ولې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نیمايي کمه شوه؟

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټه ده.
د دغې خونې د چارواکو په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه په کال کې له څه باندې دوو میلیاردو ډالرو اوس یوه میلیارد ډالرو ته ښکته شوې.
د کابل او اسلام اباد تر منځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او نه اټکلېدونکي محدودیتونه يې عمده لاملونه ګڼل کېږي.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه خبر داری ورکوي، چي که د دواړو هېوادونو چارواکي لاس په کار نه شي په ۲۰۲۵ کال کې به سوداګریزې اړیکې تر دې هم خرابې شي.
سوداګر څه وايي؟
د افغانستان په کندهار کې یو سوداګر حاجي عبدالله خان چې له پاکستان سره يې د تازه مېوو سوداګري کوله وايي، په ۲۰۲۴ کال کې سوداګرو ته د مالیو لوړوالي او د لارو بندېدو درانه زیانونه واړول.
"سږ کال د لمدې مېوې سوداګر سخت زیانمن شول، د وچې مېوې هم همداسې. له یوې خوا د مالیې موضوع وه. بل خوا په لاریونونو کې زموږ کانتینران په اونیو اونیو درېدل او مالونه به مو ټول خراب شول. بلخوا په چمن کې د لارې تړل کېدو له امله به په دریو ورځو کې د مېوې او انګورو لارۍ نشوی وتلې".
حاجي سعدالله خان زیاتوي، "کروندګر هم ډېر زیانمن شول او مېوې او توکي يې په باغونو او کروندو کې خراب شول. دا اوس چې کندهار ته راشې د سړک پر غاړه خرې خرې انار پراته دي، او په نیمه بیه ترې ځي"
افغان سوداګر د پاکستان لخوا پر یو شمېر توکو د ګمرکي تعرفو د لوړوالي او د تورخم په ګډون د لارو پر تړل کېدو سربېره د وېزو صادرېدو کې ستونزې او بالاخره د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکو کې سیاسي او پوځي ترینګلتیا د سوداګرۍ د کمېدو اصلي لاملونه ګڼي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري یو مهال تر دوه میلیاردو ډالرو هم رسېدلې وه خو اوس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په ۲۰۲۴ کال کې یو میلیارد ته راټیټه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي بي بي سي ته وویل، په ۲۰۲۴ کال کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیا په څو لسیزو کې بې مخينې وه.
نوموړی وايي، "سږ کال شاید له پاکستانه زموږ واردات د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په اندازه شي. صادرات مو هم شاوخوا څلور سوه میلیونه ایله شي".
ښاغلی الکوزی زیاتوي، "عمده لاملونه دا وو چې پاکستان د اپټا تړون ته پابند پاتې نه شو. تعرفې يې لوړې کړې. لارې يې بندې کړې. په بندرونو کې یې ستونزې جوړولې. بالمقابل د طالبانو حکومت هم یو لړ ګامونه واخیستل او د پاکستان پر مالونو يې مالیې لوړې کړې".
ښاغلی الکوزی زیاتوي، افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې خوراکي توکي لکه وريجې او غوړي یا هم ودانیز توکي لکه سمنټ او پاکستان ته د افغانستان لخوا د تازه مېوو صادرات ډېر زیانمن شول.
په ۲۰۲۵ کال کې څه اټکل کېږي؟
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی خبرداری ورکوي، که د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي ترينګلي پاتې شي، نو د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري به په ۲۰۲۵ کال کې نوره هم کمه شي.
د کندهار د تازه مېوې سوداګر حاجي عبدالله خان هم وايي له پاکستان سره یې سوداګري له ۲۰۱۸ کال راهیسې مخ په ځوړ ده او که حالت په همدې ډول پاتې شي، را روان کال به هم د سوداګرۍ وضعیت لا خراب شي.
"بدیله لار نشته. اوس خو زړه کیسه ده له پاکستان پرته بله کومه بدیله لاره نشته. که په ۲۰۲۵ کال کې همدا کیسه روانه وي موږ به سخت زیانمن شو. که حکومت بله بدیله لاره وګوري هغه نو بیا جلا خبره ده".
بدیلې لارې

