نسل وژنه څه ده؟

د غزې زکیم پولې ته نږدې د مرستو د ویش په مرکز کې د فلسطینیانو ګڼه ګوڼه، چې چار چاپېره یې په بمباریو وجاړې شوې ودانۍ او کنډوالې دي.

د عکس سرچینه، Khames Alrefi/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د قحطۍ او پراخې لوږې شواهد شته دي
    • Author, لویس باروچو
    • دنده, بي بي سي نړیواله څانګه

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون وايي چې اسرائيل په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده.

دغه کمسیون دا خبره په خپل یوه نوي رپوټ کې کړې او ویلي یې دي چې داسې "معقول دلایل" یې موندلي چې پر بنسټ یې دا کمیسون دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائيلو له ۲۰۲۳ کال راهیسې له حماس سره په جګړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې له پنځو څلور هغه عملونه ترسره کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې نسل‌وژنه حسابېږي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون دا څلور عملونه په دې توګه یاد کړي دي:

د یوې ځانګړې ډلې غړي‌ وژل، هغوی ته بدني او رواني زیان رسول، په قصدي ډول داسې شرايط برابرول چې دا ډله خلک پکې له منځه یووړل شي او د زېږون مخنیوی کول.

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون د دې لپاره د اسرائيلي مشرانو څرګندونې او د هغوی د ځواکونو له لوري له فلسطینیانو سره د شوي چلند نمونې د نسل وژنې د ارادې او ثبوت په توګه وړاندې کړې دي.

د حماس لخوا اداره کېدونکې روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو پوځي برید په غزه کې له ۶۴،۰۰۰ څخه ډېر کسان، چې لوی شمېر یې ملکي وګړي دي د روان کال د سپټمبر تر نیمایي پورې وژلي دي.

دا جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس د برید په ځواب کې پیل شوه، چې په کې شاخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول چې ډېر یې ملکي وګړي دي.

وژنې او ویجاړۍ د پراخې غندنې لامل شوې.

د ترکیې او برازیل په ګډون ګڼو هېوادونو، د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتونو (UN) لخوا ټاکل شويو ځینو متخصصینو ویلي، چې په غزه کې د اسرائیلو چلند نسل وژنه ده.

د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې، سویلي افریقا د ۱۹۴۸ کال د نسل وژنې کنوانسیون د سرغړونې په اړه د اسرائیلو پر وړاندې د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) ته قضیه وړاندې کړه.

یوه میاشت وروسته یې یوه لنډمهاله پرېکړه اعلان کړه، چې فلسطینیان "د نسل وژنې څخه د ساتنې لپاره د منلو وړ حقونه لري".

قاضیانو وویل، د سویلي افریقا لخوا په ګوته شوې ځینې کړنې که ثابتې شي، د کنوانسیون د مقراراتو لاندې راتللی شي.

د بریتانیا او جرمني په ګډون لوېدیځ حکومتونه، ، په لویه کچه د اسرائیلو کړنې د نسل وژنې په توګه نه بیانوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، چې دا د سیاسي مشرانو په واک کې نه ده، چې دا اصطلاح وکاروي خو"تاریخ پوهان" باید "په مناسب وخت کې" پرېکړه وکړي.

اسرائیلو د نسل وژنې تورونه د "ښکاره دروغ" تر ټکي لاندې په کلکه رد کړي دي. دوی ټینګار کوي، چې دوی د خپل امنیت او ځان دفاع حق کاروي. دا هغه دلیل دی، چې د هغوی د ترټولو پیاوړي ملاتړي امریکا لخوا هم ویل شوی.

نسل وژنه څه معنا لري، او څوک کولی شي پرېکړه وکړي چې ایا دا نسل وژنه ده؟

نسل وژنه څه ډ‌ول تعریفېږي؟

یو تور او سپین عکس، چې پولنډی یهودی وکیل رافیل لیمکین ښیې او درېشي یې کړې ده. یوه میز ته په څوکۍ ناست دی او به یوه کاغذ لیکنه کوي.

د عکس سرچینه، Bettmann Archive/Getty Images

د عکس تشریح، یو پولنډي یهودي وکیل رافیل لیمکین د نسل وژنې د کنوانسیون په جوړولو کې برخه لرله

دا اصطلاح په ۱۹۴۳ کال کې د پولنډي یهودي وکیل رافیل لیمکین لخوا رامنځته شوه. هغه د یوناني کلمه "جینوس" (نسل یا قبیله) د لاتیني کلمې "سایډ" (وژنه) سره یوځای کړه.

د هولوکاسټ د وحشتونو له لیدلو وروسته، چې په کې د هغه د کورنۍ هر غړی د هغه د ورور پرته ووژل شو، ډاکټر لیمکین د نړیوال قانون له مخې نسل وژنه د جرم په توګه د پېژندلو لپاره پراخ کمپاین وکړ.

