ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس سپتمبر کې لومړنۍ انتخاباتي‌ مناظره کوي

ټاکنې

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا اې‌بي‌سي تلویزیوني شبکه وایي چې د سپتمبر پر لسمه به د ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس د لومړنۍ مناظرې کوربه وي.

اې‌بي‌سي دا خبر تر هغې وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړ چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ یوه خبري کنفرانس ته وویل، حاضر دی له خپلې دېموکراتې سیالۍ سره په یوې نه بلکې څو تلویزیوني مناظرو کې برخه واخلي.

ښاغلي ټرمپ د سپتمبر پر ۴مه د فاکس نیوز او د همدې میاشتې پر ۲۵مه د اېن‌بي‌سي په کوربتوب دوو نورو احتمالي مناظرو ته په اشارې وویل "زما په نظر باید درې مناظرې ترسره شي."

راتلونکو ټاکنو ته دېموکراتې نوماندې کمالا هرېس هم پنجشنبه په مېشیګان کې یوې انتخاباتي غونډې ته په خبرو کې وویل چې د اې‌بي‌سي په تلویزیوني مناظره کې برخه اخلي.

هغې وروسته ویلي چې په نورو مناظرو کې هم ګډون ته چمتو ده.‌

ډونلډ ټرمپ د امریکا مخکینی ولسمشر او کمالا هرېس د ولسمشر برحاله مرستیاله ده.

ښاغلي ټرمپ‌ جون میاشت کې د امریکا له اوسني ولسمشر جوبایډن سره،‌ چې هغه مهال د راتلونکو ټاکنو له نوماندۍ نه و تېر شوی، لومړنۍ تلویزوني مناظره ترسره کړه.

ټاکلې وه د سپتمبر د لسمې مناظره هم د همدې ترمنځ وشي.

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

دا چې ښاغلی بایډن له ډونلډ ټرمپ سره په انتخاباتي مناظره کې کمزوری څرګند شوی و نو د خپلو ګوندي‌ ملګرو له انتقادونو سره مخ او د پراخو فشارونو پایله کې بالاخره دې ته اړ شو چې له نوماندۍ شاته شي.

هغه خپله مرستیاله کمالا هرېس نوماندۍ ته رامخ ته کړه چې وروسته ورسره نورو دیموکراتو مشرانو هم ملاتړ وکړ.

تر تېرې اوونۍ داسې ښکاریده چې ښاغلی ټرمپ او په راتلونکو ټاکنو کې یې نوې سیاله د تلویزیوني مناظرې په اړه د نظر اختلاف لري.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو غواړي د راتلونکې مناظرې کوربه یې فاکس نیوز وي، چې د جمهوریپالو ملاتړې شبکه ګڼل کېږي.‌

هغه ان د دې مناظرې د ځای او کوربنو نومونه هم اخیستي او ویلي وو چې 'مارتا مک‌کولم' او 'برت بایر' به کوربانه وي او دا چې نندارچیان به هم پکې د حضور اجازه ولري.

د ډونلډ ټرمپ‌ او جوبایډن لومړنۍ مناظره د ننداچیانو له حضور پرته ترسره شوې وه.

بلخوا د اغلې هرېس ټاکنیز ټیم بیا ټینګار کاوه چې غواړي له وړاندې ولسمشر بایډن او ښاغلي ټرمپ لپاره پر ټاکلې نېټه د اې‌بي‌سي شبکې په مناظره کې برخه واخلي،

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې اېن‌بي‌سي‌ تلویزیوني شبکه د جمهوریپالو او دیموکراتانو له ټاکنیزو ټیمونو سره پر خبرو بوخته ده چې د سپتمبر پر ۲۵مه د مناظرې لپاره ورسره هوکړې ته ورسېږي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

ډونلډ ټرمپ دا هم ویلي چې سي‌بي‌اېس تلویزیوني شبکه به راتلونکو ټاکنو کې د ده او اغلې هرېس د مرستیالانو ترمنځ د مناظرې کوربه وي.

فاکس نیوز تلویزیون هم ویلي چې ان تېره میاشت یې دواړو ټاکنیزو ټیمونو ته بلنه ورکړې چې پینسلوانیا کې د دوی لخوا په پلان شوې مناظره کې ګډون وکړي.

خو د اغلې هرېس ټاکنیز ټیم پنجشنبه وویل، چې لومړی باید ډونلډ ترمپ د اې‌بي‌سي شبکې مناظرې ته حاضر شي، چې دوی بیا د نور هغو په اړه پرېکړه وکړي.