د عکس سرچینه، FDPM_AFG/X
له پاکستان سره په سوداګرۍ کې له دغو ستونزو سره هممهاله افغان سوداګر او د طالبانو حکومت له مرکزي اسیا او ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅه کوي.
تېر کال کې د ایران او افغانستان تر منځ سوداګري له دوه میلیاردو ډالرو اوښتې.
تر څو کلونو وړاندې د افغانستان ترانزیت تجارت ۶۰ سلنه د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې کېده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې په وینا اوس دا سوداګري هم ډېرې ټیټې کچې ته رسېدلې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې هم په دې وروستیو کې خبر داری ورکړی چې اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی او فرصتونه باید له منځه لاړ نشي.
پاکستان کې سوداګر څه وايي؟
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې ټیټېدو نه یوازې پر افغان سوداګرو ناوړه اغېز کړی دی، بلکې پاکستاني سوداګر یې هم زیانمن کړي دي.
پاکستاني سوداګرو په پېښور کې له افغان سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې ویلي، که په دې لار کې پراته خنډونه له مخې لېرې نه شي، له امله یې د دوه اعشاریه شپږ اویا میلیارده کلدارو سیمه ییزې سوداګرۍ ته د زیان اوښتو خطر شه.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مشر ضیاالحق سرحدي بي بي سي ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې د کمېدو لامل د خیبر پښتونخواه حکومت له خوا پر صادراتو او وارداتو د نورو مالیو لګول دی، "له دې اقدام سره، په ځانګړې توګه پر صادراتو منفي اغېزې شوې دي. اوسمهال له دوه نیم تر درې زرو کانتینر چې تورخم لپاره راغلي وو، د هغو ټولو لوری مو د چمن له لارې بدل کړ. د بلوچستان حکومت هم په دې تړاو مالیې لګولې وې، خو له اعتراضونو وروسته یې بېرته لېرې کړې."

د عکس سرچینه، Social/Media
د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه او حکومت څه وايي؟
د پاکستان یو شمېر سوداګر ناوړه امنیتي حالت او د مرکزي حکومت نه پام د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کمېدو لامل ګڼي.
د پېښور د سوداګرو ټولنې مشر حاجي خانزاده د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي چې د سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره ګامونه اوچت کړي، "د پاکستان حکومت چې پر سوداګریزو توکو کومې مالیې ولګولې، د افغانستان حکومت هم ورته عمل وکړ او د دوی په شان یې پر توکو مالیې ولګولې چې له امله یې په میاشت کې هغه د دوه دوه نیم سوو لاریو سوداګریزو توکو خبر تر پنځلسو شلو پورې رسېدلې. هغه هم له زیاتو ستونزو سره."
ښاغلی خانزداه زیاتوي دا مهال د بې روزګارۍ له امله زیاتره ځوانانو بهر ته مخه کړې ده.
له پاکستانه پر خوراکي توکو سربېره درمل، سیمنټ او ګڼ نور توکي افغانستان ته واردېږي. سوداګر له حکومتونو غواړي چې سوداګري له سیاسي اړیکو جلا وساتي.
اقتصادي شنونکي یې په اړه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
څو کاله وړاندې افغانستان ته له پاکستان د وارداتو کچه تر ۹۴ سلنې او صادرات بیا پنځه شپږ سلنه وو. یوازې له پاکستان د رسمي وارداتو کچه تر دوه نیم میلیاردو ډالرو رسېده، چې د وروستیو شمېرو له مخې ۷۵ سلنه راکمه شوې ده.
د افغان سوداګرۍ خونې مشر، محمد یونس مومند وړاندې بي بي سي ته ویلي و، که څه هم له پاکستان سره سوداګري مهمه ده، خو ټینګار کوي، افغان پانګوال په دې لټه کې دي چې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
د اقتصادي چارو شننونکی ازرخش حافظي وايي، د پاکستان ځای اوس تر ډېره ایران نیولی دی او اوس یې سوداګري تر دوه نیم میلیارده ډالرو اوړي. "زیاتره خوراکي او غیر خوراکي توکي او تېل له ایران راځي، یوازې تازه مېوې له پاکستان راځي چې ایران یې بدیل نه لري."
د ښاغلي حافظي په وینا له پاکستان سره د سوداګرۍ بدیلې لارې شته، د بېلګې په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونه او ترکیه یادوی، خو زیاتوي له نژدې ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري دواړو لورو ارزانه او ګټوره پرېوځي.











