د انساني قاچاق نړيواله ورځ: حکومتونه دې پر ټولنيزو رسنيو د قاچاق وړونکو مخه ونيسي

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره اوس یو شمیر انساني قاچاق وړونکي له خواله رسنیو د ځوانانو په جلبولو کې کار اخلي.

د اګست ۳۰ مه د انساني قاچاق د مخنیوي نړیواله ورځ ده، په همدې مناسبت ملګرو ملتونو ویلي، انټرنېټ او خواله رسنۍ باید د قاچاق وړونکو لپاره د فعالیت خوندي ځای نه وي.

ظاهرا په ټوله کې ټکنالوژۍ او په ځانګړې توګه ټولنيزو رسنیو لکه فېسبوک مسېنجر، واټسپ، ټېلېګرام او ایمو د انساني قاچاق وړونکو چاره اسانه کړې، دوی له همدې خواله رسنیو په ګټې اخیستو خلک او په تېره ځوانان هڅوي او په اسانو لارو منزل ته د رسولو ټټر ورته وهي.

خو افغان کډوال چې تازه له بلغاریا بېرته ترکیې ته استول شوی وايي په عمل کې داسې هېڅ نه وي.

دی وايي، "قاچاقبران ټول دروغ وايي، زه هېڅ باور پرې نه لرم، زه ټولو وروڼو ته وايم چې د قاچاقبرانو په خوله تېر نه وځي، ځکه قاچاقبران چې يو ساعت درته وښيي هغه لس ساعته وي او لس ساعته بيا ۳۰ ساعته وي..... استانبول کې زموږ سره کړې ژمنې پوره نه کړې."

خو په مستعار نوم احمد بل کډوال وايي انساني قاچاق وړونکي پر خواله رسنیو ۲۴ ساعته فعال وي، او د بېلابېلو تکتیکونو په کارولو کډوال هڅوي چې دوی سره اړیکه کې شي.

دی وايي دوی له تېلېګرام ډېر کار اخلي. د دوی ګروپونه ډېر فالورز لري، هلته دوی وايي چې تاسې ته خپل ځانګړی ګروپ جوړو چې اړیکه کې اوسې، د لارې نقشه درکوو، دا هرڅو د څو سوه ډالرو په مقابل کې ورکوي، خو بیا عمل کې داسې نه وي، او یو شمېر کسان لاره ورکه کړي.

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو اندېښنې ښيي چې انساني قاچاق وړونکي له ټکنالوژۍ د خپل ناقانونو فعالیت لپاره په پراخه کچه کار اخلي.

د انساني قاچاق د نړیوالې ورځې په مناسبت، ملګرو ملتونو ویلي چې انټرنېټ او خواله رسنۍ باید د قاچاق وړونکو لپاره د فعالیت خوندي ځای نه وي.

یوه بل افغان کډوال چې د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره له یوه کال راهیسې هڅه کوي کوم لوېدیځ هېواد ته ولاړ شي وايي، د خواله رسنیو له لارې د انساني قاچاق وړونکو خبرو او لویو ژمنو دی دومره وهڅاوه چې ان غوښتل یې ترکیه کې خپل کور وپلوري او د کوم لوېدیځ هېواد پر لور روان شي.

خو افغان کډوال وايي د ناقانونه کډوالۍ لارې له ډېرو ستونزو ډکې دي او د بلغاریې پولیسو له دوی سره ډېر ناوړه چلن وکړ او بېرته یې ترکیې ته واستول.

د ځینو خواله رسنیو امنیتي کړنلارې انساني قاچاق وړونکو ته دا چانس ورکوي چې له امنیتي پلوه د تعقیب وړ نه وي، خو ملګري ملتونه وايي حکومتونه باید د همدې مجازۍ نړۍ نه په ګټې اخستو د قاچاق وړونکو لوری معلوم کړي.