انساني قاچاق ډېر شوی، افغانستان کې یې په تور د ښځو په ګډون سلګونه تنه نیول شوي

قاچاق کېدونکي ځوانان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عبدالله الهام او هدایت الله همیم
    • دنده, بي‌بي‌سي

ملګري ملتونه وايي، روان میلادي کال په نړۍ کې انساني قاچاق، یا په ناقانونه توګه د نورو هېوادونو تر پولو اوښتل، څوارلس سلنه ډېر شوی. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، له بیا واکمنېدو راهیسې یې له درې سوو ډېر کسان د انساني قاچاق په تور نیولي چې ځینې یې ښځې دي.

د طالبانو حکومت انساني قاچاق جرم بولي او په دا وروستیو کې يې له یوه تر درې کلونو جزا ورته وټاکله.

د طالبانو حکومت یې په اړه څه کوي؟

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې زرګونه وګړي يې هر کال په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي. دا لړۍ له پخوا پراخه شوې او په تېره بیا ځوانان، د قاچاقبرانو په مرسته د نورو هېوادونو له پولو په قاچاقي او ناقانونه ډول تېرېږي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي چې د انساني قاچاق فعالې شبکې له افغانستانه بهر دي او په اړه یې له ګاونډیو هېوادونو سره اسناد شريک کړي.

کرښه

د طالبانو د مشر فرمان

د طالبانو د حکومت مشر هبة الله آخندزاده په دې اړه یوه فرمان کې ویلي، انساني قاچاق د انسان ژوند په خطر کې اچوي او دا يې له شرعي پلوه ممنوع بللی.

په فرمان کې نظامي محکمو ته امر شوی چې د انسان قاچاقوونکي لومړی په یوه کال بند، که دویم ځل يې تکراروي په دوه او که درېیم ځل یې تکرار کړي په درې کاله بند محکوم کړي.

د طالبانو د حکومت په انساني قاچاق کې ښکېلو کسانو ته د سزا ټاکنه تر هغه څو میاشتې وروسته وشوه چې په اګست کې د طالبانو حکومت د وزیرانو شورا غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د پلان جوړولو دنده سپارل شوې وه.

کورنیو چارو وزارت ته يې دنده سپارلې "هغه انساني قاچاقبران چې خلک، په تېره بیا ځوانان له افغانستانه په قاچاقي او له خطرونو ډکو لارو وتلو ته هڅوي او لېږي، تعقیب، تثبیت او ونیسي". بیا دې "د سزا لپاره نظامي محکمو ته معرفي کړي".

په فرمان کې د هغو ځایونو د جدي بندېدو امر شوی چې د انساني قاچاق لپاره کارېږي.

دفاع وزارت ته يې هم امر کړی چې په سرحدونو او د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د انساني قاچاق مخه ونیسي او قاچاقبران کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د استخباراتو ریاست هم مکلف شوی چې د انساني قاچاق د مخنيوی اړوند د کشف په برخه کې همکاري وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې لوړو زدکړو، اطلاعات او کلتور امر بالمعرف نهی عن المنكر او شكايتونو اورېدلو، سرحدونو، اقوامو او قبایلو او مخابراتو او معلوماتی ټېکنالوژۍ وزارتونه مکلف شوي چې د انساني قاچاق او ژوند په خطر کې اچولو، د بدو عواقبو او شرعي ممانعت په اړه، د عامه پوهاوي تدبيرونه جوړ او عملي کړي او د انساني قاچاق په ناوړه عواقبو دې خلک پوه کړي. همدا رنګه علماء کرام، د منطقې مخور او متنفذين دې د انساني قاچاق په اړه د پوهاوي په برخه کې پوره همکاري وکړي.

کرښه

طالبانو حکومت ۳۰۰ کسان نیولي

عبدالمتین قانع

د عکس سرچینه، @muftiqani

د عکس تشریح، ښاغلی قانع زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له ګاونډیو هېوادونو سره د دغو قاچاقبرانو اړوند شواهد هم شریک کړي او د نړیوالو پولیسو د همکارۍ غوښتنه یې هم کړې چې هغو هم د همکارۍ ژمنې ورسره کړې.

په دې لړ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي هم په یوه وینا کې له انساني قاچاق سره مبارزه ځکه اړینه بللې وه چې په وینا یې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې خرابوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اوس بي‌بي‌سي ته وویل، د دوی د حکومت له واکمنېدو راهیسې ۳۰۰ کسان د انساني قاچاق په تور نيول شوي دي.