د هغه هڅې د ۱۹۴۸ کال په دسمبر کې د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون تصویبولو لامل شوې او د ۱۹۵۱ کال په جنوري کې دغه کنوانسیون نافذ شو. له هغه وخته تر ۲۰۲۲ د ۱۵۳ هېوادونو لخوا تصویب شو.

د کنوانسیون دویمه ماده نسل وژنه داسې تعریفوي: "د لاندې کړنو څخه هر یو یې، چې د یوې ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې د بشپړ یا یوې برخې له منځه وړلو په نیت ترسره شي[نسل وژنه ګڼل کېږي]"

• په ډله ییز ډول د غړو وژنه

• د ډلې غړو ته جدي جسماني یا رواني زیان رسول

• په قصدي ډول د ډلې د ژوند شرایط سختول، چې د ډلې یا یوې برخې فزیکي ویجاړي رامنځته کړي.

• په ډله ییز ډول دننه د زېږونونو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کول

• په زور د ډلې ماشومان بلې ډلې ته لېږدول

کنوانسیون لاسلیک کونکو هېوادونو ته عمومي دنده هم ورکړې، چې د نسل وژنې "مخنیوی وکړي او سزا ورکړي".

دا پرېکړه څوک کوي، چې څه نسل وژنه ګڼل کېږي؟

د فلسطیني مېرمنو یوه ډله، چې اسلامي لباس یې اغوستی او خالي لوښي یې نیولي دي. د اسرائیلو د روانې محاصرې او په غزه باندې د بریدونو په بهیر کې دوی خیریه موسسې ته د خوراکي توکووېشل ته انتظار دي.

د عکس سرچینه، Abdalhkem Abu Riash/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، اسرائیل دا ردوي، چې د غزې خلک د لوږې له خطر سره مخامخ دي

ملګري ملتونه وايي چې دا نه ټاکي چې ایا یو حالت نسل وژنه ده، او یوازې مجاز قضایي ارګانونه، لکه نړیوالې محکمې، د دې کولو واک لري.

تر دې دمه یوازې یو څو قضیې د نړیوال قانون له مخې د نسل وژنې په توګه پېژندل شوې دي:

په روانډا کې د ۱۹۹۴ کال نسل وژنه، په بوسنیا کې د ۱۹۹۵ کال د سربرینیکا ټول وژنه، او په کمبوډیا کې د ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۷۹ پورې د لږکیو ډلو په وړاندې د خمیر روج یا کمبودیا کې د کمونیست ګوند نظام، کمپاین [جګړه].

د عدالت نړیواله محکمه او د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) ترټولو مشهورې نړیوالې محکمې دي، چې د نسل وژنې په اړه د حکم کولو واک لري. ملګرو ملتونو په روانډا او پخوانۍ یوګوسلاویا کې د نسل وژنې د حل لپاره ځانګړې محکمې هم جوړې کړې.

د عدالت نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، چې د دولتونو ترمنځ د شخړو د حل کولو دنده لري.

د نسل وژنې په روانو قضیو کې هغه قضیه هم شامله ده، چې د اوکرایین لخوا په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې پر وړاندې ثبت شوې وه.

کېیف کریملین تورن کړی، چې د دروغ ادعا یې کړې دا چې اوکرایین د دونباس په ختیځه سیمه کې نسل وژنه کړې او دا د یرغل لپاره د پلمې په توګه کاروي.

الوتکې د پراشوټ له لارې د مرستو کڅوړې غورځوي. فلسطینیان هغې سیمې ته ورځي چیرې، چې د بشري مرستو کڅوړې د غزې ښار په لویدیځ کې ښکته کېږي

د عکس سرچینه، Mahmoud Abu Hamda/Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، اسرائیل په مې میاشت کې د مرستو بشپړ بندیز په جزوي ډول کم کړ

بله بېلګه یې په ۲۰۱۷ کال کې د ګمبیا لخوا د میانمار پر وړاندې د قضیې ثبتول دي.

دوی ادعا کوي، چې دغه بودایي هیواد په کلیو کې د "پراخ او منظم تصفیې عملیاتو" له لارې د مسلمانو روهینګیايي لږکیو پر وړاندې نسل وژنه ترسره کړې.

د روم د قانون/اساسنامې له مخې چې په ۲۰۰۲ کال کې تاسیس شوې د جرمونو نړیواله محکمه اشخاص د محاکمې لپاره په نښه کوي.

یوازې ۱۲۵ هېوادونه، چې دا تړون یې تصویب کړی، غړي یې دي. امریکا، چین او هند د پام وړ استثناوو څخه دي.

