د اسرائیل "يي‌۱" جنجالي پلان څه دی او ولې د خپلواک فلسطیني دولت جوړولو مفکوره ګواښي؟

د اسرائیلو د مالیې وزیر بیزالیل سموترېچ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د "مېشت ځایونو پراختیا" او په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د "يي۱" پروژې په اړه خبرې کوي، کوم چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړه وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیلو د مالیې وزیر بیزالیل سموترېچ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د "مېشت ځایونو پراختیا" او په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د "يي۱" پروژې په اړه خبرې کوي، کوم چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړه وه.

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو د یوې جنجالي پروژې پلانونو پراخي نیوکې راپارولې دي. د اسرائیلو د ماليې وزارت ښي اړخي وزیر بېزالیل سموترېچ ویلي، دا پروژه به "د فلسطیني دولت مفکوره دفن کړي."

د "يي۱" (E1) په نامه پلان، چې د ختیځ بیت المقدس او د معاله ادومیم د مېشت ځایونو ترمنځ په لوېدیځه تړانګه کې د ۳۴۰۱ کورونو جوړول په کې شامل دي، د سخت مخالفت له امله له لسیزو راهیسې ځنډول شوی و.

د نړیوالې ټولنې لویه برخه د نړیوال قانون له مخې د دې مېشت ځایونو جوړول غیرقانوني ګڼي، خو اسرائیل دا مسله ردوي.

د اسرائیلو د مالیې وزیر سموترېچ د تېرې چارشنبې په ورځ د دې پلان ملاتړ وکړ او په تړاو شوې پرېکړه یې "تاریخي لاس ته راوړنه" وبلله.

د فلسطین د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت دا پلان د "نسل وژنې، بې ځایه کېدو او الحاق 'اړوند' جرمونو دوام" بللی دی. اسرائیل په دوامداره توګه دا تورونه رد کړي دي.

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د بريتانیا او ترکیې په ګډون د نړې بېلابېلو هېوادونو د "اي۱" مېشت ځایونو پلان غندلی او د هغه د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د "يي۱" مېشت ځایونو پلان څه دی؟

اسرائیلو په اشغالي لوېدیځه تړانګه کې د معاله ادومیم په څېر ډېر مېشت ځایونه جوړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلو په اشغالي لوېدیځه تړانګه کې د معاله ادومیم په څېر ډېر مېشت ځایونه جوړ کړي دي.

د مېشت ځایونو جوړول د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ یوه له خورا جنجالي مسئلو ده.

د "يي۱" مېشت ځایونو پروژه چې لومړی ځل په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د اسحاق رابین د لومړۍ وزیرۍ پر مهال وړاندیز شوه، د ۲۵۰۰ کورونو لومړني پلان سره پیل شوه.

په ۲۰۰۴ کې، پلان پراخ شو او د کورونو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو چې سوداګریز واحدونه او سیاحتي مرکزونه هم په کې ور زیات شول.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د ځمکې د مصادرې، پراختیایي پلانونو او د سړکونو جوړولو په ګډون نوي پړاوونه اعلان شول، خو هر ځل د نړیوال فشار له امله د دې پلانونو پلي کول ودرول شول.

ولې دا پروژه دومره جنجالي ده

لوېديځه غاړه

د "يي۱" پروژې پراختیا ته له اوږدې مودې راهیسې د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پر وړاندې د یوه جدي خنډ په سترګه کتل کېږي.

لامل یې د "يي۱" سیمې ستراتېژیک موقعیت دی: دا پروژه د بیت المقدس سویلي برخې له شمالي برخو جلا کوي او د رام الله، ختیځ بیت المقدس او بیت‌لحم ترمنځ د فلسطیني ښاري متصل زون د جوړېدو مخه نیسي.

اسرائیلۍ ډله "پیس ناو" چې په لوېدیځه غاړه کې د مېشت ځایونو د فعالیت څارنه کوي، وايي، نوي کورونه به د معاله ادومیم د مېشت ځایونو پرتله چې اوسمهال شاوخوا ۳۸ زره اوسېدونکي لري، ۳۳ سلنه ډېر مساحت ولري.

د پیس ناو په وینا، د "يي۱" پروژه به اسرائیلو ته لاره هواره کړي چې مېشت ځایونه له صنعتي سیمو سره وصل کړي او د لوېدیځې غاړې لویو برخو ته خپل کنټرول وغځوي.

