یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، حماس د اوربند وروستي وړاندېز ته غاړه ایښې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, رشدي ابوالعوف د غزې لپاره په استانبول کې د بي بي سي خبریال او ډېویډ ګرېتین
د حماس یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دې ډلې د سیمه ییزو منځګړو لخوا په غزه کې د اوربند او یرغمل اسرائلیانو خوشي کولو یو وړاندیز منلی دی.
ویل کېږي، چې د مصر او قطر دغه وړاندیز د امریکايي استازي سټېو وېټکوف لخوا په جون میاشت کې وړاندې شوي چوکاټ پر بنسټ چمتو شوی.
دې وړاندیز له مخې به حماس د ۶۰ ورځني اوربند په لومړیو کې د ۵۰ یرغملو نیمايي پرېږدي، چې باور کېږي، شل تنه یې تر اوسه ژوندي دي.
په همدې ترڅ کې به د مستقل اوربند په تړاو هم خبرې کېږي.
تر اوسه د اسرائیل له لوري په دې هکله کوم غبرګون نه دی څرګند شوی، خو تېره اونۍ اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي و، هېواد به یې یوازې په داسې صورت کې اوربند ومني، چې ''ټول یرغمل شوي اسرائیلیان یوځايي خوشي شي.''
د حماس له لوري د دې وړاندیز منل کېدو په هکله د رپوټونو له خپرېدو وروسته ښاغلي نتنیاهو په یوه ویډیويي کلیپ کې د دې موضوع له یادونې پرته وویل ''له دوی یوازې یو احساس لرئ- حماس تر سخت فشار لاندې دی.''
د اسرائیلي پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ایال زامیر په همدې حال کې ویلي، دا په داسې حال کې د ۲۲ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې یو مهم پړاو دی، چې ''په غزه ښار کې د حماس پر ضد بریدونو زیاتولو ته تمرکز ډېر شوی دی.''
دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې په غزه ښار کې عیني شاهدان وايي، د اسرائیلي پوځ ټانکونه چې د هوايي ځواک او توپخانې ملاتړ هم ورسره دی، دې ښار سبا سیمې، سیمې ښوونځیو او د ملګرو ملتونو یوه کلینک پر لور پرمختګ کوي، چې سلګونه بې ځایه شوي خلک په کې ځاي پر ځای شوي دي.
په پام کې ده، چې د روانې اونۍ وروستیو کې به د اسرائیل کابینه د غزې ښار اشغال په تړاو د پوځ پلان تائید کړي. د یادونې ده، چې پر دې ښار د اسرائیلي بمباریو له ډېرېدو وروسته زرګونه ځايي اوسېدونکي له ښاره وځي.
نتنیاهو ویلي، هوډ لري، چې بریدونه پراخ کړي او د هغو سیمو په ګډون چې ټولو دوه اعشاریه یو میلیون فلسطینیانو پکې پناه اخیستې، د ټولې غزې کنټرول ترلاسه کړي.
د یکشنبې په شپه، سلګونه زره خلک په تل ابیب کې را ټول شوي وو، چې د اسرائیل له حکومته یې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره، له حماس سره د یو جوړ جاړي غوښتنه کوله.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لاریون کوونکي تورن کړي وو چې د خبرو لپاره د حماس درېځ سختوي.
وروستۍ پرمختګ دوې ورځې وروسته له هغه مخې ته راځې، چې د نتنیاهو دفتر وویل، اسرائیل به "په دې شرط له یوې هوکړې سره همغږي شي، چې ټول یرغمل په یو ځل ازاد شي."
نتنیاهو د اسرائیلو د دغې ارادې اعلان وروسته له هغه وکړ، چې تېره میاشت د اوربند په اړه له حماس سره غیر مستقیمې خبرې اترې ناکامې شوې.
حماس هغه مهال ویلي وه، دوی به یوازې هغه وخت پاتې یرغمل خوشې کړي، چې اسرائیل د ۲۲ میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو سره هوکړه وکړي. خو نتنیاهو یې په ځواب کې وویل، جګړه به هغه وخت ودریوي، کله چې حماس بې وسلې شي او ټول یرغمل خوشې کړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images)
د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه د اسرائیلو په سویل کې د حماس په مشرۍ د برید په ځواب کې پر غزې بریدونه پیل کړ.
د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ یې له ځان سره یرغمل کړل.
په سیمه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د جګړې له پیله او بیا تر اوسه څه د پاسه ۶۲ زره کسان وژل شوي دي.
د حماس لوړپوړي مرکچي خلیل الحیا په مشرتابه د حماس یو پلاوی له تېرې اونۍ راهیسې په قاهره کې له مرکچیانو سره په لیدنو بوخت دی، چې د یوې نوې هوکړې لپاره د فرصت ویني.
د دوشنبې پر ګهیځ د حماس یوې مهمې سرچینې بي بي سي ته وویل، دغه پلاوی د اوربند نوي وړاندیز ارزونه کوي، چې دوی ته یوه ورځ مخکې ورکړل شوی و.
د مصر بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاتي وايي، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني هم د دې لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی، چې ''هر څومره ژر کېدای شي یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پر دواړو لوریو سخت فشار واچول شي.''
رفحا بندر ته د خپل سفر په ترڅ کې د خبرو پر مهال الاتي په فلسطیني سیمو کې د بشري بحران مخنیوي په پار د یوه اوربند پر ټینګښت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه ځکمنی واقعیت داسې دی، چې ''تصور یې هم ممکن نه دی.''











