د غزې اوسېدونکي د قحطۍ په اړه: 'زما تر ټولو کوچنی ماشوم نه پوهېږي، چې مېوې څنګه خوند لري

هغه ماشوم، چې د خوړو کاسه یې په لاس کې ده، ژاړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه ماشوم، چې د خوړو کاسه یې په لاس کې ده، ژاړي.

وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یوه راپور کې د لومړي ځل لپاره د غزې په ځینو برخو کې د قحطۍ تائید وشو، د غزې تړانګې اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته د سختې لوږې اغېزې بیان کړې.

له غزې ښاره د پنځو ماشومانو مور، ۴۱ کلنه ریم توفیق خدر وايي: "د قحطۍ تائید ډېر ناوخته وشو، خو بیا هم مهم ګام دی. له پنځو میاشتو راهیسې مو هغه خواړه نه دي خوړلي، چې پروټین لري. زما تر ټولو کوچنی ماشوم څلور کلن دی، هغه نه پوهېږي چې مېوې او سابه څنګه ښکاري او څه ډول خوند لري."

ملګري ملتونه وايي، اسرائیلو غزې ته د مرستو رسولو اندازه خورا محدوده کړې ده، خو اسرائیل یې نه مني. اسرائیل په سیمه کې لوږه ردوي، خو له ۱۰۰ زیاتو بشري ډلو، په سیمه کې شاهدانو او د ملګرو ملتونو ډېری ادارو په غزه کې لوږه تائید کړې ده.

د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو خوندیتوب (IPC) یوې ادارۍ وویل: په غزې ښار او شاوخوا سیمو کې "په بشپړه ډول د انسانانو لخوا جوړه شوې" قحطي را منځته شوې ده.

دوی خبرداری ورکړ، د غزې په تړانګه کې له نیم میلیون ډېر خلک له "لوږې، بېوزلۍ او مرګ" له امله له "ناوریني" شرایطو سره مخ دي.

۴۷ کلنه راجه طالبه، چې د شپږو ماشومانو مور ده، وايي: د لوږې له امله یې ۲۵ کیلوګرامه وزن کم شوی. هغه یوه میاشت دمخه په غزې ښاره د خپل کور پرېښودو ته اړه شوه او اوس ساحل ته نژدې په یوې کېږدۍ کې له مجبورۍ شپې او ورځ سبا کوي.

هغه د ګلوټین عدم برداشت په رنځ اخته ده او له امله یې سم خواړه نه شي خوړلای.

(د ګلوټین عدم برداشت، چې د غیر سیلیاک ګلوټین حساسیت (NCGS) په نوم هم پېژندل کېږي، هغه حالت دی چې یو څوک د ګلوټین خوړلو وروسته منفي نښې تجربه کوي. دا یو ډول پروټین دی، چې په غنمو، وربشو او جوارو کې موندل کېږي. د سیلیاک ناروغۍ برعکس، د ګلوټین عدم برداشت د معافیت سیسټم غبرګون نه لري او کوچنیو کولمو ته زیان رسوي. نښې ـ نښانې دا دي: د هاضمې ستونزې لکه پړسوب، د معدې درد، اسهال، د سر درد او ستړیا.)

په سلګونو فلسطینیان د اسرائیل او امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) لخوا اداره کېدونکي مرستو ویشلو ځایونو کې یا دغو ځایونو ته نژدې وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سلګونو فلسطینیان د اسرائیل او امریکا په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) لخوا اداره کېدونکي مرستو ویشلو ځایونو کې یا دغو ځایونو ته نژدې وژل شوي دي.

هغه زیاتوي: "له جګړې دمخه، یوې خیریه موسسې زما سره له ګلوټین پاک محصولاتو په تر لاسه کولو کې مرسته کوله، خو اوس یې پخپله ځانته نه شم برابرولای."

"له هغه وخته چې جګړه پیل شوې، زه په بازار کې هغه څه نه شم موندلی چې ور ته اړتیا لرم. که په بازار کې هم وي، خو د رانیولو وس یې نه لرم. دا کافي نه وه چې له ورځنۍ بمباریو له امله بې ځایه کېدو او په کېږدۍ کې ژوند ته مجبور شوو، چې نه مو د اوړي له ګرمۍ ساتي او نه مو د ژمي له یخنۍ. اوس د دغو ټولو سختیو سربېره له لوږې یا قحطۍ سره هم لاس و ګریوان یو."

۲۹ کلنه ردا حجه وايي، د هغې د پنځه کلنې لور لامیا وزن له ۱۹ کیلوګرامه لس نيم کیلوګرامه ته راټیټ شوی دی. د نوموړې په وینا لامیا د جګړې له پیله مخکې روغه وه او هېڅ پخوانۍ ناروغي یې نه درلودله.

هغه زیاتوي: "دا هر څه د قحطۍ له امله را پېښ شول، د ماشوم د خوراک لپاره سابه او مېوه نشته، خلاصه هېڅ نشته."

نوموړې زیاتوي، لور یې د پښو په پړسوب، د ویښتانو په نري کېدا او په دماغي ناروغیو اخته شوې ده.

د دغې کوچنۍ نجلۍ مور وايي: "هغه ګرځېدلی نه شي. ډېرو کلینیکونو، ډاکترانو او روغتونونو ته ولاړم، ټولو راته وویل، لور مې په خوارځواکۍ اخته ده، خو هېچا هېڅ نه راکړل، نه درملنه او نه هم ملاتړ."

منډي بلیکمن یوه بریتانیوۍ نرسه، چې په غزه کې د يوکې مېډ (UK-Med) خیریه موسسې لپاره کار کوي، وايي: "۷۰ سلنه مېندې چې د مور روغتیا، له زېږون مخکې او له زېږون وروسته کلینیکونو ته راځي، په کلینیکي خوارځواکۍ اخته وي."

هغه زیاتوي: "د دې هر څه په پایله کې ماشومان کوچني او ډېر زيانمن نړۍ ته راځي."

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس ډلې پر اسرائيلو ناڅاپي برید وکړه چې په کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۱ نور يې يرغمل کړل. په ځواب کې اسرائيلو پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د روغتيا وزارت وايي، تر اوسه يې په کې له ۶۲۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

په غزه کې د حماس تر مشرۍ لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له پیله لږ تر لږه ۲۷۱ کسان، چې۱۱۲ په کې ماشومان دي، د "لوږې او خوارځواکۍ" له امله مړه شوي دي.