د طالبانو حکومت وايي د افغانستان لويو کانونو کې شاوخوا اته میلیارده ډالره پانګونې ته زمینه برابره شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، د تېرو دريو کلونو پر مهال په نژدې ۳۰ لویو کانونو کې شاوخوا اته میلیارده ډالره پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت چارسمبالی ملا هدايت الله بدري وايي، يو شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې څه باندي ۲۰۰ تړونونه لاسليک شوي چې په هغو کې ۱۷۰ د کوچنيو کانونو او ۳۰ د لويو کانونو د ايستلو تړونونه شامل دي.
د افغانستان په لويو کانونو کې ټوله پانګونه شاوخوا اته ميليارده ډالره ښودل شوې ده.
د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت چارسمبالی ملا هدایت الله بدري وايي د حکومت ډېره تکیه یې په کاني زېرمو ده.
پر افغانستان د طالبانو دویم ځلې واکمنۍ سره سم، دې ډلې په بې مخینې توګه له طبیعي زېرمو د ډک دې هېواد د کانونو راسپړل پيل کړي.
لامل یې د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دا بیانوي چې نور په بهرنۍ مرستې د دې هېواد تکیه را کمه شي:
"د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد پر ځان بسیا کېدو ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ له طبیعي سرچینو هم سمه استفاده کېږي او په دې برخه کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه چمتو شوې ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
د اته میلیارده ډالرو پانګونې زمینه
د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي همایون افغان بيبيسي ته وویل بهرنيو پانګهوالو کې ډېری یې ایراني، قطري، ترکي، چینایي او ازبکستاني دي.
نوموړی وايي، "۳۰ شاوخوا د لوی مقیاس قراردادونه چې د اوسپنې، مسو، سرو زرو، د کرومایټو او ډبرو سکرو تړونونه شامل دي، د نفتو، ګازو او د سمټو پروژې هم پکې دي چې پر کورنیو پانګهوالو سربېره له ځينو بهرنیو پانګهوالو سره هم قراردادونه شوي دي او د لوی مقیاس کانونو کې شاوخوا اته میلیارده امریکايي ډالره پانګونې ته زمینه برابره شوې ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
د طوطي میدان ګازو بلاک سروې او سپړل

د عکس سرچینه، Getty Images
همدا څو اوونۍ مخکې د "ایریل" په نامه له یوه ازبیک او افغان کډ شرکت سره د افغانستان په شمال کې د طوطي میدان غازو بلاک د سروې او راسپړلو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف وویل چې دا ډول هڅې د دواړو هېوادونو ترمنځ لا نورو پرمختګونو ته لار پرانیزي:
"هغه هڅې چې د ازبکستان له خوا د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت لپاره کېږي، یوازېنۍ موخه یې دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه ګاونډيتوب استازیتوب وکړي".
د طالبانو حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالومات له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې د کانې زېرمو له درکه ملي خزانې ته ۱۷ میلیارده افغانۍ، په ۲۰۲۳ کال کې لس میلیارده افغانۍ او د روان ۲۰۲۴ کال په لومړینو شپږو میاشتو کې نژدې شپږ میلیاره افغانۍ عواید سپارلې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کانونو په چارو کې ښکېل کسان د تعرفو لوړوالی، له شرکتونو د تېر حکومت د پورونو راټولول او د کاني سیمو د کنټرول پراخوالی چې پخوا د حکومت پر ځای د طالبانو د نفوذ سیمې وې، له کانونو د طالبانو د عوایدو د ډېرېدو لاملونه ګڼي.
طالبان هم له شرکتونو د جمهوريت مهال پورونو راټولول مني، خو وايي، هغه پورونه یې له کانونو د ترلاسه کړیو عوایدو یوه کوچنۍ برخه جوړوي.
د افغانستان د کانونو خپلسرې کیندنې او قاچاق هغه ننګونې وې چې تېرې دوه لسیزې تل افغان حکومت ور سره لاس او ګرېوان و او د جمهوریت تر پرځېدو پورې دا ستونزې هغسې چې ښاېدې، حل نه شوې.
د تېر حکومت چارواکو ان له پرځېدو څو میاشتې وړاندې ویلي وو، هغه سیمې چې پکې ناقانونه کیندنې او قاچاق کېږي، د کانونو وزارت له لوري پېژندل شوې دي.
کابو یوه لسیزه وړاندې افغانستان په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې وپېژندل شو چې تر ځمکې لاندې ډېر کانونو لري.
د افغانستان د کانونو "درې زره میلیارده ډالره" ارزښت

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د دفاع وزارت او د دغه هېواد د ځمکپوهنې ادارې د کارپوهانو یوې ګډې ډلې اټکل کړی و چې د افغانستان د میسو، اوسپنې، نیوبیوم، لیتیوم او سرو زرو کانونه زر میلیارده ډالره ارزښت لري.
د امریکا پر دغه راپور پسې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د کانونو او صنایعو وزارت اعلان وکړ چې د افغان دولت د اټکل له مخې، د دغو کانونو ارزښت درې زره میلیارد ډالره ته رسېږي.
کارپوهان وايي، که څه هم د افغانستان د کانونو استخراج او د دغه صنعت غوړېدل کلونه وخت ته اړتیا لري، خو ټینګار کوي چې د دغه هېواد د کانونو ظرفیت دومره لوړ دی چې د تلپاتې امنیت په صورت کې د دغو کانونو تر استخراجېدو وړاندې به لا د ډېرو پانګهوالو پام د ځان پر لور کړي، خو دا کار د حکومت په کچه ښه مدیریت ته اړتیا لري.
اوسمهال چې په ځانګړي ډول د کانونو برخې افغان کادرونه ځینې له هېواده وتلي او ځینې نور یې په کورونو کېنول شوي، د دې برخې د معیاري مدیریت برخه کې د طالبانو د حکومت رول او وړتیا د وخت په تېرېدو ښه تره څرګندېدای شي.