یاده ډله وايي، د "يي۱" مېشت ځایونو د پلان د تصویب وروستۍ غونډه به د یوې تخنیکي کمېټې له خوا وشي چې پخوا یې دغه پلان په تړاو ټولې نیوکې ردې کړې دي.

د لوېدیځي تړانګې اشغالي سیمې چېرې دي؟

رام الله ته نږدې د اسرائیلي مېشت ځایونو اوسېدونکي له لرې واټن څخه د اسرائیلي سرتیرو له خوا د فلسطیني کډوالو د زیتون راټولولو د مخنیوي بهیر څاري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، رام الله ته نږدې د اسرائیلي مېشت ځایونو اوسېدونکي له لرې واټن څخه د اسرائیلي سرتیرو له خوا د فلسطیني کډوالو د زیتون راټولولو د مخنیوي بهیر څاري.

لوېدیځه غاړه د اسرائیل او اردن سیند ترمنځ پرته سیمه ده چې شاوخوا ۳ میلیونه فلسطینیان په کې ژوند کوي.

دا سیمه له ختیځ بیت المقدس او غزې تړانګې سره یوځای، د هغه څه یوه برخه ده چې په عمومي ډول د اشغال شويو فلسطیني سیمو په نامه پېژندل کېږي.

په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې شاوخوا ۱۶۰ اسرائیلي مېشت ځایونه شته چې نږدې ۷۰۰ زره یهودیان په کې اوسېږي.

فلسطینیانو له اوږدې مودې راهیسې په دې سیمو کې د اسرائیلو د شتون مخالفت کړی دی.

اسرائیل لاهم پر لوېدیځي غاړې کنټرول لري، خو له ۱۹۹۰ یمو کلونو راهیسې یو فلسطیني دولت، چې د فلسطینۍ کوراکې ادارې په نوم پېژندل کېږي، د خپلو ډېرو ښارونو او کلیو چارې اداره کوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته، په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطینیانو د اسرائیلو فشار په چټکۍ زیات شوی دی؛ هغه فشارونه چې اسرائیل یې مشروع امنیتي اقدامات ګڼي.

ملګرو ملتونو په تېره جون کې په لوېدیځه تړانګه کې د مېشتو سرائیلیانو له خوا پر فلسطینانو شویو بریدونو کې د ۱۰۰ کسانو ټپي کېدل ثبت کړي چې دا په تېرو دوو لسیزو کې په یوه میاشت کې د ټپي کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې، دې سازمان د مېشت ځایونو د اوسېدونکو له خوا ۷۵۷ بریدونه چې فلسطینان په کې ټپیان شوي یا یې ملکیت ته زیان رسېدلی، ثبت کړي دي.

دا شمېره د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې پرتله شاوخوا ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیي.

فلسطینیان او د بشري حقونو ډلې د اسرائیلو امنیتي ځواکونه تورنوي چې د اشغالګر ځواک په توګه یې د فلسطینیانو او حتی د خپلو اتباعو د ساتنې لپاره خپله قانوني دنده نه ده ترسره کړې.

د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، دوی نه یوازې د مېشت ځایونو د اوسېدونکو پر بریدونو سترګې پټوي، بلکې ان برخه په کې اخلي.

اسرائیل ادعا کوي د جینوا کنوانسیونونه، چې په نیول شویو سیمو کې د مېشت ځایونو جوړول منع کوي، په دې وضعیت کې نه پلي کېږي.

د اسرائیلو ډېری متحدین او همدارنګه نړیوال وکیلان دا ادعا ردوي.

فلسطینیان د ټولو اسرائیلي مېشت ځایونو له منځه وړل غواړي، ځکه چې دوی اشغال شوې لوېدیځې غاړې ته د راتلونکي خپلواک دولت د ځمکې په توګه ګوري.

خو د اسرائیلو حکومت د فلسطینانو د خپلواک دولت حق په رسمیت نه پیژني او استدلال کوي چې لوېدیځه غاړه د اسرائیلو د خاورې برخه ده.

د ۲۰۲۴ کال په جولای کې، د عدالت نړیوالې محکمې چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړه محکمه ده، پرېکړه وکړه چې په نیول شویو فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو دوامداره شتون غیرقانوني دی او اسرائیل باید له مېشت ځایونه اوسېدونکي وباسي.

محکمې دا پرېکړه هم وکړه چې په نیول شویو سیمو کې پر فلسطینانو د اسرائیلو محدودیتونه د "نسل، مذهب یا قومي اصل پر بنسټ د سیستماتیک تبعیض" یوه بڼه ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل چې محکمې "دروغجنه پرېکړه" کړې ده.

