سلګونه زره اسرائیلیانو په غزه کې د جګړې د پایته رسولو او د یرغملو د خوشي کولو لپاره لاریون وکړ

اسرائيليان لاريون کوي

د عکس سرچینه، Reuters

په سلګونو زرو اسرائيليانو د يکشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې د پايته رسولو او د حماس له خوا د نيول شويو پاتې يرغمل کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوله.

تر ټولو لوی لاريون په تل ابيب کې د "يرغملو چوک" کې ترسره شو. لاريونوالو ويل چې د بنيامین نتنياهو له خوا د بشپړې غزې د نيولو پلان د پاتې ۲۰ يرغمل شويو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په همدې مهال ښاغلي نتنياهو پر لاريونوالو نيوکه کړې چې په وینا يې د دوی مخالفت به "د حماس دريځ پياوړی" او د ژغورنې پروسه کمزورې کړي.

د اسرائيلو ښي اړخي وزير بتسالل اسموتريچ هم دغه مظاهرې غندلې او دا يې "يو زيان رسوونکی کمپاين" بللی چې حماس ته ګټه رسوی.

خو د دې هر څه سربېره لاريونوالو په ټول هېواد کې يو ورځنی احتجاج وکړ> لارې، سړکونه، پوهنتونونه او دفترونه يې وتړل. د پوليسو له خوا شاوخوا ۴۰ کسان نيول شوي دي.

د اسرائيلو حکومت پلان لری چې شاوخوا يو ميليون د غزې وګړي په زوره جنوب کې پنډغالو ته ولېږدوي خو تراوسه يې غزې ښار ته د ځواکونو د ننوتلو ځانګړی مهالوېش نه دی په ډاګه کړی.

د راپورونو له مخې د اسرائيلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو غواړي د اکټوبر تر اوومې نېټې ټوله غزه د اسرائيلو تر اشغال لاندې راشي.

د اکټوبر پر اومه د حماس د مرګوني بريد چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شولو او ۲۵۹ نور يرغمل شول، دويمه کليزه ده.

د ملګرو ملتونو په وينا دې بريد په غزه کې يوه جګړه پيل کړه چې تر نن ورځې دوام لري چې لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه خلک يعنې د غزې ۹۰ سلنه نفوس بې ځايه کړ.

يادې نړيوالې ادارې ویلي چې په غزه کې پراخه خوارځواکي ده. کارپوهانو تېره مياشت خبرداری ورکړ چې په سیمه کې د قحطۍ "تر ټولو بد حالت "د راڅرګندېدو په حال کې دی.

دا جګړه هغه وخت پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه حماس پر اسرائیلو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې بنديان کړل.

له هغه وروسته د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي تر اوسه له ۶۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

فلسطینیان د اسرائیلو د عملیاتو له ویرې له غزې تښتي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریون کوونکو سړک بند کړی، د یرغمل‌شویو راستنېدل او د جګړې پای ته رسول غواړي.

د حماس تر ادارې لاندې د غزې ښاروالۍ بي‌بي‌سي ته ویلي، د غزې ښار په سویلي زیتون سیمه کې زرګونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي، ځکه هلته د اسرائیلي پوځ له څو ورځنیو بمباریو وروسته حالت "ناوریني" شوی دی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې په وینا، د اسرائیلو د بریدونو له امله یوازې د شنبې پر ورځ لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

اسرائیلي پوځ اعلان کړی، بېرته به مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړي چې غزې ته خېمې یوسي. د اسرائیلو پلان دا دی چې جنوبي سیمو کې جوړو شوو پنډغالو ته د غزې له ښاره یو میلیون کسان په زور ور کډه کړي.

په خپله اسرائیلو کې بیا د حکومت د دغه پلان پر ضد یو لاریون روان دی. دغه اعتصاب د هغو بندیانو د کورنیو په غوښتنه شوی چې وایي د جګړې پراخېدل د حماس له لوري د نیول شوو اسرائیلیانو ژوند له سخت خطر سره مخامخوي.

دغه وضعیت یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د اسرائیلو د جګړې کابینې د غزې ښار د بشپړ نیولو پرېکړه وکړه. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا پرېکړه غندلې ده.

 اسرائیلي ځواکونه د غزې بشپړ نېولو تیاری نیسي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسرائیلي ځواکونه د غزې بشپړ نېولو تیاری نیسي.

د اسرائیلو پوځي ادارې کوګاټ وویل، "د خلکو د ساتنې لپاره، دوی د جګړې له سیمو د غزې جنوب ته لېږدول کېږي. د همدې لپاره به غزې ته د خیمو او سرپناه وسایلو رسولو لړۍ بیا پیل شي."

