د غزې روانه جګړه کې څو خبريالان وژل شوي او څوک دي؟

فلسطیني ماشومان او یو خبریال د اګست په ۱۱مه، ۲۰۲۵ کال کې د غزې ښار د الشفا روغتون ته نږدې د الجزیرې ویجاړ شوی خیمه ګوري.

د عکس سرچینه، Bashar Taleb/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د یکشنبې پر ورځ د غزې ښار الشفا روغتون ته نژدې د اسرائیلو په برید کې د الجزیرې پنځه خبریالان ووژل شول.
    • Author, ليلى بشار الكلوب
    • دنده, بي بي سي عربي

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې (سي پي جې) د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې نېټې کله چې د غزې جګړه پيل شوې تر دې دمه هلته شاوخوا ۱۹۲ خبريالان وژل شوي دي.

د يادې کمېټې د معلوماتو له مخې په دغو وژل شويو خبریالانو کې لږ تر لږه ۱۷۸ تنه يې فلسطينيان دي چې د اسرائيلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

وروستۍ پېښه د يکشنبې پر ورځ (۱۰ اګسټ) رامنځته شوه چې د وتلي خبريال انس الشريف په ګډون د الجزيري پنځه خبريالان د غزې الشفا روغتون ته څېرمه د اسرائيلو په هدفي بريد کې ووژل شول.

د الجزيرې په وينا الشريف او بل خبريال محمد قريقع له فلم اخيستونکو ابراهيم ظاهر، محمد نوفل او مومن علیوه سره د روغتون اصلي دروازې مخې ته د خبريالانو په يوه خېمه کې وو چې بريد پرې وشو.

موږ دلته د نژدې دوو کلونو جګړې پر مهال د ځينو وژل شويو خبريالانو نومونه او معلومات شريکوو.

انس الشريف – د ۲۰۲۵ کل د اګسټ پر ۱۰مه ووژل شو

Al Jazeera journalist Anas Al Sharif speaks on the phone in Gaza City on 13 August 2024

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انس الشريف ۲۸ کلن و په غزه کې یو له مشهورو او فعالو خبریالانو بلل کېده.

د الجزيرې خبري شبکې خبريال انس الشريف د الجزيرې له څلورو نورو خبريالانو سره د غزې ښار د الشفا روغتون ته نژدې په يوه اسرائيلي بريد کې ووژل شو. په همدې بريد کې دوو تنو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

انس الشريف چې ۲۸ کلن و ډېر ځله يې په ژوندۍ بڼه له هغو سيمو راپورونه ورکول چې هوايي بريدونه او جګړه په کې روانه وه.

نوموړی د جبالیا په ګڼ مېشتي سيمه کې زيږېدلی و او شاوخوا له دوو کلونو راهیسې يې د الجزيرې شبکې سره کار کاوه.

الشريف واده کړی و. دوه اولادونه يې لرل. لور يې څلور کلنه وه چې شام نومېده او زوی يې يو کلن و چې صلاح نومېده.

نوموړی د جګړې په اوږدو کې له خپلې کورنۍ جلا و، د اسرائيلو له خوا د تخليې له امر يې انکار کړی و او د غزې له شماله يې راپورونه ورکول.

د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې يې پلار جمال الشريف د هغوی پر کور يوه هوايي بريد کې وژل شوی و.

د انس الشريف پر اېکس د هغه له مړينې وروسته يوه لیکنه خپره شوې وه چې ښايي ده وړاندې ليکلې وه او د ملګري له خوا يې خپره شوې وه.

ده ويلي وو، "که چېرې ته دا لولې، پوه شه چې اسرائيل زما په وژلو بريالي شوي او زما غږ يې چوپ کړی دی".

"ما په بشپړه توګه په درد کې ژوند وکړ، بیا بيا مې د غم او تاوان خوند وڅکه خو بیا هم ما هېڅکله پرته له تحريف او لاسوهنې ...له ریښتیا ویلو ډډه ونه کړه،"

د اسرائيلو پوځ تائيد کړه چې الشريف يې په نښه کړی او ادعا يې وکړه چې هغه د حماس د يوې ترهګرې ډلې مشر و، خو د دې ادعا په اړه يې لږ شواهد وړاندې کړل.

