د طالبانو حکومت د اوو لويو کانونو د ايستلو او پروسېس تړونونه لاسليک کړي

طالبان

د عکس سرچینه، RTA

    • Author, ابراهيم اميري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره په هېواد کې د اوو لویو کانونو د استخراج او پروسیس تړونونه لاسلیک کړي.

په دې کې د سرو زرو، مس عینک دویم، د صرب او جسټ او د اوسپنې کانونه شامل دي.

په هغو شرکتونو کې چې د استخراج او پروسیس تړونونه ورسره لاسلیک شول افغان، ایراني، ترکي، چینايي او بریتانوي شرکتونه شامل دي چې له افغان پانګوالو سره به په ګډه د کانونو د استخراج او پروسیس چارې پرمخ بیايي.

په دې هکله په جوړې شوې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وویل چې افغان او بهرني شرکتونه به پر دې کانونو د څه باندې شپږ نیم میلیاردو ډالرو پانګونه کوي.

د تخار ولایت د سمتي سرو زرو کان، میس عینک دویم، غور ولایت تولک ولسوالۍ د سرب او جست، او د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د څلورو کانونو د استخراج او پروسېس د تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې د طالبانو د رئیس الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، او د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو هم ګډون درلود.

د ښاغلي دلاور په وینا د تخار د سرو زرو له کان ۵۶، د مس عینک دویم له کانه ۱۲ او هرات کې د اوسپنې له کانونو به ۱۳ سلنه افغانستان ته ورکول کېږي چې په وینا یې د تېرې ادارې لخوا د شویو تړونو پرتله لوړه کچه ده.

د افغانستان له اوو لویو کانونو نه د استخراج او پروسېس د تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې ځینو نورو ګډونوالو هم ویناوې وکړې او دا تړونونه یې نه یوازې په لنډې بلکې په اوږدې مودې کې هم د افغانانو په ګټه وبلل.

کانونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د صنعکارانو ټولنې غړي او پانګوال شیرباز کمین زاده وویل، په تېرو کلونو کې د جنګ جکړو له امله پانګونې ته زمینه نه وه برابره خو اوس په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او کورني او بهرني پانګوال کولای شي چې په پوره ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسې يې حکومت تراوسه هېڅ کوم هېواد په رسميت نه دي پېژندلي. په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د لګېدلو بنديزونو له امله په نړيواله کچه له کلکو نيوکو سره مخ دي.

د یادولو ده چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومترو په مساحت د سرو زرو د کان، د ۲۴۵ کیلو متر مریع مس عینک دویم کان، د غور ولایت د تورلک ولسوالۍ د دوه سوه او اوه کلیومترو په مساحت کې د صُرب او جست کان، او د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې د څلورو کانونو قراردادونه افغاني او بهرنیو شرکتونو ته د ۵ او ۳۰ کلونو لپاره ورکړل شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې له دې کانونو به د استخراج عملي چارې ژر پیل شي. د دوی په ژبه په هرات کې د اوسپنې پر کانونو دوه میلیارده او اته سوه زره ډالر، په تخار کې د سرو زرو پر کان، ۳۱۰ میلیونه ډالر، د میس عینک پر دویم کان ۴۱۱ میلیونه ډالر او د غور د تولک ولسوالۍ د سرب او جست پر کان ۷۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي.

افغانستان کې له اوو لویو کانونو نه د استخراج او پروسیس دا تړونونه په داسې حال کې لاسلیک شول چې په افغانستان کې بې روزګاري یوه لویه ستونزه ده او ګڼ شمېر افغانان ترې سرټکوي، او په کور دننه د محدودو کاري فرصتونو له امله په لسګونو زره افغانان د کار موندلو لپاره ایران او پاکستان ته هم تللي دي.

هلته افغان کارګران د محدودیتونو له امله نه یوازې ځورول کېږي بلکې اړ دي چې د لږ عاید په بدل کې له خپلو کاري ساعتونو ډېر کار وکړي.