د ملګرو ملتونو په ملاتړ یو رپوټ وايي، په غزه ښار کې لومړی ځل قحطي تایید شوې

غزه کې ماشومان خوړو ته په تمه

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو خوړو خوندیتوب څارنې یوه اداره وايي، په غزه ښار کې لومړی ځل قحطي تائید شوې ده. د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ،ای پي سي، (IPC) ډلې په خپله درجه بندۍ کې پنځمه درجه یاده کړې، چې د خوړو خوندیتوبه تر ټولو ناوړه کچه ښيي.

د دې ادارې مسوولین وايي، د غزې ښار په ادارې په سیمه کې قحطي تائید شوې، چې غزه ښار او شاوخوا سیمې په کې راځي او دا ''ناوریني وضعیت'' ښايي د سپتمبر تر پایه پورې دیر البلح او خان یونس سیمو ته هم ورسېږي.

د یادونې ده، چې ای پي سي اداره خپله رسماً اعلان نه کوي، چې قحطي روانه ده او که نه، خو شننه وړاندې کوي چې حکومتونو، سازمانونو او ادارو سره مرسته کوي، چې د قحطۍ په تړاو بیانونه یا اعلامیې خپرې کړي.

بل لور اسرائیل وايي، په سختۍ سره د ای پي سي رپوټ ردوي او ''په ځانګړې توګه په غزه ښار کې د قحطۍ ادعا'' برخه یې په کلکه ردوي.

په سیمو کې د حکومتي فعالیتونو همغږې کوونکې اسرائیل‍ۍ اداره (سي او جي اې ټي) چې د مرستو مسووله پوځي اداره ده وايي: "دا راپور جعلي دی، پر جزوي، له تعصب ډکو برسېرنو معلوماتو تکیه کوي چې له حماس څخه سرچینه اخلي، چې یو ترهګریز سازمان دی".

دوی د ای پي سي ارزونه یو اړخیزه بولي او دا چې "په غزه کې ترسره شوي پراخ بشري هڅې" له پامه غورځوي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو څلورو ادارو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې غزې ته د مرستو د بې خنډه لاسرسي غوښتنه پکې شوې.

د ایف اې او، ډبلیو ایف پي، یونېسف او روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایف او په اعلامیه کې "د لوږې او خوارځواکۍ له امله د مړینو مخنیوي لپاره د بې خنډه بشري لاسرسي" غوښتنه تکرار شوې ده.

دغخ ادارې وايي:"قحطي باید په هر بیه ودرول شي"، دوی "په غزه ښار کې د پوځي برید د شدت او د شخړې د هر ډول زیاتوالي ګواښ" په تړاو اندېښنه څرګندوي ځکه په وینا یې دا به د ملکي وګړو لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو ادارو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي چې د غزې ماشومانو کې خوارځواکي په یوه ناورینونکي سرعت سره مخ په زیاتیدو ده او په جولای کې له ۱۲۰۰۰ څخه ډېر ماشومان په سخته خوارځواکۍ اخته پېژندل شوي دي.

نتنیاهو وايي، اسرائيل به د ټولو یرغملو د خوشي کولو لپاره خبرې پیل کړي

نتنیاهو

د عکس سرچینه، Reuters

له دې مخکې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي‌، د ټولو یرغملو د خوشي کولو او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې "اسرائيلو ته د منلو وړ" شرایطو پر بنسټ د مذاکراتو د پیلولو لارښوونه کړې.

نتنیاهو نن پنجشنبه (اګست ۲۱ / زمری ۳۰)‌ خپلو ځواکونو ته ویلي چې له کورني او بهرني‌ مخالفت سرسره یې کابینې هم د غزې ښار د بشپړې ولکې لپاره د پراخ برید پلانونه تصویب کړي دي.

د یادولو ده چې حماس تېره دوشنبه د قطري او مصري منځګړو له ۶۰ ورځني اوربند سره هوکړه وکړه چې د قطر په وینا، په غزه کې د پاتې نیمايي شمېر یرغملو خوشي کول پکې شامل دي.‌

خو نتنیاهو یې د مذاکرې پر مېز د دغه وړاندیز له منلو انکار کړی دی. دا لومړی ځل دی چې دی دې هوکړې ته غبرګون ښيي.

نن پنجشنبه ماخوستن په اسرائيل کې د غزې لپاره له مرکزي دفتره د لیدنې پر مهال ښاغلي نتنیاهو په یوه ویډيويي وینا کې وویل چې هغه "د ټولو یرغملو د خوشي کولو لپاره د سم‌لاسي خبرو د پيلولو لارښوونه کړې ده."

ښاغلي نتنیاهو ویلي، "زه پر غزې ښار د کنټرول ترلاسه کولو او د حماس د ماتولو لپاره د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو د پلانونو د تصویبولو په موخه دلته راغلی یم."

خو ده دا جزیات ور نه کړل چې د خبرو یا مذاکراتو بل پړاو به څه وي.

اسرائيلي چارواکو دا اوونۍ د اوربند له هغې هوکړې سره مخالفت وکړ چې پر بنسټ یې یوه ډله یرغمل خوشي کېدل.‌ دوی ټينګار کاوه چې ټول باید یوځلي خوشي شي.

اسرائيل باور لري چې تر ۲۲ میاشتېني بند وروسته د ۵۰ یرغملو له ډلې یوازې ۲۰ یې ژوندي پاتې دي.