الشريف مخکې دا تورونه رد کړي وو. الجزيرې او د رسنيو د حقونو ډلو هم دا ادعاوې ناسمې بللې دي.

یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، الشريف د اوسنۍ جګړې له پيل وړاندې د حماس له رسنيز ټيم سره کار کړی و، خو الجزیره تلویزون دا ادعا رد کړې ده. په غزه کې د بي بي سي عربي څانګې خبریال هم وايي، چې په دې تړاو یې کوم شواهد نه دي لیدلي.

د هغه له مرګه مخکې ځينې پوستونه څرګندوي چې نوموړي پر حماس نيوکې کړې وې.

محمد قريقع- د ۲۰۲۵ کال د اګسټ ۱۰مه

Al Jazeera correspondent Mohammed Qreiqeh reports in Gaza City. He is wearing a blue press jacket and helmet, while holding a microphone and speaking into a camera in the foreground.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د محمد قريقع مور او ورو هم د غزې په جګړه کې ووژل شول.

د الجزيرې خبريال محمد قريقع له خپل همکار انس الشريف سره ووژل شو.

قريقع په ۱۹۹۲ کال کې د غزې به شجاعيه سيمه کې زیږېدلی و. نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه د ژورناليزم او رسنيو په برخه کې لېسانس اخيستی و.

په ۲۰۲۴ کال کې يې د اسرائیلو له بريد وروسته په الشفا روغتون کې د مور مړی موندلی و.

د نوموړي ورور د شجاعيه په سيمه کې د اسرائيلو هوايي بريد کې ټپي شوی و او سږ کال د مارچ په مياشت کې په روغتون کې ومړ.

له قريقع یې مېرمن او درې بچیان پاتې دي.

فاطمه حسونه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۱۶ مه

عکاسه خبرياله فاطمه حسونه ۲۴ ساعته وروسته له هغه ووژل شوه چې د هغې د ژوند او د فلسطينيانو د ورځنيو ستونزو په اړه مستنده فلم يې د کان فلم فېسټيوال ته غوره شوی و.

د اسرائيلي پوځ په وينا، دا بريد د حماس پر يوه غړي شو و چې پر اسرائيلي ځواکونو او ملکي وګړو بريدونو کې ښکېل و.

د ۲۰۲۵ کال د کان فلم فېسټيوال د ډلې مشرې فرانسوۍ اکټرې جوليټ بېنوچ هغه وستايله او زياته يې کړه، "فاطمه بايد نن شپه له موږ سره وی. هنر پاتې کېږي. دا زموږ د ژوند او خوبونو يوه پياوړې نخښه ده".

احمد منصور – د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۷مه

احمد منصور چې د ځايي خبري اژانس فلسطين اليوم خبريال و، هغه مهال ووژل شو چې اسرائیلو د رسنيزو کارکوونکو پر يوه خېمه بريد وکړ.

په دې بريد کې بل خبريال حلمی القواوي او درېيم کس يوسف الخزندار هم ووژل شول او نهه تنه نور خبريالان ټپيان شول.

د فلسطین د خبريالانو ټولنې دا پېښه د خبريالانو "يو بوږنوونکی او کرغېړن قتل عام وباله".

د اسرائیل پوځ وويل بريد کې يې ازاد عکاس حسن اصليح په نښه کړی و چې په وينا يې "د ۲۰۲۳ کال اکټوبر پر ۷مې له حماس سره و."

د اسرائیلو پوځ زیاته کړې وه چې اصليح د اکټوبر پر اوومه بريد کې ټپي شوی و، "ترهګر" و چې په "مرګوني قتل عام کې يې برخه اخيستې وه."

خو د حماس تر واک لاندې د حکومتي رسنيو د دفتر مشر اسماعيل الثوابطه وويل چې د اسرائیلو تورونه "بې بنسټه" دي او اصليح هېڅ سياسي تړاو نه درلود.

فيصل ابو القمصان، ایمن الجدي، ابراهیم الشيخ خلیل، فادي حسونه او محمد اللاده – د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر ۲۶مه

د فلسطين د القدس الیوم ټلويزيون پنځه خبريالان د اسرائيل هوايي بريد کې ووژل شول. دا بريد په مرکزي غزه کې د النصيرات د کډوالو پنډغالي کې د دوی پر موټر وشو.

