بارک اوباما: راتلونکو ټاکنو کې به ګټل اسانه نه وي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په شیکاګو کې د ډیموکراټ ګوند ملي کنوانسیون کې د خپلو خبرو پر مهال د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د نوماندې په توګه د کمالا هارېس پر بریالیتوب ټینګار وکړ، خو دا خبرداری یې هم ورکړ چې د ډیموکراټانو لپاره به د ټاکنو ګټل اسانه نه وي.

هغه وویل "مشال د بایډن او هاریس ترمنځ لاس په لاس شوی" او اوس "زموږ وار دی چې د امریکا لپاره مبارزه وکړو، هېڅ تېروتنه مه کوئ. دا به یوه زړه راښکونکې مبارزه وي." ښاغلي اوباما دا مبارزه سخته وبلله.

نوموړي د امریکا له ولسمشر جوبایډن هم مننه وکړه او ویې ویل چې په ۲۰۱۲ کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه یې، د هغه ټاکنه د سیاسي ژوند یوه له غوره پرېکړو وه. نوموړي د بایډن ادارې د لاس ته راوړنو یادونه هم وکړه.

هغه پر ډونلډ ټرمپ نیوکې وکړې چې د امریکا خلکو د ستونزو له امله یې "هېڅکله خوب نه خرابېږي".

اوباما زیاته کړه: "هغه یو ۷۸ کلن میلیارډر دی او تل شکایتونه کوي."

د امریکا دا پخوانی ولسمشر وايي، ښاغلی ټرمپ "واک خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګڼي."

ښاغلي اوباما چې له خپلې مېرمنې مېشل وروسته خبرې کولې وویل، امریکا د "ولسمشرې کمالا هارېس" په مشرۍ د یوه نوي فصل لپاره چمتو ده.

په شیکاګو کې د شمالي امریکا خبریال انتوني زورکر وايي، بارک او میشل اوباما په ورستیو کې د سیاست په نړۍ کې لږ راڅرګندېږي، خو کله چې دوی دریځ ته پورته کېږي، کولای شي د ډیموکراټ ګوند پلویان خوشحاله کړي.

دغه پخواني ولسمشر او پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په خپلو خبرو کې په ګوند کې نوو هیلو او لېوالتیا ته هم اشاره وکړه. خو دواړو دا خبرداری هم ورکړ چې د نومبر میاشتې ټاکنو کې یې ګوند د بریا لپاره لا ډېر کار ته اړتیا لري.