د ولسمشرۍ د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او په سپینه ماڼۍ کې یې د جو بایډن وخت د امریکا د وروستیو ولسمشرانو له رهبرۍ سره بېساري وباله.
د امریکا په قضايي سیستم کې د څارنوالې په توګه خپلې تجربې ته په اشارې، مېرمن هرېس د نیویارک په محکمه کې د ډونلډ ټرمپ حقوقي قضیو او د هغه د محکومیت په اړه رڼا واچوله او وویل چې د یوې پخوانۍ څارنوالې په توګه هغه "د ټرمپ په څېر خلک ښه پېژني."
مېرمن هرېس دا هم په ګوته کړه چې د هغې د کمپاین مرکزي دفتر وکولی شو "په ۲۴ ساعتونو کې د تمویلوونکو ریکارډ جوړ کړي" او دا یې د ځان او دیموکرات ګوند لپاره د ټولنې د ملاتړ نښه وګڼله.
د اغلې هرېس کمپاین وړمه شپه وویل چې د خپلې نوماندۍ د اعلان په ۲۴ ساعتونو کې، هغې له ۹۰۰۰،۰۰۰ امریکایانو چې هر یوه یې له ۲۰۰ ډالرو کمه مرسته کړې، ۸۱ میلیون ډالر راټول کړي.
کمالا هرېس د خپل پلان لومړیتوبونه "د ماشومانو له فقر سره مبارزه، د کارګرۍ حقونه، د ټولو لپاره ارزانه روغتیا بیمه او د تقاعد شرایطو ښه کولو" کې اعلان کړل.
اغلې هرېس چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په تاریخ کې دویمه ښځینه نومانده ده، هم ژمنه کړې چې که سپینې ماڼۍ ته لار ومومي، نو د "د ماشوم ضایع کولو د غیر قانوني کولو لپاره به د ډونلډ ټرمپ د سختو اقداماتو مخه ونیسي".
کمالا هرېس د ولسمشرۍ لپاره د احتمالي دیموکراتانو له نوماندۍ وروسته خپله لومړۍ کمپایني غونډه پای ته ورسوله.
هغې له خلکو وپوښتل: "موږ په کوم ډول هېواد کې ژوند کول غواړو؟"
نوموړې وپوښتل ایا موږ غواړو په " ګډوډي او نفرت" کې ژوند وکړو؟ او زیاته یې کړه: "زموږ هر یو د دې پوښتنې ځواب ورکولو واک لري."
د امریکا مرستیالې ولسمشرې زیاته کړه: "موږ په راتلونکو ۱۰۵ ورځو کې جديی کارونه لرو او باید ټاکنې وګټو."
ټرمپ وايي غواړي له کمالا هرېس سره مناظره وکړي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
نن، ښاغلي ټرمپ په داسې حال کې چې د جو بایډن د ادارې پر وړاندې یې خپل بریدونه زیات کړي، له کمالا هرېس سره د مناظرې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، غواړي له خپلې ټاکنیزې سیالې کمالا هرېس سره لږ تر لږه یوه ټاکنیزه مناظره کې برخه واخلي.
هغه خبریالانو ته وویل، "هو، بالکل، زه غواړم. فکر کوم چې دا مهمه ده،" ده زیاته کړه، "زه واقعاً غواړم یوه نه، بلکې څو منظاهرې وکړم."
بایډن سپینې ماڼۍ ته راستون شو

د عکس سرچینه، REUTERS
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کورونا وېروس له امله په کور کې له څو ورځو پاتې کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ته راستون شو.
د تېرې اونۍ په وروستیو کې، په داسې حال کې چې نیواډا او لاس ویګاس ته د کمپاین په سفر کې ښاغلي بایډن د مثبت کوویډ ازموینې له امله خپل پلانونه لغوه کړل او د ډیلاویر سوېلي څنډو کې خپل د رخصتۍ کور ته لاړ.
نن راپور ورکړل شو چې د ښاغلي بایډن نوې کورونا ازموینه منفي وه او هغه د سېشنبې په ماښام سپینې ماڼۍ ته راستون شو.
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې چهارشنبه جو بایډن پلان لري د خپل اصلي دفتر - اووال افېس- څخه د متحده ایالاتو له خلکو سره په ژوندۍ توګه خبرې وکړي.
ښاغلي بایډن سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته وویل: "نن ماښام زه د اووال افېس (د ولسمشرانو اصلي او تاریخي دفتر) ته راستون شوم او د ملي امنیت له ټیم سره مو د اوسنیو امنیتي او استخباراتي مسایلو په اړه غونډه درلوده. د هېواد د ټولو وسلهوالو ځواکونو د مشر په توګه خدمت کول به زما د ژوند تر ټولو ستر ویاړ وي."