عيني شاهدانو ويلي وو چې د اسرائيل له الوتکې توغول شوی يو توغندی مستقيم د دوی پر موټر ولګېد چې د العوده روغتون مخې ته ولاړ و او د ټيم ټول غړی يې په کې ووژل شول.

د فلسطیني رسنيو او سيمه ييزو خبريالانو په وينا، پر دې موټر رسنيزه نښه وه او د النصيرات کمپ د ننه د خبري پوښښ لپاره کارېده.

اسرائيل پوځ ومنله چې هوايي ځواک په "هدفمند ډول" پر دې موټر برید وکړ چې په وينا يې "د اسلامي جهاد غورځنګ غړي په کې وو."

ابراهیم محارب – د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۸مه

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي ازاد خبريال ابراهیم محارب د ځايي الحدث ورځپاڼې تر څنګ له ګڼو خبري اژانسونو سره کار کړی و.

نوموړی د خان يونس په شمال کې د اسرائيلي ځواکونو له خوا په ډزو کې ټپي شوی و. د اړیکې له پرې کېدو وروسته بله ورځ يې جسد موندل شوی و.

په یوه ليک کې د اګست پر ۲۸مه د اسرئيل پوځ د خبريالانو خونديتوب کمېټې ته ويلي وو چې د دې پېښې په اړه خبر نه دي.

د یونېسکو مشرې اوډرې ازولای د محارب وژل کېدل غندلي او په دې اړه يې د "بشپړې او روښانه پلټنې" غوښتنه کړې وه.

نوموړې زياته کړې وه، "زه يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۲۲۲/۲۰۱۵ پرېکړه ليک د پلي کېدو غوښتنه کوم چې د جګړې د پوښښ پر مهال د ملکي وګړو په توګه د خبريالانو، رسنيو کارکوونکو او اړوندو کسانو خونديتوب تضمنيوي".

اسماعيل الغول او رامي الريفي – د ۲۰۲۴ کال د جولای ۳۱مه

په غزه کې د الجزيرې د خبريال اسماعيل الغول پر موټر له بريد وروسته په ټولنيزو رسنيو یوه خپره شوې ويډيو کې د هغه سر پرې شوی جسد ښکارېده.

په دې بريد کې د هغه فلم اخيستونکی او پر بايسکل سپور يو ماشوم خالد لشوا هم ووژل شول.

د اسرائیلو پوځ په وينا، اسماعيل الغول "د حماس د پوځي څانګې جنګيالی او د النخبه ډلې ترهګر و".

په دې بيان کې يې د رامي الریفي نوم نه و ياد کړی.

الجزيرې دا تورونه "بې بنسټه" وبلل او زياته يې کړه چې "دا د اسرائيلو د اوږدې مودې درواغو او جعلي شواهدو د تاریخ يوه بله بېلګه ده چې د خپلو کرغېړنو جرمونو د پټولو لپاره يې کاروي."

حمزه الدحدوح – د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۷مه

Hamza and his father Wael Al-Dahdouh

د عکس سرچینه، @hamzadah1996 on X

د عکس تشریح، حمزه الدحدوح (ښي اړخ) له خپل پلار وائل الدحدوح سره

حمزه الدحدوح د الجزيرې خبريال او فلم اخيستونکی و. نوموړی له نورو خبريالانو سره له خان يونس څخه رفح ته روان و چې د اسرائیل بې پيلوټه الوتکې بريد پرې وشو.

په همدې بريد کې ازاد خبريال مصطفی ثريا هم ووژل شو.

د اسرائيل پوځ وروسته ادعا وکړه چې دوی "په غزه کې د ترهګرو بنسټونو غړي وو".

حمزه د الجزيرې د غزې دفتر د مشر وائل الدحدوح مشر زوی و.

د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په وروستيو کې وائل الدحدوح په ژوندۍ بڼه د راپور ورکولو پر مهال خبر ترلاسه کړ چې مېرمن، لور، زوی او لسمی يې د اسرائيلو هوايي بريد کې وژل شوي دي.

