د طالبانو مشر هبت الله د کانونو د قراردادونو چارې اقتصادي کمیسیون ته وسپارلې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغان طالبانو مشر امر کړی چې د افغانستان د کانونو قراردادونو چارې دې د کانونو او پټرولیم وزارت پر ځای د اقتصادي چارو کمیسون ته وسپارل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وايي، ددې کار موخه د کانونو د قانون عملي کول دي، چې له مخې د قرارداد له اعلانولو تر عملي کاره ټولې پرېکړې د کابینې او اقتصادي چارو کمیسیون په غونډه کې کېږي خو هغه وويل د کانونو وزارت د دغو پرېکړو برخه او د څار مسوولیت لري.
هغه بي بي سي سره خبرو کې وویل د نوي فرمان له مخې به د کانونو برخه کې ټول کوچني او لوی قراردادونه یاد کمیسیون سمبالوي.
داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ګواکې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري تېر یوه کال کې د کانونو د قراردادونو ورکړه کې درغلۍ او د کم کیفیت چارې ترسره شوې، چې په ټوله کې یې افغانستان ته زیان اړولی.
ځېنو نړیوالو ورځپاڼو هم په دې وروستیو کې لیکلي وو چې د یو شمېر چینايي شرکتونو استازو کابل ته پر سفرونو او هلته له طالب چارواکو سره د کانونو پر قراردادونو خبرو هم اندېښنې پیدا کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لویه کې اندېښنه دا ښودل شوې چې ښايي د لیتیمو، اوسپنې او غازو په څېر د لوړې بیې کانونه د کېندنو لپاره په ارزانه بیه ورکړل شي.
دغو ټکو ته په پام د طالبانو د مشر مولوي هبت الله دا نوی امر داسې انګېرل کېږي چې دې برخه کې اندېښنې جدي وې.
خو ښاغلي برهان وویل پر خواله رسنیو هغه رپوټونه ريښتیا نه دي چې وايي د کانونو او پټرولیم وزارت کې د فساد او ټګۍ برګۍ له امله دا نوی فرمان خپور شوی، هغه ټینګار کوي چې دا ګام د چارو د ښه والي لپاره پورته شوی.
په تېره مارچ میاشت کې د طالبانو د کانونو وزارت له دې امله هم تر سختو نیوکو لاندې راغی چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د ورکړې پر بیو او څرنګوالې نیوکې وشوې.
د اقتصادي چارو کمیسیون څه دی؟
د طالبانو د اقتصادي چارو کمیسیون د ریاست الوزرا د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لویو رغنیزو پروژو او د هېواد د مهمو پرېکړو دنده پرغاړه لري.
دغه کمیسیون کې د سوداګرۍ، کانونو او پټرولیم، اقتصاد او یو شمېر نورو وزارتونو استازي ځای لري.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو مهم لوړ پوړی مشر دی چې وړاندې تر دې یې د دغه ډلې د سیاسي دفتر مشري کوله او د طالب غورځنګ د باور وړ کس یادېږي.
د کانونو قرارداد دغه کمیسیون ته سپارل د یو مهم بدلون په توګه ګڼل کېږي، ځکه چې د نړیوالو بندیزونو او ناوړه اقتصادي حالت په رادبره کېدو سره طالبانو د دغه هېواد کانونه تر ټولو د لویې ګټې وټې او عاید سرچینې ورپاتې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په کانونو کې د چین، پاکستان او ایران لیوالتیا تر نورو هېوادونو ډېره ده.
چین د مسو د تر ټولو لوی کان مس عینک د قرارداد او عملي کار لپاره په دې وروستیو کې څو ځلې استازي کابل ته لېږلي، او یو شمېر تخنیکي ډلو يې د افغانستان ختیځ کې د لیتیمو له کانونو هم لیدنه کړې.
په شمالي ولایتونو کې د نفتو او غازو د ایستلو چاره کې هم طالب او چینايي چارواکي په خبرو دي.
د افغانستان لوېدیځ کې ایران د مرمرو د ځېنو وړو قراردادونو هوکړې کړي.
په ختیځو او شمال ختیځو غرنیو سیمو کې د بیروچو، یاقوتو، سرو زرو او نورو قیمتي توکو کانونه لا هم بې برخلیکه دي، او د رپوټونو له مخې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دغه کانونه د تېرو څو کلونو راهیسې د ځايي زورواکو او وسله والو ډلو له لوري په ناقانونه ډول کېندل کېږي.
طالبانو په دې وروستیو کې ویلي هېڅوک پخپل سر د کېندنو حق نه لري، هغه خبره چې تېر هر حکومت کوله خو څارونکي وايي داسې شواهد نشته چې وښيي ټول کانونه دي په بشپړ ډول له ناقانونه کېندونو خوندي وي.