د جرمونو نړیواله محکمه د ادعا شويو نسل وژنو قضیې څېړي خو تر اوسه پورې د سودان د پخواني ولسمشر عمر حسن احمد البشیر په وړاندې تورونه لګولي دي، چې په ۲۰۱۹ کال کې له نږدې درې لسیزو واکمنۍ وروسته له واکه لرې شو. هغه دغه تورونه رد کړي دي.

که چېرې ملي مقننه او اجرایوي چارواکي د "نسل وژنې" اصطلاح وکاروي، ملګري ملتونه وايي، چې دا ډول لیبلونه د خپلو پولو هاخوا قانوني وزن نه لري.

د بېلګې په توګه، بېلابېلو حکومتونو او پارلمانونو په وروستیو کلونو کې هولوډومور، چې په ۱۹۳۲-۳۳ کلونو کې د جوزف سټالین د ډله ییز کولو پالیسیو په پایله کې په اوکرایین کې د میلیونونو خلکو لوږه، د نسل وژنې په توګه پېژندلې ده.

بریتانیا دا کار نه دی کړی، ځکه چې د هغې د اوږدې مودې پالیسي یوازې د باصلاحیته محکمو د پرېکړو وروسته نسل وژنې پېژني.

ایا د دې کنوانسیون په اړه کومه نیوکه شته؟

د ملګرو ملتونو د دې تړون له تصویب راهیسې له بېلابېلو خواوو پرې نیوکې شوې دي. ډېرې [نیوکې] یې د هغو کسانو لخوا چې په ځانګړو قضیو کې د دوی له چلند څخه ناراضه دي.

ځینې استدلال کوي، چې تعریف یې خورا لنډ یا محدود دی، پداسې حال کې چې نور وايي، د ډېرې یادونې له امله یې ارزښت کم شوی دی.

د نسل وژنې یو متخصص تیجس بووکنیګټ چې له ای سي سي ICC سره یې کار کړی، د فرانسې خبري اژانس AFPسره یې په یوه مرکه کې وویل: "د نسل وژنې لپاره حد پوره کول تقریبا ناشونې دی."

هغه زیاته کړه: "تاسو باید ثابته کړئ، چې دا قصدي شوی. او همدا قصد یوازینی هغه څه دی چې په ګوته کوي څه پېښ شوي دي.

ځینې نورې عامې نیوکې د هدفمنو سیاسي او ټولنیزو ډلو له منځه وړل دي او دا ثابتول، چې څومره مړینې د نسل وژنې سره مساوي دي.

ښاغلي بووکنیګټ یادونه وکړه، دا کېدلی شي کلونه وخت ونیسي، چې کومه محکمه د نسل وژنې په اړه پرېکړه وکړي.

د روانډا په قضیه کې، د ملګرو ملتونو لخوا تاسیس شوې محکمې نږدې یوه لسیزه وخت ونیو، چې په رسمي ډول دا پرېکړه وکړي، چې نسل وژنه شوې ده.

دغه چارې تر ۲۰۰۷ کال پورې دوام وکړ، چې د عدالت نړیوالې محکمې د ۱۹۹۵ کال د سربرینیکا ټول وژنه چې نږدې ۸۰۰۰ مسلمان نارینه او هلکان پکې شامل وو، د نسل وژنې په توګه وپېژاند.

د یارک پوهنتون د جرمونو متخصصې ریچل برنز وویل، چې ډېر کم شمېر مجرمین د خپلو جرمونو په تور محکوم شوي دي.

"په روانډا، پخوانۍ یوګوسلاویا او کمبودیا کې د مجرمینو ریښتینی شمېر نامعلوم دی خو یوازې یو څو کسان محکوم شوي دي."

متخصصین وايي، یوځل چې یو حالت په قانوني ډول د نسل وژنې په توګه تعریف شي، هغه هېوادونه، چې کنوانسیون یې لاسلیک کړی باید د نسل وژنې د مخنیوي یا بندولو لپاره یې ګامونه پورته کړي هغه که د ډیپلوماسۍ، بندیزونو، یا ان پوځي لارې.

د مثال په توګه، د روانډا د نسل وژنې په بهیر کې، د متحده ایالاتو افشا شويو اسنادو څرګنده کړه، چې چارواکو په قصدي ډول د "نسل وژنې" کلمې کارولو څخه ډډه وکړه پداسې حال کې چې وژنې روانې وې، تر یوې اندازې پورې د دې لپاره، چې د کنوانسیون لاندې قانوني او سیاسي مکلفیتونه رامنځته نشي.

مېرمن برنز وویل: "ان د ملګرو ملتونو له تعریف سره سره، لاهم د تعریف کولو ناکامي، د عمل کولو ناکامي او د محاکمې کولو ناکامي شته دی."