نوموړي وويل، "د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له دې شومې پدیدې سره ښه مبارزه شوې ده او په لومړي کال کې د دوی بانډونه او هغه کسان چې په دې کار کې ښکېل وو، ټول نیول شوي او څه د پاسه ۳۰۰ کسان نیول شوي او محاکمه شوي. له پولې هاخوا ځینې کسان شته چې د دغو بانډونو ملاتړ کوي او د سیمې له هېوادونو سره د کورنیو چارو وزیر په ناسته کې دا ستونزه شریکه کړې ده".

ښاغلی قانع زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له ګاونډیو هېوادونو سره د دغو قاچاقبرانو اړوند شواهد هم شریک کړي او د نړیوالو پولیسو د همکارۍ غوښتنه یې هم کړې چې هغو هم د همکارۍ ژمنې ورسره کړې.

تېر اوړی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي هم په یوه وینا کې له انساني قاچاق سره مبارزه ځکه اړینه بللې وه چې په وینا یې له یوې غاړې افغان ځوانان زیانمنوي او له بل لوري د ده په وینا له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو هم منفي اغېز پرېباسي.

په تېره اګست میاشت کې د طالبانو حکومت د وزیرانو شورا غونډه کې هم کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه چې د انساني قاچاق مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د دغه وزارت چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د دې پرېکړې په رڼا کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره پلان حوړیږي.

په سیمه کې د انساني قاچاق ستونزه

کډوالو ته ویل شوي چې پر لاره هر ډول سختۍ ته چمتو اوسې هغه که د اوږد واټن پلی مزل هم وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کډوالو ته ویل شوي چې پر لاره هر ډول سختۍ ته چمتو اوسې هغه که د اوږد واټن پلی مزل هم وي

انساني قاچاق د افغانستان تر څنګ د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې یوه لویه ستونزه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه راپور په نومبر میاشت په ډاګه کړې چې له چین، افغانستان او ایرانه د انسانانو قاچاق زیات شوی.

د سیمې په هېوادونو کې هم حکومتونو د انساني قاچاق د مخنیوي په لړ کې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې چې له انساني قاچاق سره مبارزه کې همغږي ډېره کړي او هغه چارواکي وپېژني چې دغه قاچاق ته لاره برابروي.

ایران کې هم د انساني قاچاق ستونزه په مهمه ننګونه بدلېدونکې ده. وړاندې، امریکايي چارواکو هغو راپورونو ته اشاره کړې وه چې ګنې ایران مېشتي افغان ځوانان په "جبري" توګه د سوریې جګړې ته استوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ۲۰۱۷ کال رپوټ کې هم ویلي وو، چې د ایران سپاه پاسداران افغان ځوانان د سوریې جګړې ته جلبوي. د دوی په راپور کې یادونه شوې وه چې ۱۴ کلن زلیمان -سرتېري د سپاه فاطمیون لوا په لیکو کې د سوریې د دولتي ځواکونو تر څنګ جنګېږي.

لوېدیځ او د انساني قاچاق ننګونه

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

لوېدیځو هېوادونو ته د قاچاق شوو کسانو په ډله کې زیات شمېر تنکي ځوانان هم راځي چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۷ کلونو تر منځ دي او ډېره برخه يې د شمالي افريقا او افغانستان وګړي یادېږي.

د هېوادونو له پولو د کډوالو د تېرېدو موضوع اوس په لوېدیځ کې هم په توده سیاسي موضوع بدله شوې.

د انساني قاچاق په جرم په بريتانیا او اروپا کې هم ګڼ کسان په دې وروستیو کې محکوم شوي.

د (ډسمبر په شلمه) په بریتانیا کې یوې محکمې څلور ایرانیان په جعلي اسنادو له هوايي لارې د کسانو د راوستلو په تور په شاوخوا اتلس نیم کاله بند محکوم کړل. دوی د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو تر منځ په جعلي اسنادو او کارتونو کسان په الوتنو کې د بريتانیا تر خاورې رسول.

ملګري ملتونه وايي، په نړیوال کچ د انساني قاچاق د قربانیانو شمېر په لوړېدو دی. په دوی کې د ماشومانو کچه هم په اندېښمنوونکي ډول لوړه شوې او ښځې او نجونې یې لا هم په نړیوال توګه ډېری قربانیانې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال خپور شوي راپور کې راغلي چې د دغه جنایت قربانیانو ته انصاف ورکول ډېر سست دي.

رپوټونه وايي، انساني قاچاقوونکي اوس دوه برابره زیاتې پیسې اخلي.