هغه په په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "یهودي خلک د خپلې ځمکې اشغالګر نه دي - نه زموږ په ابدي پلازمېنه بیت المقدس کې او نه هم زموږ د پلرونو په ميرات یهودا او سامره (لوېدیځه تړانګه) کې."

اسرائیلي پوځیانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې دوه زاړه فلسطیني بزګران د زیتون د حاصلاتو د راټولولو څخه منع کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلي پوځیانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې دوه زاړه فلسطیني بزګران د زیتون د حاصلاتو د راټولولو څخه منع کوي.

د "يي۱" پلان په اړه د نړیوالو غبرګون څه و؟

د پلان له اعلان وروسته، بیزالیل سموترېچ د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او په اسرائیل کې د امریکا له سفیر مایک هاکبي څخه د دوی د ملاتړ لپاره مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې هغه باوري دی لوېدیځه غاړه "د اسرائیلو د ځمکې یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې خدای یې ژمنه کړې ده."

هغه زیاته کړه، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم د ده د هغه پلان ملاتړ کړی چې له مخې به یې د لوېديځې تړانګې مېشت ځایونو ته یو میلیون کسان ولېږدول شي.

د فلسطین د کورواکې ادارې د بهرنیو چارو وزارت د "يي۱" پلان غندلی او هغه یې د فلسطیني سیمو پر بشپړتیا برید او د خپلواک فلسطیني دولت پر امکان یو ګوزار ګڼلی دی.

یاد وزارت ویلي، دا پلان جغرافیایي او د وګړو پیوند کمزوری کوي او د لوېدیځې غاړې استعماري سیمې په جلا هغو ویشي چې له امله یې د دغو سیمو الحاق ته لاره هوارېږي.

د "يي۱" په سیمه کې د رغنیز پلان په ځواب کې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل: "یو باثباته لوېدیځه غاړه د اسرائیلو امنیت تضمینوي او دا په سیمه کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د اسرائیلو د حکومت له هدف سره مطابقت لري."

په هرصورت، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له اسرائیلو غوښتي چې دا پلان پلی نه کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، د "يي۱" پلان رغنیزې چارې به د لوېدیځي غاړې شمالي او جنوبې سیمې سره بېلې کړي او "د یوه باثباته او پیوند فلسطیني دولت امکان به په جدي توګه زیانمن کړي."

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر کایا کالاس ویلي، په "يي۱" سیمه کې د نویو مېشت ځایونو پلان "د دوه دولتونو حل لاره نور هم کمزوری کوي او له نړیوال قانون څخه د سرغړونې په معنا ده."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لمي د دې پلان مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا به "راتلونکی فلسطیني دولت په دوو برخو ووېشي او د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې دا پروژه "نړیوال قانون له پامه غورځوي" او د فلسطیني دولت ځمکنۍ بشپړتیا ګواښي.

مصر دا پروژه "د نړیوال قانون او د امنیت شورا له پرېکړو څخه ښکاره سرغړونه" وبلله.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت هم د دې پلان مخالفت وکړ او دا یې "د فلسطین د خلکو پر هغه نه انکارېدونکي حق برید وباله چې د ۱۹۶۷ کال د جون د څلورمې د سرحدونو په اساس خپلواک دولت جوړ کړي چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي."

د "يي۱" پلان د پلي کېدو اعلان له هغه لږ وروسته ورشو چې د فرانسې او کاناډا په ګډون ګڼو هېوادونو وویل، غواړي سږ کال د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

دمګړۍ د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.

د بريتانیا لومړي وزیر کېير سټارمر ویلي، که اسرائیل یې ځینې شرطونه (په غزه کې پر اوربند هوکړه او د دوو دولتونو حل لارې بیا راژوندي کول) ونه مني، نو په راتلونکي سپټمبر میاشت کې به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

سموترېچ د "يي۱" پروژې د نوي پلان له اعلانولو وروسته وویل: "د رسمیت پېژندلو لپاره به نور هېڅ هېواد نه وي."

هغه زیاته کړه: "اوسمهال چې هر څوک په نړۍ کې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو هڅه کوي، زموږ ځواب به په ځمکه کې ترلاسه کړي؛ په اسنادو سره نه، په پرېکړو یا بیانونو سره هم نه، بلکې له واقعیتونو سره، د کورونو واقعیت، د ګاونډیو واقعیت."

د علاء دراغمه او مهند توتانجي تکمیلي راپور/ بي بي سي عربي.