د غزې ښار د ښاروالۍ ویاند په خبره، له شپږو راهسې ورځو د اسرائیلي له "بې‌رحمه" هوايي بریدونو، ډزو او ویجاړونکو عملیاتو وروسته په زیتون سیمه کې لا دمخه ډله‌ییزه بې‌ځایه کېدنه روانه ده.

د ملکي دفاع ادارې په وینا، د زیتون سیمه شاوخوا ۵۰،۰۰۰ اوسېدونکي لري چې ډیر یې خوړو او اوبو ته لږ یا هېڅ لاسرسی نه لري.

۴۰ کلن غسان کاشکو چې له خپلې کورنۍ یې سره په ګاونډ کې د ښوونځي په ودانۍ کې یې پناه اخېستې، اسوشیتد پرېس خبري اژانس ته ویلي، هوايي برېدونه او د ټانکونو ګولیو "چاودنې ... نه درېږي." هغه زیاته کړه: "موږ د خوب په خوند نه پوهېږو."

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، اسرائیلي ځواکونه په دوامداره توګه د غزې ښار په ختیځو او سویلي سیمو، په ځانګړي ډول زیتون کې پراخ بریدونه کوي.

اسرائیلو لا هم د غزې ښار د نیولو معلومه نیټه نه ده اعلان کړې

د اسرائیلو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې پوځ به کله غزې ښار ته داخلېږي. خو راپورونه ښيي چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو غواړي د غزې ښار د اکتوبر تر ۷مې ونیسي.

د غزې ښاروالۍ ویاند ویلي، د اسرائیلو له لورې د نږدې دوو کلونو بریدونو په دوام سره د ښار ۸۰ سلنه زیربناوې ویجاړې شوې دي. پداسې حال کې چې هلته پاتې څلور روغتونونه د درملو او اکمالاتو د سخت کمښت له امله د خپل ظرفیت له ۲۰سلنه کم فعالیت کوي.

.

د عکس سرچینه، Reuters

د ملګرو ملتونو په وینا، لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه کسان چې د غزې د خلکو شاوخوا ۹۰ سلنه کېږي، بې‌ځایه شوي دي. دغه اداره وایي په غزه کې پراخه خوار ځواکي رامنځته شوې او د قحطۍ "تر ټولو بد حالت" دی.

د شنبې په ورځ، د غزې روغتونونو د خوارځواکۍ له امله د ۱۱ نورو مړینو راپور ورکړ چې یو یې ماشوم دی.

د حماس لخوا اداره کیدونکي روغتیا وزارت په وینا، د خوارځواکۍ له امله د مړینو ټولټال شمیر ۲۵۱ ته ورسید چې ۱۰۸ یې ماشومان دي.

په همدې وخت کې، یوه ۲۰ کلنه نجلۍ مرح ابو زهري چې د سختې لوږې له امله د درملنې لپاره ایټالیا ته انتقال شوې وه، خو له ۴۸ ساعتونو وروسته په روغتون کې مړه شوه.

هغه له خپلې مور سره ایټالیا ته ولېږدول شوه خو د جمعې په ورځ د زړه د حملې له امله مړه شوه. روغتون ویلي، د هغې وزن بیخي زیات کم شوی و.

تېره اونۍ برتانیې، اروپايي ټولنې، استرالیا، کاناډا او جاپان په یوه ګډ بیان کې وویل: "قحطي زموږ د سترګو مخې ته روانه ده" او غوښتنه یې وکړه چې د خلکو د ژغورلو لپاره جدي ګامونه واخېستل شي.

تیره اونۍ له ۱۰۰ زیاتو سازمانونو یو لیک لاسلیک کړ چې د مارچ له دوهمې غزې ته ان د یوې لارۍ د بشري مرستې لېږد اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

اسرائیلو غزې ته لېږدېدونکې مرستې په کلکه بندې کړي دي او وایي په غزه کې لوږه نه شته. اسرائیل د ملګرو ملتونو ادارې هم تورنوي چې ګواکې هغوی د غزې له سرحدونو مرستې نه اخلي او غزې ته یې نه انتقالوي.

د ملکي دفاع ادارې ویلي، د شنبې په ورځ د وژل شویو فلسطینیانو له ډلې لږ تر لږه ۱۳ یې د اسراییلي ځواکونو لخوا په داسې حال کې په ډزو ویشتل شوي چې دوی په سیمه کې د خوړو د ویش ځایونو ته نږدې د خوړو په تمه وو.

د ملګرو ملتونو د جمعې ورځې تازه شمېرې ښيي، د مې میاشتې رادیخوا اسرائیلي ځواکونو لږ تر لږه ۱۷۶۰ فلسطینیان د خوراک د لټې پر وخت وژلي دي.