د اسرائيلو تازه بمبارۍ

په همدې حال کې په غزه ښار کې ځايي چارواکي وايي، فلسطینیان له هغه وروسته د دې ښار له ځینو برخو د وتلو په حال کې دي چې اسرائیلي ځواکونو د پلان شویو ځمکنیو عملیاتو لومړنی پړاو پیل کړی.

اسرائیلي ځواکونه له څو ورځینو سختو بمباریو او توپخانې بریدونو وروسته اوس د دې ښار په څنډو کې د یو ځای کېدو لپاره یوې سیمې ته ورغلي دي.

د ویډیو تشریح، پر غزې ښار د سرائيل د "لومړنیو پوځي اقداماتو" د پيل یوه شېبه

په ورته مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د سملاسي اوربند غوښتنه کړې، چې د هغو ''وژنو او ویجاړۍ'' مخه ونیوله شي، چې د نوموړي په وینا د برید په صورت کې به ''یقینا لامل شي.''

تازه رپوټونه ښيي، چې د غزې ښار له صابره او زیتون سیمو سلګونه فلسطینیان د ښار شمال لوېدیځ لور ته وتلي دي.

ښايي په غزه ښار کې د اسرائیلي ځمکنیو عملیاتو له پیل سره سلګونو زرو فلسطینیانو ته له خپلو کورونو د وتلو او د غزې سویلي سیمو ته د تګ امر وشي.

د اسرائيلو ګڼو متحدانو دا پلان غندلی او د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون د چهارشنبې په ورځ (اګست ۲۰) خبرداری ورکړ چې دا "د دواړو لورو خلکو تر منځ یوازې یو ناورین رامنځ‌ته کولی شي او ټوله سیمه یوې تلپاتې جګړې ته ورټېل وهلی شي."

په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې ټولنې ویلي چې د خلکو لا نور بې‌ځایه کېدل او د دوښمنۍ شدت به د غزې څه باندې دوه میلیونه وګړو ته "لا د مخه له ناورینه ډک وضعیت د لا خرابېدو له خطر سره مخ کړي."

د اسرائيل حکومت تېره میاشت وروسته له هغه د ټولې غزې تړانګې د نیولو اراده په ډاګه کړه چې له حماس سره یې د اوربند او د یرغملو د خوشي کولو هوکړه ماته شوه.‌

غزه‌والو ته خوندي سیمو ته د وتلو خبرداری

د چهارشنبې په ورځ (اګست ۲۰) په یوه ټلویزوني‌ وینا کې د اسرائيل دفاعي ځواکونو ویاند برید جنرال ایفي ډيفرین وویل چې حماس له ۲۲ میاشتېنۍ جګړې وروسته "ځپل شوی او مات شوی دی."

ښاغلي ډیفرین زیاته کړه، "موږ به په غزه ښار کې حماس ته لا ژور زیان ور واړوو چې د یوه ترهګریز سازمان د حکومتولۍ او پوځي ترهې مرکز دی" او په وینا یې، "موږ به پر ځمکې د پاسه او تر ځمکې لاندې د ترهګرۍ زېربناوې له منځه یوسو او پر حماس به د خلکو تکیه ختمه کړو."

ده همدا راز وویل چې د اسرائيل دفاعي ځواکونه عملیاتو ته "انتظار نه کوي" او په وینا یې، "موږ وار د مخه لومړني اقدامات پیل کړي دي او ځواکونه مو د غزې ښار د څېرمه سیمو په نیولو لګیا دي."

ښاغلي ډیفرین ویلي چې "ملکي وګړو ته د زیان اوښتو احتمال د کمولو لپاره" به د غزې ښار ملکي خلکو ته خبرداری ورکړل شي چې خوندي سیمو ته ووځي.

غزه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د اسرائيل تر یوه بمبار وروسته ځينې فلسطینیان خوندي ځایونو ته په منډه دي.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بصال د سې شنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې زیتون او صبرا ته څېرمه سیمه کې وضعیت "ډېر خطرناک او له زغمه وتلی و."

د یاد اژانس د خبر له مخې، د چهارشنبې په ورځ په دې سیمه کې د اسرائيلو په بریدونو او ډزو کې ۲۵ تنه وژل شوي. په دوی کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار شامل دي. د هغوی پر کور د غزې ښار اړوند د بدر سیمې په 'شطي' پنډغالي کې اسرئیلو بمبار کړی و.

د اسرائيل پوځ ویاند ښاغلي ډیفرین ویلي‌ چې سرتېري یې هڅه کوي چې هغو ۵۰ یرغملو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي چې لا هم په غزه کې له حماس سره بندیان دي. ګمان کېږي چې د هغوی له ډلې شل یې ژوندي وي.

د دوی کورنیو وېره څرګنده کړې چې د اسرائيل له لوري دغه ځمکني عملیات د هغوی ژوند له خطر سره مخ کولی شي.

رویټرز خبري اژانس د یوې اعلامیې له مخې خبر ورکړ چې حماس د چهارشنبې په ورځ د اسرائيلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړ چې ګواکې د منځګړو د اوربند وړاندیز په پام کې نه نیسي او په وینا یې، هغه "د هر ډول هوکړې اصلي خنډ" دی.

د اسرائيل پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د حماس له لوري پر اسرائيلو تر حملې وروسته پر غزې برید وکړ. په هغه برید کې ۱۲۰۰ اسرائيلیان ووژل شول او ۲۵۱ یرغمل کړای شول.‌

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له هماغه راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۶۲ زره ۱۲۲ فلسطینیان وژل شوي دي. د دغه وزارت شمېرې د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو له لوري په دې جګړه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر ټولو کره او باوري هغه یادېږي.