په ډسمبر کې وائل الدحدوح په خپله يوه بريد کې ټپي شو. په دې بريد کې د الجزيرې فلم اخيستونکی سمر ابو دقی ووژل شو.

سامر ابو دقه د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۵مه

Samer Abu Daqqa sitting with his arms resting on a table

د عکس سرچینه، Al Jazeera

د عکس تشریح، د الجزير خبريال سامر ابو دقه په ډرون برید کې وژل شوی و.

سامر ابو دقه چې د الجزيرې لپاره د فلم اخيستونکي په توګه کار کاوه د اسرائیلو ډرون بريد کې له ټپي کېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړی هغه مهال په خان يونس کې پر يوه ښوونځي د اسرائیلو له برید وروسته خبري پوښښ ته تللی و.

الجزيرې وويل چې د سختو هوايي بريدونو پر مهال ابو دقه د ډېرې وينې ضايع کېدو له کبله مړ شو.

پر سي اېن اېن د اسرائيل پوځ ويلي وو چې د ابو دقه د مرستې لپاره امبولانس لېږل شوی و خو "د سړک خرابېدو" له کبله يې ونشوی کړی پر وخت د پېښې ځای ته ورسېږي.

د هغه له مړينې وروسته يې مور خبريالانو ته وويل، "پرون ما ته د خدای په امانۍ لپاره راغلی و."

د نوموړي زوی زين لیکلي وو، "پلاره! خدای دې رحم درباندې وکړي. ته پر هر چا مهربان وې. تا له خپلو اولادونو سره د ملګرو په څېر چلند کاوه. هر چا درسره مینه لرله. ستا بېلتون زموږ زړونه مات کړل".

روی اېډن – د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مه

Roy Idan looking at the camera

د عکس سرچینه، October 7 Memorial

د عکس تشریح، روی اېډن له خپلې مېرمن او لور سره د اکټوبر پر اوومه د حماس بريد کې ووژل شو.

روی اېډن د اسرائيلی ورځپاڼې ېنټ لپاره د فلم اخيستونکي په توګه کار کاوه. نوموړی د اکټوبر پر اوومه نېټه د حماس له بريد وروسته لا درکه اعلان شو.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۲۰ مه يې د جسد له موندل کېدو وروسته د مرګ اعلان وشو.

د نوموړي يوه لور چې اويګايل اېډن نومېږي د حماس له خوا تښتول شوې وه چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په مياشت کې خوشې شوه.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې تائيد کړه چې نوموړی هغه مهال چې په کورنۍ يې بريد وشو په کار کې و.

د يونېسکو مشرې اوډرې ازولاې د اېډن مړينه وغندله او زياته يې کړه، "د عکاس او خبریالانو کار د ټولنو لپاره ډېر اړين دی چې کړکېچونه او شخړې ثبت کړي او دا د هغو کسانو د حساب ورکولو لپاره مهم دی چې د تاوتریخوالي او بشري حقونو سړغړونو مسول دي."

"زه له چارواکو غوښتنه کوم چې بشپړه څېړنه وکړي او عاملين عدالت ته راکاږي".

ینيو زوهر – د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷

ينيو زوهر د عبراني يا هېبرو ورځپاڼې هېيوم عکاس و چې د اکټوبر پر اوومه له خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره د حماس په بريد کې ووژل شو.

د هېيوم مشر عومر لاخمانوويچ د خبريالانو د خونديتوب کمېټې ته وويل چې زوهر غوښتل د برید پر مهال د خبري پوښښ لپاره له کوره ووځي خو مخکې له وتلو ووژل شو.

له هېيوم سره تر دندې مخکې زوهر له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۰ کال پورې د اسوشېټېډ پرېس د اسرائيلو په دفتر کې کار کاوه او بېلابېلې پېښې يې پوښلې وې چې په هغو کې په ۲۰۰۵ کال کې له غزې د اسرائیلو وتل هم شامل وو.

اسرائيلو وروسته له هغه په غزه يرغل وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ وسله والو د اسرائيلو په جنوبي سيمو برید وکړ. په دې بريد کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور يرغمل ونيول شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتيا وزارت په وینا، له هغه راهيسې په غزه کې له ۶۱ زرو زيات کسان د اسرائيلو په بريدونو کې وژل شوي دي.