کرښه

افغانستان کې انساني قاچاق څنګه او کله پیل شو؟

سیدزاده

د عکس سرچینه، Ghafar Sayedzada

د عکس تشریح، ښاغلی سیدزاده وايي، تر هغو چې افغانستان کې ځوانانو ته کاري فرصتونه ډېر نه شي، انساني قاچاق ختمول به ګران وي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو د مبارزې پخواني مشر جنرال عبدالغفار سیدزاده بي بي سي ته وویل، افغانستان کې انساني قاچاق لومړی "د سردار محمد داود خان د واکمنۍ په وروستیو کې پیل شو" او د راتلونکي حکومت پیل کې ډېر شو چې بالاخره په وروستیو کلونو کې په ګرده نړۍ کې پر یوه نړیواله ستونزه واوښت.

سیدزاده وايي، لومړي سر کې افغانان ایران ته قاچاق کېدل، خو هلته چې د کار زمینه برابره شوه، د قاچاق مخنیوی شونی و، مګر افغانستان کې د نورو حکومتونو په راتګ او د بې‌کارۍ په ډېريدو قاچاقبرانو ته زمینه برابره شوه، نیمروز او هرات کې قاچاقبرانو خلک ایران او پاکستان ته په قاچاقي توګه لېږدول.

ښاغلی سیدزاده وايي، انساني قاچاقبري یو پېژندل شوی جرم دی چې خپلې شبکې لري او د افغانستان هر ولایت کې دوی فعالیت لري او زیانګالي خلک په نښه کوي چې ګنې بهرنیو هېوادونو ته یې لېږدوي.

نوموړی وايي، افغانستان کې د قاچاقبرانو شبکې نفوذ ایران او روسیې ته غځېدلی، چې هلته د نشه‌یي توکو شبکې هم ورسره یوځای کېږي او له ایران نه ترکیې ته او له هغه ځایه یې یونان او اروپا ته لېږدوي او له قاچاق شویو خلکو سره ډېر زیات جرمونه کېږي او ان په مرګ یې هم سرپه نه کوي.

ښاغلی سیدزاده وايي، افغانستان کې شاوخوا دېرش کاله مخکې د قاچاق مخنیوي قانون درلود، هرڅه پکې تشخیص شوي او فعالې شبکې ثبیت شوې دي. "مخنیوی یې ساده دی، مخکې د افغانستان سرحدونه خوندي نه وو، اوس چې دي، هېواد کې کاروبار نه شته، چې کاري فرصتونه نه وي، ژوند یې خوندي نه وي او ازادي نه وي، نو مخنیوی یې اوس ګران دی".

کرښه

نیمروز کې د قاچاقبر لټون

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

کابل کې زموږ خبریال ببرک احساس وايي، د کابل ښار لوېدیځ کمپنۍ سیمه د مسافر وړونکو شرکتونو د بسونو تمځای دی، چې هملته د بسونو ټکټونه پلورل کېږي او ګڼ مسافر کندهار، هرات او نیمروز ته ځي چې له هغه ځایه ایران او پاکستان ته ولاړ شي.

څه موده وړاندې هم بي‌بي‌سي کمپنۍ کې له ځینو هغو ځوانانو او زلمیانو سره خبرې کړې، چې په قانوني او غیرقانوني توګه ایران ته تلل. ځینو یې ویل چې په خپل کلي او سیمه کې له قاچاقبر سره هوکړې ته رسېدلي او نورو ویل نیمروز کې به قاچاقبر ومومي چې د افغانستان له پولې یې واړوي.

له افغانستانه بهر د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره د طالبانو د مشر له وروستي حکم وروسته په نیمروز کې چارواکو ویلي د هغو خلکو د تګ-راتګ مخه به ونیسي چې په ناقانونه توګه ایران او پاکستان ته ځي، خو دلته د کابل کمپنۍ د بسونو تمځای کې هغه ځوانان چې نیمروز ته ځي او د یوه ناڅرګند سفر لپاره یې ملا تړلې، اندېښمن نه ښکاري.

یوه مسافر بي‌بي‌سي ته وویل، له کابله نیمروز ته روان دی چې له هغه ځایه پاکستان ته واوړي. دی وايي، د پاکستان وېزه قېمته ده او پاسپورټ ډېر لګښت غواړي، ځکه یې د نیمروز له لارې پاکستان ته د سفر هوډ کړی چې لګښت یې ډېر کم دی.

کمپنۍ سیمه کې د مسافرو د لېږدولو نژدې ۳۰ نمایندګۍ دي، چې شاوخوا لس موټر یوازې نیمروز ته ځي او مسافر وړي. د یوې نمایندګۍ یوه استازي بي‌بي‌سي ته وویل، ډېری ځوانان د بې‌کارۍ له کبله د پاکستان او ایران له خطره ډک سفر ته زړونه ښه کوي.